ولې د لاس انجلس اورونه په ګړندۍ توګه خپاره شول؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د بي بي سي د ځمکې پېژندنې چارو د پوښښ ډلګۍ د بوټو له سوځېدو نیولې تر سپرغیو هر څه کتلي، او هڅه یې کړې معلومه کړي چې ولې په لاس انجلس کې اورونه دومره چټک بېلابېلو برخو ته ورسېدل.
اورونه په وېروونکې چټکتیا خپاره شول. د لاس انجلس لوېدیځ ته د پیسفیک پالیسډز سیمې د ګاونډ اوسېدونکو د جنوري پر ۷مه سهار د خپلو کورونو مخې ته ولیدل چې له غونډیو لوګي پورته کېږي. اور وار دمخه په شاوخوا لس هکټاره ځمکه لګېدلی و. په ۲۵ دقیقو کې لا نور خور شو او تر ۲۰۰ هکټاره ډېره سیمه یې پوښلې وه.
اور په څو ساعتونو کې خپور شو، کورونه، تیاترونه، خوړنځایونه، هټۍ، ښوونځي او ټوله ټولنه یې په اور کې ونغاړله.
د اکو په نوم د هوا پېژندنې ادارې مشر جنتن پورټر په وینا د جنورۍ پر ۹مه سهار وختي، د پالیسډز اور ۱۷،۲۳۴ هکټاره سیمه پوښلې وه او نور اورونه د لاس انجلس په نورو سیمو کې ولګېدل، چې د لاس انجلس په تاریخ کې یو له ډېرو بدو اورونو وو.
په سر کې د اور زیانونه له ۵۲ تر ۷۵ میلیارده ډالرو اټکل شوي وو.
دا چې ولې اورونه دومره سخت او په ګړندۍ توګه پراخ شول، دلته یې پنځه لاملونه لوستلی شئ:
چټک سوځېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
داسې انګېرل کېږي چې په ۲۰۲۴ کال کې د درنو بارانونو دوره چې د ال نینو سره تړاو لري، د ژمي په دې موسم کې د اور لګېدو لوړ خطر یو لامل دی.
د اډېنبرا پوهنتون د اور وژنې څېړونکی روري هیډن وايي: "باران ډېر کله د اور لپاره یو بد شی ګڼل کېږي، او که باران د اور په جریان کې پېښېږي، دا د اور لپاره یو بد څه دي." خو له اور لګېدو مخکې باران کولی شي نباتاتو ته وده ورکړي او بیا احتمالا د سونګ توکي جوړوي. هغه زیاتوي "تاسو بیا د وچې هوا دورې ته ننوځئ، هغه بوټي ډېر ژر وچېږي، چې د سونګ ډېر توکي جوړوي."
د بریتانیا د ایکولوژي او هایدرولوژي مرکز د ځنګلي اور ساینس پوهه ماریا لوشیا فریرا باربوسا وايي، په ۲۰۲۴ کې تر وچې هوا وروسته د لمدې هوا دورې "د ځنګلي اورونو د خپرېدو لپاره مناسب شرایط" رامنځته کړل.
د سانتا انا 'وچ' بادونه

د عکس سرچینه، Getty Images
په لاس انجلس کې اورونه د یو ځواکمن باد له امله هم زیات شول. زورورو بادونو هغه اورونه چې د لاس انجلس لوېدیځ ته د غرونو په لمنو کې لګېدلي وو، په چټکۍ په ځنګلي اور بدل کړل، کوم چې له مخکې د سانټا مونیکا ته نژدې د پیسفک پالیسډز ګاونډ ته د رسېدو لپاره د وچو بوټو له لارې خپور شوی و. ډېر وختونه بادونه پخپله ګرم او وچ وي نو کولی شي د بوټو رطوبت کم کړي.
هیډن وايي"له ټولو ځنګلي اورونو سره تاسې درې شیانو ته اړتیا لرئ. د اور لګېدو، د سونګ توکو او له هوا اکسیجن ته اړتیا لرئ." "خو هغه څه چې دا اورونه یې حیرانونکي کړل، د هغو بادونو سرعت و، چې د کلیفورنیا دښتې له منځۍ راتلل."
د هیډن په وینا دا د سانټا انا یا فون بادونه کولی شي د نا منظمو ځنګلي اورونو لامل شي. "دا بادونه ډېر وچ دي. ډېر ګړندی حرکت کوي، د اور له لګېدو سره په سر کې ژر چې د هغه مخنیوی اسانه دی، اور بیا خپرېږي، په ریښتیا چې ډېر په چټکۍ خپرېږي."
په ځینو مواردو کې دا بادونه حتی پخپله د اور لګېدو لامل کېدلی شي، چې د برېښنا کېبلونه را غورځوي او نژدې بوټي سوځوي.
اور وژونکي

د عکس سرچینه، Getty Images
دا بادونه یوازې اور نه خپروي، بلکې اورونه طبیعي نړۍ ته غځوي. بادونه سکروټې هم لېږدوي.
هیډن وايي، دا سکروټې د ځنګلي اورونو د جوړښت او ویجاړیو اصلي لامل دي. "ځینې شیان د اور لمبو په مخ کې راځي (لکه سړکونه یا ودانۍ)، خو هېڅ شی د اور د لمبو مخ نه نیسي او اور خورېږي."
بادونه کولی شي د سوځېدلو نباتاتو انګار په مخه کړي.
د هیډن په وینا دا انګار کولی شي، نوي مواد وسوځوي، یا په یو وخت کې څو کیلومتره مخ ته ولاړ شي.
که چېرې یو انګار یو کور وسوځوي، نو د اور وژنې کارکونکو لپاره ښايي دا ممکنه وي چې هغه مړ کړي. "ستونزه دا ده چې دا لسګونه کورونه دي، ډېری وختونه د دې اور لګېدنو سره په یو وخت کې سوځي، او بیا هر کور ډېر نور اور رامنځ ته کوي."
ملکیتونو ته د زیان رسولو سربېره، اور لګېدنې د خلکو لپاره هم خورا خطرناکې دي.
الیک ګیلیس چې د ملګرې کور یې په دې اورونو کې سوځېدلی سي بي ایس نیوز ته وویل،"دا د ډوبونکو څپو په څېر و، اکسیجن نه و، په ما په ډېرې سختۍ خپل موټر ته ځان ورساوه."
غونډۍ او درې

د عکس سرچینه، Getty Images
غرنۍ سیمه هم د ځنګلي اور له امله رامنځته شوی خطر زیاتوي.
هیډن وايي: "اورونه په ډېره چټکۍ پورته خوا ته خپرېږي." "جغرافیایي ځانګړتیاوې لکه درې او ناونه، دا ډول شیان کولی شي د اور وژنې لپاره خورا سخت حالت رامنځته کړي چې ننګونکي دي."
دې توپوګرافي نه یوازې د اور د خپرېدو خطر لوړ کړ، بلکې د خلکو د وتلو کار یې هم ستونزمن کړ. په پالیسډز سیمه کې، د غونډۍ تنګو سړکونو د هغو خلکو لپاره اضافي ننګونې رامنځته کړې چې د وتلو هڅه یې کوله.
اقلیمي بدلون

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم دا لا وختي ده چې معلومه شي، چې اقلیمي بدلون له دې اورونو سره څومره مرسته کړې، خو اقلیم بدلون په نړیواله کچه د ځنګلي اورونو لګېدو سره تړاو لري.
هیډن وايي خطر دومره ساده نه دی لکه څنګه چې نړۍ ګرمېږي، دا له هغو سختو شرایطو سره هم تړلی دی چې موږ یې ګورو.
هیډن وايي، "دا ګرمه هوا ده، چې د سختو بادونو او بارانونو پېښېدو سره یوځای کېږي. نباتات وده پکې کوي. موږ له دغه ستر بدلونه چې نه یوازې په ګرمې، وچې او باد لرونکې بلکې مرطوبې هوا او هر هغه څه چې د اقلیم له نظره سره یوځای کېږي، د تېرېدو په حال کې یو. دا هغه څه دي چې په راتلونکي کې به نور خطرونه راوپېژني ."





















