اسراییل کې د اروپا ورځې مراسم د ښي اړخي وزیر د حضور مخالفت له کبله لغوه شول

د خپرېدو وخت

په اسراییلو کې د اروپايي اتحادیې استازولۍ د یوه ښي اړخي وزیر د حضور د مخالفت له کبله لغوه کړي دي.

په پام کې وه چې د اسراییلو د ملي امنیت وزیر ایتامار بن ګویر د سې شنبې په ورځ د خپل هېواد په استازولۍ د اروپا ورځې مېلمستیا کې وینا وکړي.

اروپايي ټولنې د اسراییلو له حکومته غوښتي وو چې دغو مراسمو ته یو بل استازی واستوي.

د اروپا ورځې مراسمو سمبالګر وايي، د خبرو د فرصت ورکولو مخالفت له هغو سره دی چې عقیدې او باورونه یې له اروپايي ارزښتونو سره په تناقض کې دي.

ښاغلي بن ګویر اروپايي ټولنه په غیردیپلوماتیک چلن تورنه کړې ده.

هغه وړاندې ویلي وو چې د اروپا ورځې مراسمو کې به یې خبرې (له جهاد او ترهګرۍ سره پر مبارزه) ورټولې وای او پر اروپايي ‌ټولنې د اسراییلو د پوځ او خلکو د ګټو خلاف د بودیجې د طرحو د تامین له کبله نیوکه کړې ده.

دې خبرو ته په غبرګون کې ځینو اروپايي سفیرانو ویلي وو، د اروپا ورځې مراسمو کې به ګډون ونه کړي.

د اسراییلي رسنیو په وینا، یوازې د پولنډ او هنګري سفیران - چې د ښي اړخو حکومتونو استازي دي – د بن ګویر له حضور سره موافق وو.

اسراییلو کې د بنیامین نتنیاهو په مشرۍ د نوي دولت له راتلو سره ګڼو اروپايي سفیرانو له بن ګویر او نورو ښي اړخو وزیرانو سره د هغوی د افراطي سیاستونو له کبله له کتلو ډډه کړې ده.‌

بن ګویر او د اسراییلو دغه وزیران د هغو عربانو د شړلو سیاست مخته وړي چې له اسراییلو سره دوستي نه پالي.

په ۲۰۰۷ کال پر دغه اسراییلي وزیر تور لګېدلی و چې د عربانو پرضد له تعصب ډکې پارونې کوي او د هغو ډلو ملا تړي چې اسراییل او امریکا یې ترهګرې بولي.

اروپايان د مې ۹مه د (اروپا ورځ) په توګه لمانځي. دا هغه ورځ ده چې په ۱۹۵۰ کال د اوسنۍ اروپايي ټولنې د بنسټ د ډبرې په توګه یو هیأت جوړ شو.