روغتیايي خدماتو ته د ټولو د لاسرسي نړیواله ورځ؛ افغانستان په کوم حالت کې دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
نن روغتيايي خدماتو ته د ټولو د لاسري نړیواله ورځ ده. ملګري ملتونه وايي، د دغې ورځې موخه پیاوړو مقاومو روغتيايي نظامونو ته د اړتیا په تړاو د هېوادونو د وګړو د اړتيا په تړاو پوهاوی دی.
په دې ورځ عمومي روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي ننګه کوونکي هڅه کوي چې د هغو وګړو غږ پورته کړي چې روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري. هغوی له حکومتونو غواړي چې د روغتيا په برخه کې پانګونه ډېره کړي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې حتی لومړني روغتيايي خدمات پکې له جدي ګواښ سره مخ دي. له دې وړاندې د روغتيا نړیوال سازمان هلته روغتيايي سیستم د ماتې په ژۍ ولاړ بللی و.
له ننه پنځه کاله وړاندې ملګرو ملتونو د ډسمبر دوولسمه روغتيايي خدماتو ته د ټولو د لاسرسي نړیواله ورځ ونوموله. ملګرو ملتونو ویل چې د دغه ګام موخه يې د نړۍ ټولو وګړو ته د روغتيايي خدماتو برابرولو په برخه کې د هڅو چټکووالی او د پوهاوي لوړوالی دی.
د ملګرو ملتونو په وینا کورونا وبا وښودله چې روغتيايي خدماتو ته د هر چا لاسرسی او روغتيايي امنیت داسې موخې دي چې په هر ځای کې هر څوک روغتيايي خدماتو ته لاسرسی ولري. د دغه هدف له مخې روغتيايي نظام هغه مهال سم دی چې هر څوک چې هر ځای اوسېږي او د دوی اقتصادي حالاتو ته له پام پرته ټولو ته د لاسرسي وړ وي.
په برابر روغتيايي خدماتي نظام کې باید ښځې، ماشومان، لوړ عمره وګړي او زیان منونکي لومړيتوب ولري ځکه دوی د روغتيايي پالنې او پام په برخه کې له خنډونو سره مخ وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ټولو ته د روغتيايي خدماتو د لاسرسي د ورځې په مناسبت ملګري ملتونه له ټولو هېوادونو غواړي چې په دې برخه کې ډېر کار او پانګونه وکړي.
په افغانستان کې که څه هم د حکومت له خوا خلکو ته د وړیا روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو ژمنه شته خو په دغه هېواد کې په ټوله کې روغتيايي نظام تل د ځوړتیا په ژۍ و.
د روان کال په پیل کې د روغتيا نړیوال سازمان ویلي وو چې د افغانستان روغتيايي نظام له جدي ننګونو سره مخ دی.
دغه سازمان دا هم ويلي وو چې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې روغتيايي سیستم وده کړې وه او د عمر اوسط لوړ شوی، د مور او ماشوم مړینې هم په کمساري ډول کمې شوې وې خو د تېر کال په اګست کې د افغانستان د دولت له سقوط او د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو سره دغه سیستم له جدي ننګونو سره مخ شوی.
د روغتیا نړيوال سازمان يې لامل د بهرنیو بسپنو او مرستو درېدل بللي وو. دغه سازمان ويلي وو چې هغه سیستم چې په ټول هېواد کې مېلیونونو وګړو ته روغتيايي خدمات برابروي کارکوونکي يې په میاشتو د معاش له نشتوالي ځورېدلي او روغتيايي بنسټونه د درملو، تېلو او خوړو له کمبود سره مخ شوي.
د روغتیا نړیوال سازمان پر مرستندویانو غږ کړی و چې په هره کچه چې کولی شي د دغو خدماتو ملاتړ وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دوې میاشتې وړاندې لانسېټ معتبرې روغتیايي خپرنۍ هم په یوه راپور کې ویلي وو چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې له روغتيايي سکتور سره په کېدونکو مرستو کې ځنډ په تېرو دوو لسیزو کې لاسته راوړنې د له منځه تګ له ګواښ سره مخ کړې.
د دغې خپرنۍ په وینا روغتيايي خدماتو ته د نجونو او ماشومانو لاسرسی د ځانګړې اندېښنې لامل و.
په تېره بیا له محرم پرته د ښځو پر تګ راتګ بندیزونو هم دغو خدماتو د ښځو پر لاسرسي اغیز کړی؛ که څه هم د یو شمېر روغتيايي پروګرامونو له تموېلېدو او د جګړې له کمېدو سره بیا دغو خدماتو ته په ځینو برخو کې د ښځو لاسرسی ډېر شوی هم دی.
افغانان په تېره بیا له وروستۍ وچکالۍ هم ځورېدلي او محصولات او مالونه يې اغېزمن شوي.
د روغتيا د نړیوال سازمان په وینا دا او ورسره د خوړو د بیو لوړوالي او عمومي خدماتو کې ننګونو د دغه هېواد کابو نيمايي وګړي د خوړو له جدي ناامنۍ سره مخ کړي.





















