د افغانستان په هکله د انتالیا په غونډه کې 'د مدني فعالیتونو پر همغږۍ توافق شوی'
د ترکيې په انتالیا کې د افغانستان په اړه د جوړې شوې غونډې پر دویمه ورځ، چې د ډایلوګ او پرمختګ په نامه هم یادېږي، د ۱۴ مدني ټولنو استازو هوکړه وکړه چې د افغانستان د مدني ټولنو یوه ګډه ټولنه جوړه کړي.
ویل شوي چې د دې ټولنې د جوړولو موخه په افغانستان کې دننه او بهر د مدني فعالیتونو همغږي کول ده.
په نننۍ غونډه کې لسګونو کارپوهانو، د بشري حقونو فعالانو، ځینو دیپلوماتانو او خبریالانو په افغانستان کې د ښځو وضعیت، مدني فعالیتونه او د رسنیو وضعیت وارزاوه.
زموږ همکار ضیا شهریار چې په دې ناسته کې ګډون درلود په خپل رپوټ کې وايي، د غونډې ګډونوالو وپېیله چې د طالبانو له مخالفو سیاستوالو سره به هم خبرې کوي.
زموږ خبریال د غونډې یوه تنظیموونکي له قوله وايي، چې د یوه مشترک دفتر یا ادارې پر پرانیستلو هم توافق شوی دی، چې په وینا یې د هغو مواردو په هکله عملي کار پیل شي، چې توافق پرې شوی دی.
دغه تنظیموونکی وايي، په افغانستان کې دننه او له هېواده بهر مدني ټولنو یې هم غوښتي چې له دوی سره یو ځای شي.



