د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرېکټ بورډونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د ویډیو تشریح، د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرېکټ بورډونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرېکټ بورډونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د خپرېدو وخت

د افغان کرېکټ بورډ اجراییوي مشر نصیب خان وايي له متحده عرب اماراتو سره یوې هوکړې ته رسېدلی چې د پنځو کلونو په موده کې به افغانستان د متحده عربي اماراتو په لوبغالو کې د کرېکټ لوبو کوربتوب کوي.

هغه وايي د دغه څه لپاره متحده عربي اماراتو  افغانستان ته هغه سل زره ډالر هم وربښلي چې وړاندې یې د یوې لوبې په بدل کې د اجازه لیک په نوم ترې غوښتنه کوله.

د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر ویلي، له دې هوکړې سره به امارات له افغانستان سره د ویزو په اسانولو کې هم مرسته کوي څه چې پخوا ورسره افغان کرېکټ بورډ وخت ناوخت له ستونزو سره مخ کېده، ورسره به په بانکي چارو کې هم اسانۍ وي ځکه افغانستان له لویه سره دا مهال له نړیوالو بانکو سره په ستونزمن حالت کې دی.

د دغې هوکړې پر بنسټ به افغانستان د عرب اماراتو له لوبډلې سره په کال کې درې شل اوریزې لوبې کوي.

د نصیب خان په وینا ددې هوکړې له لاسلیک سره به افغان کرېکټ بورډ پر هغو لوبو له سره غور کوي چې وړاندې د ځای او نورو اسانتیاو له کبله ځنډېدلې وې.

افغانستان تېر کال په قطر کې د هالنډ لوبډلې کوربتوب کړی و. د افغان کرېکټ بورډ چارواکو په پرلپسې ډول ویلي و چې د کوربتوب لپارد ځای او نورو چارو  کې له ستونزو سره مخ دي.

افغان کرېکټ بورډ وايي له عرب اماراتو سره  دا هوکړه ورته د سفري اسانتیاو ور هاخوا د پیسو په سپما کې هم یوه مهمه لاس ته راوړنه ده.