هغه افغان هنرمند چې اړ شو کلونه امریکا کې قصابي وکړي
هغه افغان هنرمند چې اړ شو کلونه امریکا کې قصابي وکړي
د خپرېدو وخت
له مرتضی بایقرا څخه، چې د تیاتر هنرمند او په افغانستان کې د سینما او تمثیلي هنر د زرینې دورې له استازو ګڼل کېږي، د تیاتر او ټلوېزیوني ډرامو ګڼ شمېر اثار د میراث په توګه پاتې دي. ښاغلی بایقرا، چې د ډاکتر نجیبالله د حکومت له سقوط وروسته یو څه موده په پاکستان کې اوسېده، په ۱۹۹۷ کال کې امریکا ته کډه شو.
هغه وایي چې نژدې درې لسیزې یې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د برابرولو لپاره یې په امریکا کې په یوه دوکان کې د قصاب په توګه کار کړی دی.
د مارچ ۲۷مې- چې د تیاتر نړیواله ورځ ده، بيبيسي په دې مناسبت له ښاغلي بایقرا سره مرکه کړې ده.
د ښاغلي بایقرا اوږده مرکه د بيبيسي دري په یوټیوب کې وګورئ.



