سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او زېلېنسکي ترمنځ ناندرۍ: کومې خبرې تبادله شوې؟
سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او زېلېنسکي ترمنځ ناندرۍ: کومې خبرې تبادله شوې؟
د خپرېدو وخت
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د اوکرایین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ترمنځ د جمعې پر ورځ سپینه ماڼۍ کې د غونډې پر مهال توندې خبرې تبادله شوې. دوی د اوکرایین ځینو نادره طبیعي منرالونو ته د امریکا د لاسرسي په تړاو د هوکړې لپاره سره لیدل. ټرمپ وروسته د خواله رسنۍ یوه پیغام کې ولیکل: زیلینسکي "په اوول دفتر کې د امریکا متحدو ایالتونو ته سپکاو وکړ." نوموړي زیاته کړې، هغه چې کله سولې ته چمتو شو، بېرته راتلی شي.



