کونړ کې د طالبانو او پاکستاني سرتېرو ترمنځ نژدې "یو ساعت نښته شوې"

د عکس سرچینه، Getty Images
له کونړه رپوټونه وايي، چې دغلته په سرکاڼو ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نژدې "یوه ساعت نښته شوې."
په سیمه کې دوه سرچینو بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي، نښته هغه مهال پیل شوه چې د پاکستان سرحدي ځواکونو په سیمه کې "اغزن تار جوړاوه" او طالب ځواکونو یې مخنیوی کړی.
تر دې مهاله په دې نښته کې د احتمالي مرګژوبلې په اړه څه مالومات نه دي تر لاسه شوي.
پاکستاني لوري هم تر اوس په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یوې سرچېنې په وینا، پېښه د سرکاڼو په ګنجګل سیمه کې شوې او دواړو غاړو پر یو بل پرله پسې سپکې او درنې ډزې کړې، خو اوس درېدلي دي.
دغه سرچینه زیاتوي، چې پاکستاني لوري له تېرو دریو - څلورو ورځو راهیسې هڅه کوله چې هلته د "اغزن تار یوه برخه بېرته ورغوي" خو طالبانو یې مخه نیوله او له همدې امله جګړه شوې ده.
پاکستان نژدې پر ټوله ډیورنډ کرښه اغزن تاره تېر کړی او ځای ځای یې پوستې هم جوړې کړې دي.
د دغه تار پر سر د جمهوریت پرمهال هم ځینې وخت نښتې شوې دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکي دا وروستیو خراب شوي دي.
نن اتمه ورځ ده، چې پاکستاني چارواکو په تورخم کې د اوښتو لپاره د لویو لاریو موټر چلوونکو ته ویزې شرط کړې او له همدې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري درېدلې ده.
د یوه بل رپوټ له مخې، د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې یوې چاودنې درې کسان په یوه کور کې وژلي دي.
په کونړ کې د طالبانو یو چارواکی وايي، دغه چاودنه له هغو چاودېدونکو موادو رامنځ ته شوې چې له پخوا په دغه کور کې ساتل شوي وو.
په دې اړه نور جزئیات نه دي شریک شوي.





















