سولېوان: ډېر څه پر ایران او د دوی له ملاتړه برخمن حوثي یاغیانو پورې اړه لري

د ویډیو تشریح، سولېوان: ډېر څه پر ایران او د دوی له ملاتړه برخمن حوثي یاغیانو پورې اړه لري
سولېوان: ډېر څه پر ایران او د دوی له ملاتړه برخمن حوثي یاغیانو پورې اړه لري
د خپرېدو وخت

امریکا د ملي امنیت سلاکار وايي، واشنګټن په یمن کې د حوثي یاغیانو پر اهدافو له وروستیو پوځي بریدونو سره سره په منځني ختیځ کې د کړکېچ کمولو ته لېواله دی. جېک سولېوان د داووس په نړیوال اقتصادي فورم کې د وینا پر مهال وویل، ډېر څه پر ایران او د هغوی له ملاتړه برخمن حوثي یاغیانو پورې اړه لري. هغه ډله چې سره سمندرګي کې پر کښتیو بریدونه کوي. ښاغلي سولېوان د عراق له لومړي وزیر سره هم کتلي او د دوشنبې په ورځ پر عراقي کردستان د ایران د توغندیو د برید په اړه غږېدلی. د بي بي سي د اقتصادي چارو خبریال فیصل اسلام له سوس نور حال لري: