''که خلک د ټاکنو له لارې مولوي هبت الله خپل مشر وټاکي، د رایو درناوی به یې وکړم''

د ویډیو تشریح، .
''که خلک د ټاکنو له لارې مولوي هبت الله خپل مشر وټاکي، د رایو درناوی به یې وکړم''
د خپرېدو وخت

د افغانستان د مقاومت ملي جبهې په نامه د ټلوالې مشر احمد مسعود وايي، که د افغانستان خلک په ازادو او مشروع ټاکنو کې مولوي هبت الله اخوندزاده خپل مشر وټاکي، دی به د خلکو رایو ته درناوي وکړي.

د طالبانو دا مخالف مشر چې له هېواده بهر ژوند کوي، یو ځل بیا هغه تور رد کړی، چې "د مقاومت ملي جبهه د یوه قوم یا یوه ولایت اړوند ده."

د بي بي سي له خبریال ضیا شهریار سره خبرو کې ښاغلي مسعود هغه شونتیا چې ښايي روسیه او ایران طالبان په رسمیت وپېژني، د هغو په ګټو پورې غوټه کړه او د هغوی داخلي موضوع یې وبلله.