اسرائیلي مظاهرهچیانو غزې ته د مرستو بار لارۍ بندې کړې دي
اسرائیلي مظاهرهکوونکو د دوشنبې په ورځ غزې ته د مرستو لارۍ بندې کړې، د خوراکي توکو بستې یې سړک ته غورځولې او په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې یې د غلو دانو کڅوړې خلاصې کړې.
دغه لارۍ چې د حبرون په لوېديځ کې د ترقوميه په پوسته کې ولاړې وې، له اردن څخه راغلې او د غزې تړانګې ته رسول کېدې، چې هلته خلک بشري مرستو ته سخته اړتيا لري.
سپینې ماڼۍ دغه برید غندلی او د مرستو د کاروانونو لوټ کول یې "بشپړ شرم " بللی دی.
د راپورونو له مخې، د لاریون تر شا ډلې ویلي چې دوی په غزه کې د اسرائیلي یرغمل شویو پرله پسې توقیف پر ضد مظاهرې کوي.
په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوي نا تایید شوي انځورونه او وېډیو کلیپونه ښيي چې لاریونیان له لاریو بکسونه ځمکې ته راښکته کوي او کله چې دوی رالوېږي پر سر ټوپونه وهي.
په ځینو ویډیوګانو کې ښکاري چې ماښام ناوخته موټرو ته اور اچول کېږي. بيبيسي ته په خپلواکه توګه دا خبره نه ده تایید شوې.
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د Tzav 9 فعالې ډلې د لاریون د تنظیمولو مسؤلیت په غاړه درلود.

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس سرچینه، Getty Images
اسرائیلي رسنۍ دا یوه ښۍ اړخې ډله ګڼي چې غزې ته – چې اسرائیلي یرغمل شوي همالته دي، د بشردوستانه مرستو لېږد ودروي.
یوې مظاهره کوونکې اېاېفپي خبري اژانس ته وویل چې هغه د دوشنبې په ورځ د تلاشۍ په پوسته کې وه ځکه چې هغې اورېدلي چې د مرستې لارۍ "د حماس لاسونو ته لوېدونکې دي، چې هغوی هڅه کوي نور سرتېري او نور اسرائیلي وګړي ووژني".
۳۳ کلنې هانا ګیات ویلي تر هغه چې اسرائیلي برمته شوي "روغ او ژوندي" نه وي راستانه شوي، "هېڅ خوراک باید غزې ته ولاړ نه شي".
په یوه بیان کې چې د "یروشلم پوسټ" لخوا نقل شوی، Tzav 9 د لاریون کوونکو ځینې کړنې رد کړې او ویلي یې دي چې "نن داسې اعمال ترسره شوي چې زموږ د غورځنګ له ارزښتونو سره سمون نه لري".
د غزې جګړه؛ ملګري ملتونه وايي يو کارکوونکی يې وژل شوی دی

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګري ملتونه وايي د غزې په جنوب کې يې يو کارکوونکی وژل شوی او يو بل له ټپي کېدو وروسته روغتون ته لېږدول شوی دی.
په همدې حال د ملګرو ملتونو د راپور له مخې وروسته له هغه چې اسرائيلو د رفح اوسېدونکو ته له سيمې د وتلو او د غزې شمال کې د عملياتو پيلولو امر کړی، د غزې ۲۰ سلنه وګړي يو ځل بيا بېځايه شوي دي.
د راپور له مخې د ملګرو ملتونو کارکوونکي په يوه موټر کې د رفح ښار ته څېرمه يوه اروپايي روغتون ته روان وو چې بريد پرې وشو.
ملګرو ملتونو لا د بريد په اړه څه نه دي ویلي چې چا کړی دی.
د ياد سازمان مشر انتونيو ګوتېرېش د کارکوونکي د مړينې له کبله د هغه له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د ملګرو ملتونو يوه وياند فرحان حق ويلي، "سرمنشي د ملګرو ملتونو پر کارکوونکو ټول بريدونه غندي او د بشپړې پلټنې غوښتنه کوي."
د اسرائيلو پوځ ويلي د ملګرو ملتونو له خوا ورته د پېښې په اړه خبر ورکړل شوی دی.
د اسرائیلو پوځ وايي، لومړني معلومات ښيي چې دغه موټر د جګړې په سيمه کې په نښه شوی دی.
خو د اردن د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د غزې په جنوبي ښار رفح کې د ملګرو ملتونو پر موټر بريد چې يو کس په کې وژل شوی او د ملګرو ملتونو بل اردنی کارکوونکی په کې ټپي شوی په کله غندلی دی او دا يې په رفح کې د پوځي عملياتو د پراخولو نتيجه ښودلې ده.
په يوه بله اعلاميه کې ښاغلي ګوتېرېش اعلان کړی چې په غزه کې د جګړې له پيل راهيسې د ملګرو ملتونو له ۱۹۰ زيات کارکوونکی وژل شوي دي.
د غزې په شمال او جنوب کې جګړه تېزه شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې حال کې چې اسرائيل پر رفح خپلو بريدونو ته دوام ورکوي، ګڼ شمېر فلسطيني وګړي د غزې په جنوب کې له ګڼ مېشتي ښار رفح څخه تښتېدلي دي.
په همدې حال د غزې په شمال کې هم جګړې يو ځل بيا زور اخيستی دی.
ملګري ملتونه وايي، د اسرائیلو له خوا د وتلو امرونو او پوځي عملیاتو د مرستو هڅې سختې له خنډ سره مخامخ کړې دي.
د ملګرو ملتونو په وينا، په غزه کې ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره لاس او ګريوان دي.
وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن خبرداری ورکړی و چې پر رفح د اسرائیلو پراخ برید به پرته له دې چې حماس ختم کړي، "تباه کوونکی" وي. نوموړی ويلي وو، په جګړه کې د وژل شویو ولسي خلکو شمېر د حماس ډلې په لیکو کې د وژل شویو پر تله ډېر دي.
سپینې ماڼۍ هم ويلي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سولیون هم له خپل اسرائیل سیال تساهي هنګبي سره په ټیلیفوني اړیکه کې ورته اندېښنه ښودلې ده.






















