پر غزې بمبارۍ کې ملکیان وژل شوي
پر غزې بمبارۍ کې ملکیان وژل شوي
د خپرېدو وخت
غزه کې پر المغازي کډوالو پنډغالي د اسرائيلو هوايي ګوزارونو کې د حماس روغتيا وزارت په وينا لږترلږه ۷۰ فلسطینيان وژل شوي دي.
د الاقصی روغتون بهر، چې ډېر قربانيان وروړل شوي، په مړو ډکې کڅوړې ليدل شوې دي.
اسرائيلو ويلي د دغې پېښې پلټنه کوي.
دا مرګونې بمبارۍ داسې مهال شوې، چې د نيول شوې لوېديځې غاړې بیت لحم او د فلسطین نورو سيمو کې د عيسی علیه السلام زېږېدو ورځې تت مراسم لمانځل شوي دي.
د بي بي سي خبريال جو اېنووډ وروستۍ پرمختياوې څارلې دي.



