د سعودي عربستان یوې لوبډلې رونالډو سره د میلیونونو ډالرو تړون لاسلیک کړ؛ ده په تېروتنه سعودي افریقا وباله

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړۍ اوڅار فوټبال لوبغاړي کریسټیانو رونالډو د سعودي عربستان له النصره نومي یوه فوټبال کلب سره د میلیونونو ډالرو تړون لاسلیک کړ. ده هلته خپلې لومړنۍ خبرې غونډې ته د خبرو پر مهال په تېروتنه د سعودي عربستان پر ځای سویلي افریقا نوم یاد کړ.
رونالډو وویل "دا زما د کار پای نه دی چې سویلي افریقا ته راځم."
هغه دا خبرې داسې مهال کولې چې د دریځ تر شا په ځړېدلې لوحه لوی لیکل شوي وو "سعودي عربستان ته ښه راغلاست"
د سعودي چارواکي ښايي پر دې تېروتنه خوښ نه وو خو نه یې غوښتل دا ټکی د بحث وړ وګرځي نو ځکه د سعودي هغو وګړو د زړه له تله د سعودي په مرصول پارک کې د فوټبال دغه ستوري ته په ژیړو کمیسونو کې چې د هغه کلب یې کاروي، هرکلی ووایه.
یو شمیر ټوېټر کاروونکو د ټوکو په ډول دا بحث راپورته کړ.
د په نوم یوه کاروونکي لیکلي " د ۲۰۰ یورو په اخیستو اړتیا نه شته چې د یوه هیواد نوم دې وپېژنې، رونالډو سویلي افریقا ته ښه راغلاست"
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د رپوټونو له مخې، د فوټبال دغه وتلي لوبغاړي معاش ۲۰۰ میلیونه ډالر یا ۱۷۷ پونډه ښودل شوی چې د یوه فوټبالر تر ټول لوړه تنخوا بللی شي.
که څه هم دا یوازې د ژبې ښوېیدل وو خو د سویلي افریقا د فوټبال مینه والو لپاره د یوې خیالي نړۍ جوړېدل هم دي چې د دنیا یو مشهور ستوری دې یې یوه سیمه ایز کلب ته ورشي.
د سویلي افریقا د سیالنۍ ادارې چارواکي هیله لري، دا فوټبال ستوری به یو وخت د هغه هېواد په موزس مابیدا لوبغالي کې راڅرګند شي چې په ساحلي ښار کې د ۲۰۱۰کال نړیوال جام لپاره جوړ شوی و.
د سویلي افریقا فکاتي نومي یوې خبري پاڼې دا هېښوونکې تېروتنه یاده کړې خو د فوټبال د لوبو خبریال جونټي مارک په خپله تبصره کې لیکلي " ښايي په تورو کې داسې څه وي چې چا د سویلي افریقا او سعودي نومونه سره نږدې کړي خو دا ډېره حیرانوونکې ده چې رونالډو په خپله لومړۍ خبري ناسته کې د کوربه هېواد نوم سم یاد نه کړ"
د عرب نړۍ ټوېټر کاروونکو بیا دا یوه ډېره وړه خبره بللې او لیکلي یې دي "پروا نه لري، ټول تېروتنه کوو"
د بي بي سي عربۍ څانګې خبریال احمد روبا وايي، پر ټوېټر د خلکو ډېر پام پر فوټبال دی.
النصر کلب تمه لري چې رونالډو به لوبې ورته وګټي نو ځکه خو د دا وړ خبرو پروا نه کوي او پر ټوېټر یې ولیکل، " نن ټول خوښ یو"
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
دغه کلب د رونالډو هغه ویډيو هم خپره کړې چې دی پکې ښکاري، سعودي عربستان ته رسېږي. ښايي غوښتل به یې ښکاره کړي چې سویلي افریقا کې نه دی، بلکې سعودي کې دی.
کریسټیانو رونالډو پر تېلو مړه پاچاهۍ کې د خپل نوي ژوند برخلیک ته شېبې شمېري.
هغه ویلی، " په اروپا کې زما کار بشپړ شو. ډېر څه مې ګټلي، د اروپا مهمو کلبونو کې ولوبېدم. اوس زما لپاره د ننګونو بل پړاو دی"





















