پر غزه د اسراییلو بمبارۍ:‌ د اسلامي جهاد درو مشرانو په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي

د خپرېدو وخت

اسراییلي پوځ د غزې تړانګه کې د اسلامي جهاد د وسله والې ډلې پر موخو هوايي ګوازرونه کړي دي. فلسطیني سرچینو بي بي سي ته ویلي اسراییلو د غزې په سوېل کې د اسلامي جهاد د وسله والې القدس لوا د درو مشرانو کورونه په نښه کړي دي.

فلسطیني روغتیايي سرچینو ویلي، په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ فلسطینیان وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي او ۲۰ نور ټپيان شوي.

د اسراییلي پوځ ویاند افیخای ادرعي ویلي "د اسراییلي پوځ او شاباک سازمان په ګډه غزه تړانګه کې د هغو عناصرو پر ضد چې په وروستیو میاشتو کې یې امنیت څپ ‌څپانده کړی، د تېره اونۍ توغندیو غچ اخیستو کې عملیات کړي."

ادرعي ددغو عملیاتو یوه وېډیو هم خپره کړې ده.

بله خوا، د اسلامي جهاد حرکت ویلي، د اسراییلو پرضد به خپل مقاومت روان وساتي.‌

حماس ویلي د هر ډول بریدونو مسؤولیت به د اسراییلو پر غاړه وي.

د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیة ویلي: "دوښمن پخپل اټکل کې تېروتی دی او د خپل جرم بیه به پرې کړي، یوازې مقاومت به هغه لاره غوره کوي چې ستمګر دوښمن ته درد وروسوي."

اسراییلو ویلي، غلاف غزه سیمه کې یې د لارو د بندېدو لپاره د امنیتي اغزن تار او بدیلو لارو ته د انتقال تګلوري بند کړي دي.

دوی کرم ابو سالم سوداګریزه لار او بیت حانون/ایرز هم تر دویم امر پورې بند کړي.

دا پوځي عملیات داسې مهال شوي چې تېره اونۍ د اسراییلو زندان کې د اسلامي جهاد د یوه مشر خضر عدنان له ۸۶ ورځو نه خوړو اعتصاب او مړینې وروسته د دواړو خواوو تر منځ له ترینګلتیا ډېرېدو راپدېخوا د فلسطیني ډلو او اسراییلو ترمنځ اوربند اعلان شو.‌

د شمېرو له مخې، اسراییلو خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړی دی.