نړیوال جام کې د افغانستان ټولې لوبې وېسټ انډیز کې دي، ایا کرېکټ کې د لوبو ډګرونه بدلیدی شي؟

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت

د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د روان کال شل اوریز نړیوال جام لوبډلې، د لوبو مهالوېش، لوبغالي او کوربه هېوادونه ډاګیزه کړي.

د اعلان شوي مهالوېش له مخې، افغان لوبډله په ج (درېیم) ګروپ کې د نيوزيلنډ, ويسټ انډيز, يوګانډا او پاپووا نيو ګيني لوبډلو تر څنګ ځای پر ځای شوې ده.

د دغه نړیوالو سیالیو کوربه توب په ګډه امریکا او وېسټ انډيز ته ورکړل شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې امریکا ته د کرېکټ د دومره سترو او نړیوالو سیالیو کوربه توب ورکول کېږي.

د امریکا متحده ایالاتو کې په دې وروستیو کې کرېکټ په غوړېدو دی، تېر کال څو سوداګریز لیګونه وشول چې د افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په ګډون ځینو نور افغان لوبغاړي هم وربلل شوي وو.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا او کاناډا د کرېکټ لوبډلې، دې لوبه کې امریکا برلاسي وه

امریکا ته د کرېکټ سترو سیالیو سره هم مهاله د افغانستان کرېکټ بورډ یو پخوانی چارواکی نور محمد مراد د امریکا د کرېکټ بورډ اجرائیه رییس هم ټاکل شوی.

د کرېکټ په شل اوریز را روان نړیوال جام کې لومړۍ لوبه هم د امریکا ده.

دا لوبې چې پنځه میاشتې وروسته د جون په لومړۍ نېټه پېلیږې امریکا به د کاناډا پر وړاندې په خپل کوربه توب لومړي نړیوال جام کې دې مهمې سیالۍ ته ښکته کېږې.

د نړیوال جام پای لوبه بیا د همدې جون میاشتې پر ۲۹مه نېټه د وېسټ انډيز په باربادوس کې پلان ده.

د افغان لوبډلې د لوبو مهالوېش

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان به د نورو تر څنګ له نیوزلنډ سره هم لوبه لري چې کله یې ماته نده ورکړې

د دغه نړیوال جام لپاره لوبډلې په څلورو ډلو وېشل شوي، چې هره ډله کې پنځه – پنځه لوبډلې دي.

  • الف ډله: هند، پاکستان. ایرلنډ، کاناډا، امریکا
  • ب ډله: انګلنډ، اسټرالیا، نمبیبا، سکاټلنډ، عمان
  • ج ډله: افغانستان، نیوزلنډ، وېسټ انډيز، یوګانډا، پاپووا نيو ګيني
  • د ډله: سویلي افریقا، شري لنکا، بنګله دېش، نیدرلنډز، نیپال

د اعلان شوي مهالوېش له مخې، افغانستان د جون پر درېیمه له یوګانډا، د جون په اوومه له نیوزلنډ، د جون په ۱۳مه له پاپووا نيو ګيني، د جون په ۱۷مه له کوربه وېسټ انډیز سره لوبې لري.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام پر مهال هند کې د کرېکټ ځینې افغان مینه وال

د افغانستان ټولې لوبې په وېسټ انډيز کې پلان دي، دغې چارې په امریکا کې د مېشتو ځينو افغان مینه والو غبرګونونه هم پارولي.

د ډېرو په اند د کرېکټ نړیوالې شورا باید د افغان لوبډلې ټولې یا ځینې لوبې امریکا کې هم پلان کړې وی چېرې چې افغان نندارچیان ډېر دي.

د محمد الیاس په نوم یوه کس بي بي سي پښتو ته وویل "مونږ، خپل او خپلوان او کورنۍ مو له هغه مهال راهیسې چې وویل شول نړیوال جام به امریکا کې کېږي خوښ وو، چې ښه ده خپله لوبډله به له نږدې وګورو خو له بده مرغه چې زمونږ دا ارمان لکه بیا نیمګړۍ پاتې شو."

هغه وايي امریکا کې ډیری افغانان د نړیوالې شورا دې پرېکړې خفه کړي دي.

د کرېکټ نړیوالې شورا بیا هند او پاکستان ته ټولې لوبې په امریکا کې ورکړې دي.

ایا د افغانستان لوبې امریکا ته بدلیدی شي؟

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

تر اوسه د شل اوریز په یوه نړیوال جام کې د یوې لوبې میدان بل ښار ته بدل شوی خو دا چاره په کرېکټ کې ډېره نه ده شوې.

په ۲۰۱۶م کال کې چې د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام په هند کې کېده، د پاکستان او هند تر منځ لوبه د امنیتي اندېښنو له کبله دهرامشالا څخه کلکتې ته بدله شوې وه.

پاکستان همدا تېر ۲۰۲۳م نړیوال جام کې هم د (چنای او بنګلور) میدانونو د بدلېدو غوښتنه کوله خو دا هیله یې نه یې د کرېکټ نړیوالې شورا او نه هم د هند کرېکټ بورډ منلې وه.

پاکستان د کرېکټ له نړیوالې شورا غوښتنه کړې وه، چې که له افغانستان سره لوبه چې په چنای کې پلان وه بنګلور ته بدله کړې او د اسټرالیا سره لوبه د بنګلور پر ځای چنای کې وکړي.

په ښکاره پاکستان دا بدلون د افغانستان له ورو بالرانو چې چنای میدان ورته لا ښه جوړ دی مطرح کوله.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان دا وار له مخه وړاندوینه بې څه هم نه وه او په همدې لوبه کې بیا افغانستان پاکستان ته تاریخي ماته ورکړه.

د کرېکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې د یوې لوبې ډګر بدلیدل یوازې د دوه دلایلو له کبله ممکن دي، لومړی هغه یې امنیتي ستونزې او دویم دا چې که هغه لوبغالی د نړیوالو لوبو جوګه نه وي.

دې ته په کتو به د افغانستان لوبې له اعلان شوې مهالوېش سره سم ټولې په وېسټ انډیز کې کېږي.

هڅه مو وکړه چې په وېسټ انډیز کې د افغانستان د لوبو په اړه د افغان کرېکټ بورډ نظر هم ولرو خو بریالي نه شوو.

پای لوبې ته د رسېدو لار

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انګلنډ د ۲۰۲۲م کال شل اوریز نړیوال جام د اتلولۍ ګټلو ویاړ لري

د پورته هرې ډلې له منځه به د سر دوه لوبډلې بل پړاو ته چې اته غوره لوبډلې یا (سوپر اېت) یې بولي وځي.

د اتو غوره لوبډلو له منځه به څلور نیمه پایلوبې او د هغوی له منځه به د سر دوه غوره لوبډلې پای لوبې ته ځان رسوي.

د ۲۰۲۲م کال شل اوریز نړیوال جام اتلولي انګلنډ ګتلې وه او انګرېزان به سږ کال د خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

هغه جام د اسټرالیا په کوربه توب شوی وو.