د سولې نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه وايي د خلکو ښیرازي او بشري حقونه تروړل شوي

د خپرېدو وخت

نن پنجشنبه (سیپتمبر ۲۱مه) د سولې له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ددغې ورځې په مناسبت ویانا کې ویلي، سږکال د سولې نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځي چې انسانان او د ځمکې کره مو له ستونزو سره مخ ده.

دی وایي روان کال د سیاسي، اقتصادي ټولنیزه او د اقلیم د ستونزو له کبله تر بل هر وخت زیات خلک د خپل کور کلي پرېښودو ته اړایستل شوي دي.

اور لګېدنې، سېلابونه، د ځمکې د تودوخې ډېرېدل، غربت، نا برابري، نا انصافي، نا باوري، تعصب او توپیرونه دا ټول هغه لاملونه دي چې سوله ګواښي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له دې حالته د وتو ښه لار د ۲۰۳۰ کال د يایېدونکې پراختیا موخو ته زغرده رسېدل ګڼي او دې هدف ته د رسېدو لپاره د نورو ترڅنګ د کم او زیات یو اعشاریه دوه میلیارده ځوان کهول ونډه هم ارزښتناکه ګڼي.

سوله پر یو بل د نه تېري، د نه جنګېدو او د ورورولۍ او برابرۍ فضا کې د ژوند کولو یو تړون دی، سږ کال د سولې نړیواله ورځ سولې لپاره د عمل تر شعار لاندې لمانځل کېږي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې دغه ورځ د سولې ارمانونو د غښتلي کولو لپاره بېله کړې.

د نوموړي سازمان مشر د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت وینا کې ویلي دا هغه ورځ ده چې ملګري ملتونه د ۲۴ ساعتونو لپاره په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه کوي او تمه کوي چې یوه ورځ نړۍ کې د تاوتریخوالي د پای شاهد واوسي.

مثبته سوله هغه ده چې اقتصادي خپلواکي پکې وي

دی وایي د وسلو د اېښولو سربېره د سولې لپاره نور ډېر څه ته اړتیا ده چې باید وشي او وایي ریښتونې سوله هله شونې ده چې د نړۍ د ټولو وګړو انساني حقونه پر ځای شي:

"سوله یوازې د حکو متونو مسولیت نه دی، سوله ټولو پورې اړه لري. دلته چې موږ نن را ټول شوي یو سوله په کلي، سیمه او نړۍ کې تر برید لاندې ده، همدا راز د تور ذهنو ناسمو معلوماتو هم د خلکو په ذهنونو کې د سولې پر وړاندې کرکه پیدا کړې، دلته هلته یوه په بلې پسې د خال خال جګړو زهرو نړۍ اغېزمنه کړې چې له کبله یې د میلونونو انسانانو ژوند ګواښل کېږي. د خلکو ښیرازي او بشري حقونه تروړل شوي، نو که موږ ټول سره لاسونه ور کړو ددغه حالت مخه نیولی شو".

په حقیقت کې سوله څه ده، یوازې له یو بل نه د ټوپک د شپیلۍ اړول او له امنیتي پلوه په ارامه ویدېدل که تر دي اخوا پراخ مفهوم لري، په اړه یې کاناډا مېشتې د بشري حقونو فعاله او پوهنتوني استاده شبنم صالحي وايي:

"سوله یوازې د اوربند په معنا نه ده،‌ د سولې اوسني تاریخ کې مثبته سوله هغه ده چې اقتصادي خپلواکي پکې وي، ‌د بشر حقونو او د وګړو د حقونو او ازادۍ تامین پکې وي".

اوس په افغانستان کې له څه باندې څلورو لسیزو وروسته نسبي امن راغلی، خو د ولس غوڅ اکثریت د رواني، اقتصادي او د تعلیمي امنیت په خاصه توګه د ښوونې له حقه د نجونو د محرومیت له کبله کړېږي.

دا چې د سولې نړیواله ورځ د هغو لپاره چې له ښوونځیو او پوهنتونو نه پاتې شوی دي، په څه مانا ده، په اړه یې جلیله لغمانۍ وايي:

"سوله په دې معنا نه ده چې جګړې دې نه وي، اوس زما پوهنتون بند دی، درسونه مې بند دي، که ارامه ژوند ونه لرو دا خو سوله نه شوه. بهر ته وتلو باندې بندیز راباندې لګول شوی، ښوونځی او پوهنتون بند دی، دا سوله نه ده".

یو خوست مېشتی پوهنتوني پخوانی استاد حضرت الله ستومان بیا وایي دده لپاره سوله له خپلې کورنۍ سره له وېرې او ترهې پرته فضا کې د ژوند کولو په مانا ده:

"زما لپاره سوله دا ده چې له خپلو بچیانو او کورنۍ سره له سهاره تر ماښامه او ماښام تر سهاره په ارامه او سوله ییز ډول په خوندوره فضا کې ژوند وکړای شم. هېڅ ډول وېره او ترهه نه وي".

د ملګرو ملتونو سرمنشي د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت د خپلو خبرو په دوام ویلي، د ځمکې له مخې د جګړې د ټغر ټولول، د طبیعي ډالیو ژغورل د هر انسان د انساني حقونو او کرامت ساتنه عمل ته اړتیا لري.

دی وایي دیپلوماسي، خبرې اترې او همغږي هغه وسایل دي چې هر وخت کارېدلی او د شخړو په غوڅولو کې کارنده رول لوبولی شي. همدا راز دی وایي د هغو میلیونو انسانو د ژغورنې لپاره عمل ته اړتیا ده چې نن سبا د جګړې په اور کې سوځي، خو ښایي له ډېرو سره په ذهن کې دا پوښتنه هم وي چې د نړیوالو اونیو او ورځو لمانځل یانې څه؟

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې لخوا د سولې نړیواله ورځ له اوسه ۴۲ کاله وړاندې په ۱۹۸۱ کال کې نړۍ ته ور وپېژندل شوه او دوه لسیزې وروسته عمومي اسامبلې د رایو په اتفاق دغه ورځ د عدم تشدد او د اوربند د مودې په نوم ونوموله.

سږکال کې ددغې ورځې لمانځنه د سپتمبر په ۱۴ د سولې د زنګ په وهلو سره پیل شوه.