تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بیروت پر سوېل د اسرائيل هوايي برید: ۴ کسان وژل شوي ۷ ټپیان دي
د لبنان روغتیا وزارت وايي، د دغه هېواد د پلازمېنې بیروت په سوېل کې سې شنبه سهار وختي د اسرائیل هوايي برید لږترلږه لسو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
په دغه برید کې چې ۴ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي، د اسرائیل او حزبالله ترمنځ د شاوخوا څلور میاشتني اوربند د دوام په تړاو اندېښنې ډېرې کړې دي.
د اسرائيل پوځ یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغه برید کې د حزب الله یو غړی هدف ګرځول شوی چې "په دې وروستیو کې یې د حماس ډلې ته لارښونې کولې او له هغوی سره یې مرسته کړې ده."
حزب الله تراوسه د اسرائیل دغه برید کې د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
سرائيل څو ورځې وړاندې هم د بیروت په سوېل کې پر ضاحیه سیمې چې لبنان کې د حزبالله تر ټولو پیاوړی مرکز ګڼل کېږي، برید کړی و.
دا د ۲۰۲۴ کال نومبر کې د اسرائیل او حزبالله ترمنځ د اوربند تړون له لاسلیکېدو راهیسې بیروت کې د اسرائيلي ځواکونو دویم برید دی.
د لبنان ولسمشر جوزف عون دا برید غندلی او "خطرناک خبرداری" یې بللی دی چې د نوموړي په وینا د لبنان په تړاو د اسرائیل نیت روښانوي.
هغه د اسرائيل د زیاتېدونکو تېریو په اړه خبرداری ورکړی او د دېپلوماتیکو هڅو د ډېرېدو او د لبنان د حاکمیت خوندیتوب لپاره د نړیوال ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د پېښې له ځایه خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې د بیروت سوېل کې یوې لوړ پوړېزې ودانۍ د سر درېیو پوړونو ته زیان اوښتی دی.
داسې ښکاري دا د هغه څه برخه وي چې د اسرائیل هدفمن بریدونه ګڼل کېږي.
رپوټونو کې راغلي چې تر دغه برید مخکې د ودانۍ د تخلیې خبرداری نه و ورکړل شوی.
تر دغه برید وروسته د سیمې ځینې اوسېدونکې د بیروت نورو برخو ته تښتېدلي دي.
ټاکل شوې وه نومبر کې له اسرائیل سره د لاسلیک شوي تړون له مخې د حزب الله وسله وال د لبنان له سویله ووځي او پر ځای یې دغلته د لبنان پوځ ځای پر ځای شي.
د اسرائيل پوځ د همدې هوکړې پر بنسټ د لبنان له نیول شویو سیمو ووت.
اوس دواړه خواوې یو بل له دغه تړونه په سرغړونې تورنوي.