د کرېکټ نړیواله شورا: افغانستان د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته لار ومونده

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرېکټ نړیوالې شورا اعلان کړی چې افغانستان په هند کې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر او نومبر کې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لپاره وتلی دی.
د غوراوي په سیالیو کې د افغانستان او شري لنکا ترمنځ لوبه کې افغان لوبډلې ته پنځه پواینټونه ورکړل شول چې د ټولو هغو شمېر یې ۱۱۵ ته ورسېد.
د کریکټ نړیوالې شورا له دغې لوبې وروسته په خبرپاڼه کې ویلي "افغانستان په هند کې د یوه ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې ځای خپل کړی."
د افغانستان او شري لنکا ترمنځ د يو ورځنيو لوبو د لړۍ دويمه د باران له امله بې پايلې اعلان شوه خو دواړو لوبډلو ته پنځه-پنځه نومرې ورکړل شوې.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
افغان کرېکټ ستوري محمد نبي دغه اعلان ته په خپل لومړي غبرګون کې پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي "ټولو قدرمنو هېوادوالو او کرکټ مینهوالو ته دې راتلونکي ۲۰۲۳ کال پنځوس آوریز نړیوال جام ته د افغانستان مستقیمه کوالیفای مبارک وي."
د ۲۰۲۳ کال کرېکټ نړیوال جام کې به ۱۰ هېوادونه برخه اخلي. هند د کوربه هېواد په توګه وار دمخه ځای موندلی دی.
پاتې نهو هېوادونو کې به اووه د نړیوال سوپر لیګ له لارې ټاکل کېږي او دوه نور به د غوراوي له یوه بل پړاوه لار مومي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د سوپر لیګ لوبې
د کرېکټ د نړیوالې شورا ۱۲ دایمي غړي او هالنډ چې د دویمې درجې لوبډلې سیالۍ یې ګټلې وې د کرېکټ د نړیوال جام په سوپر لیګ سیالیو کې ځای شوي دي.
دلته به هره لوبډله څلور لوبلړۍ په خپل کور او څلور له کوره بهر کوي. خو ټولې لوبډلې له یوه بل سره نه مخامخېږي. د ساري په توګه افغانستان له انګلنډ، سویلي افریقا، نیوزیلنډ او ویسټ انډیز سره لوبې نه لري.
د هرې لوبې په ګټلو لوبډله ۱۰ پواینټونه ترلاسه کوي. که لوبه د باران له امله ونه شوه هره لوبډله پنځه پوایڼتونه اخلي. که د منډو له مخې هم مساوي شوه بیا به هم لوبډلې پواینټونه سره وېشي.

د عکس سرچینه، Getty Images
که کومې لوبډلې په ټاکلي وخت کې اوورونه ونه کړل نو په هر ناوخته شوي اوور یو پواینټ ترې کمېږي.
د ۲۰۲۳ کال په مې کې به د سوپر لیګ سیالۍ بشپړې شي.
هغه وخت به د پواینټونو له مخې د سر اووه لوبډلې او هند نړیوال جام کې ځای ومومي او پاتې پنځه لوبډلې به د دویمې درجې له درو نورو هېوادونو سره بخت ازمويي او د سر دوه لوبډلې به یې نړیوال جام ته غوره کېږي.





















