ننګرهار کې اورښت او سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي دي

د ویډیو تشریح، ننګرهار کې اورښت او سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي دي
ننګرهار کې اورښت او سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي دي
د خپرېدو وخت

د افغانستان ختيځ کې اورښتونو او سېلابونو د ځاني زيان تر څنګ ګڼ مالي زيانونه هم اړولي دي. د ننګرهار په شينوارو کې د چت لوېدو له امله يو کس مړه شوی او څلور ټپيان دي. په بهسودو او مرکز جلال اباد کې بيا سېلابونو سخت مالي زیانونه اړولي دي.

په دغو سېلابونو هغو کسانو ته هم زيان اوښتی چې په دې وروستيو کې له پاکستانه ستانه شوي وو.

ګوربت ننګيال یې نور حال ورکوي.