تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سوریې حکومت دغه هېواد کې د بيبيسي د فعالیت جواز لغوه کړ
د سوریې حکومت د هغه څه له کبله چې دوی "مغرضانه او ګمراه کوونکي رپوټونه" بللي، دغه هېواد کې د بيبيسي فعالیت لغوه کړی دی.
د سوریې اطلاعاتو وزارت ویلي دغه شبکه د "مسلکي معیارونه" په مراعاتولو کې پاتې راغلې.
بيبيسي په دې وروستیو کې داسې یو رپوټ خپور کړی و چې د کاپتاګون په نوم د امفتامین نشهيي په کاروبار کې د بشار الاسد د کورنۍ ښکېلتیا ښيي.
بيبيسي وايي خپل کار د بې طرفۍ اصولو او د مسلکي خپلواکۍ پر بنسټ په مخ وړي.
د دې شبکې یوه ویاند ویلي "موږ مختلفو سیاسي پاړکو کې له بېلابېلو اشخاصو سره خبرې کوو چې حقایق مستند کړو."
د بيبيسي عربي څېړنیز رپوټ چې تېره میاشت خپور شوی، په دې اړه شواهد موندلي و چې د کاپتاګون د سوداګرۍ، د سوریې پوځ د جګپوړو جګپوړو چارواکو او د ښاغلي اسد د کورنۍ ترمنځ تړاو موجود دی.
کاپتاګون د رواني نارامۍ د یو ډول درملو سوداګریز نوم دی چې لومړی ځل په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې د یوه جرمني شرکت لخوا تولید شوي وو.
دا توکي ډېر روږدي کوونکي دي.
د سوریې حکومت د دغو توکو سوداګرۍ کې خپله هر ډول ښکېلتیا رد کړې ده.
خو د امریکا متحد ایالتونه، بریتانیا او اروپايي ټولنه د سوریې حکومت د دغو توکو د تولید او صادولو مسوول ګڼي.
دوی دا هم وايي چې د ښاغلي اسد خپلوان د دغو توکو په سوداګرۍ کې لوی لاس لري.
د سوریې حکومت خپل بیان کې مشخصآ د کاپتاګون اړوند د بيبيسي د رپوټ یادونه نه ده کړې.
په دې اعلامیه کې راغلي چې بي بي سي په ۲۰۱۱ کال سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې وخت نا وخت د دغه هېواد په تړاو "جعلي مالومات" خپروي.
اعلامیه کې زیاته شوې، که څه هم بي بي سي ته "له یو ځل زیات" په دې تړاو خبرداری ورکړ شوی، خو دغه رسنۍ "د ترهګرو سازمانونو او د سوریې دښمنه افرادو د بیانونو له مخې... د خپلو ګمراه کوونکو رپوټونو خپرولو ته دوام ورکړی".
بي بي سي بیا د سوریې حکومت د دغه تور په ځواب کې ویلي چې "د عربي-ژبې نړۍ لروبر به خپلو مخاطبانو ته د بې پرې خبرونو او مالوماتو رسولو ته دوم ورکړي."
د سوریې لخوا که څه هم د یوې نړیوالې رسنۍ د فعالیت د لغوه کېدو پېښه کمسارې ده، خو دغه جګړه ځپلی هېواد د بې پولې خبریالانو لخوا د رسنیو د ازادۍ د نوملړ له یو سلو اتیاوو ۱۷۵م ځای لري.