اسرائیلي پوځ زما کور ونیو، هوټل یې ترې جوړ کړ او بیا یې وسېځه

د ناصر فراتاوي د لوېدیځې غاړې ملکیت په مارچ کې د اسرائیل دفاعي ځواکونو ونیو
د عکس تشریح، د ناصر فراتاوي د لوېدیځې غاړې ملکیت په مارچ کې د اسرائیل دفاعي ځواکونو ونیو
    • Author, یولند نیل
    • دنده, د منځني ختیځ خبریاله
    • رپوټ له:, طولکرم
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

ناصر فاراتاوي چې د نیول شوې لوېدیځې غاړې شمال طولکرم کې د مراسمو مشهورې خپلې مشهورې هټۍ له سوځېدلې کنډوالې تېرېده، د سیلیکوني ګلانو تورې ګاڼې او د روژې سوځېدلی څراغ یې په لاس کې نیولی و.

د درې پوړیزه ودانۍ په پاسنۍ برخه کې چې د هغه د کورنۍ لوکس اپارتمانونه وو، پر دېوالونو لیکنې رسم شوې – هلته د اوسېدو خونې او د هغه د لور د خونې پر دېوالونو د نارینه د تناسلي غړو رسمونه لیدل کېږي.

قېمتي فرنیچر مات شوي یا له کړکۍ غورځول شوي، ښکلي سینګارونه ایستل شوي، د قرآن هره پاڼه سوځول شوې او د پاتې خوراکي توکو بوی ټول کور په سر اخیستی.

ناصر ما ته وايي: "هغوی راغلل او زه یې تبا کړم. دا ټول د تباه کېدو وړ ګڼل کېږي ځکه چې زه په دې ښار کې ژوند کوم – ځکه زه فلسطینی یم."

د مارچ په ۳ مه، د اسرائیلو پوځ د فاراتاوي ملکیت ته راغی او کورنۍ ته یې یو نیم ساعت وخت ورکړ چې وتښتي. د اسرائیلو دفاعي ځواکونو ودانۍ ونیوله، په داسې حال کې چې د طولکرم کډوالو کمپ ته نژدې لوی پوځي عملیات ترسره کېدل.

ناصر وايي: "هغوی دا ودانۍ د پوځي اډې په توګه ونیوله او درې نیمې میاشتې اوسېدل، د هوټل په څېر یې وکاروله، او بیا یې پرې اور ورته کړ." هغه لا هم د پېښې په اړه هک پک دی.

د ناصر د کور په پاسنیو پوړونو کې د زیان نور شواهد لیدل کېږي
د عکس تشریح، د ناصر د کور په پاسنیو پوړونو کې د زیان نور شواهد لیدل کېږي

هغه وايي د جون ‌پر ۱۱مه یې خپل ګودام او پلورنځي ولید چې لوګی ترې پورته کېده او ور اچولی شوی و. دلته د سیمې خلکو خپل موټر د واده د ګل‌پوښ لپاره راوستلي وو.

ناصر وايي: "زما لپاره ډېره ګرانه وه چې خپل کاروبار په اور کې ووینم. هغه څه چې ما تېر ۳۰ کاله زیار پرې ایستلی و". د هغه ګاونډۍ سیمه د پوځي تړلې سیمې په توګه پاتې شوه او هغه ته یوازې د دې میاشتې پیل کې اجازه ورکړل شوه چې بېرته خپل ځای ته ستون شي.

کله چې د ملکیت د وضعیت په اړه پوښتنه وشوه، د اسرايیلو پوځ بی بي سي ته وویل دوی "د دې په دې سیمه کې د خپلو عسکرو له خوا د اور اچولو په اړه هېڅ معلومات نه لري" او د پېښې په اړه شکایت "سپارل شوی او بیا کتنه کې دی".

د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو بیان کې دا هم ویل شوي: "د ملکي ملکیت تخریبول د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو له ارزښتونو سره په ټکر کې دي. عموماً هغه پېښې چې د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو له لارښوونو او ارزښتونو سره سمون نه خوري، دا به د قومندانانو له خوا وڅېړل شي، وپلټل شي او ورته رسیدګي وشي".

بیان د ناوړه لیکنو او رسمونو په اړه څه ونه ویل.

د ناصر د لور د خوب خونې پر دېوالونو کې لیکنې او ناوړه پاتې شوي دي
د عکس تشریح، د ناصر د لور د خوب خونې پر دېوالونو کې لیکنې او ناوړه پاتې شوي دي

له هغه وخته چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه د حماس له خوا پر اسرائیلو خونړي بریدونه وشول او په غزه تړانګه کې وحشيانه جګړه پیل شوه، د نړۍ پام زیاتره پر هغه سیمه متمرکز دی. خو په لوېدیځه غاړه کې هم کړکېچ زیات شوی، د اسرائیلي استوګنوالو بریدونه او پوځي عملیات زیات شوي چې اسرائیل وايي د فلسطیني جنګیالیو پر ضد ترسره کېږي.

ملګري ملتونه وايي په دې موده کې د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو د عملیاتو او د استوګنوالو د بریدونو له امله په لوېدیځه غاړه کې له ۹۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي. په ورته وخت کې، له ۶۰ زیات اسرائیليان په راپور شوو بریدونو یا له فلسطینیانو سره په وسله والو نښتو کې په غربي غاړه او اسرائیل کې وژل شوي دي.

د لویو اسرائیلي عملیاتو پر مهال، فلسطیني کورونه عموماً د لنډمهاله پوځي اډو او پوښتنو لپاره کارول کېږي، چې اسرائیلو د دفاعي ځواکوه یې د امنیتي اړتیا په توګه بیانوي.

اسرایلي پوځ ویلي: "د دې لپاره چې د ترهګرۍ بنسټونه له ریښې پیدا او ړنګ شي، د اسرائیلو د دفاعي ځواکونه ځینې وختونه اړ دی چې د سیمې په کورونو کې د عملیاتو اړتیاوو او د میداني شرایطو پر اساس د مختلفو مودو لپاره عملیات ترسره کړي."

هغوی وايي دوی د نړیوال بشري قانون سره سم عمل کوي او "هڅه کوي چې د ملکي وګړو اغېزمنېدل تر امکان حده کمې کړي."

د جون په وروستیو دوو اونیو کې، له ایران سره د اسرائیل په جګړه کې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو دفتر (OCHA) راپور ورکړ چې اسرائیلي سرتېرو شاوخوا ۲۶۷ فلسطیني کورونه له څو ساعتونو تر څو ورځو پورې ونیول. لومړنی اټکل ښيي چې له ۱،۳۰۰ زیات کسان اغېزمن شوي، چې OCHA وايي "په ډېرو مواردو کې چې فلسطینیان خپلو کورونو ته ستانه شوي خپل ملکیت یې ویجاړ شوی موندلی".

د ناصر له ملکیته د ګاونډي طولکرم کډوالو کمپ ودانیو کې د اسرائیلي بیلدوزرو په مټ نوې جوړې شوې لارې لیدل کېدای شي
د عکس تشریح، د ناصر له ملکیته د ګاونډي طولکرم کډوالو کمپ ودانیو کې د اسرائیلي بیلدوزرو په مټ نوې جوړې شوې لارې لیدل کېدای شي

د کال په پیل کې هم کله چې اسرائیلي پوځ د "ترهګرۍ مرکزونو" له منځه وړلو په پلمه ننوتل، د ګڼ‌مېشتو سیمو د کډوالو کمپونو، جنین، نور شمس او طولکرم کې کورونه نیول شوي. په ټولیزه توګه، شاوخوا ۴۰،۰۰۰ اوسېدونکي اړ شول چې کمپونه پرېږدي، چې شاوخوا ۳۰،۰۰۰ یې لا تر اوسه بېرته نه دي ستانه شوي.

په پاسني پوړ کې له یوه بالکونه ته په اسانۍ د ناصر له کوره طولکرم کډوالو کمپ لیدلی شې. دغه کمپ لکه د پېریانو ښار غوندې ښکاري، شاوخوا ۱۰،۶۰۰ کسانو چې هلته ژوند کاوه لا هم بې‌سرپنا پاتې دي. اسرائیلي بلدوزرو کمپ کې نوې لارې جوړې کړې دي- او کمپ یې په جلا سیمو وېشلی دی.‌

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره، UNRWA، اټکل کوي چې په طولکرم کې له ۱۵۰ ډېر کورونه ړنګ شوي دي. د لوېدیځې غاړې په کچه، اوچا وايي چې د اسرائیل د "پولادي دېوال عملیاتو" په لړ کې چې له جنورۍ تر جولای پورې یې دوام وکړ، له ۱،۴۰۰ ډېر د ړنګولو حکمونه صادر کړي دي.

UNRWA اوس هغو کډوالو ته مرسته برابروي چې د طولکرم او شاوخوا سیمو په شخصي ځایونو کې پاتې دي. دوی یو موقتي روغتیايي مرکز او ښوونځي جوړ کړي او زدکوونکو ته یې د انلاین زدکړې پیل کړې دي.

د اسرائیل د دفاع وزیر ویلي پوځ به لږ تر لږه د کال تر پایه په درېیو واړو کډوالو کمپونو کې پاتې شي.

ناصر پخوا له دې ملکیته بریالی کاروبار چلاوه.
د عکس تشریح، ناصر پخوا له دې ملکیته بریالی کاروبار چلاوه.

که څه هم ناصر فاراتاوي خپل کور ته بېرته راستون شوی، هغه حیران دی چې څنګه به یې بیا ورغوي. هغه اټکل کوي ورته رسېدلی ټول تاوان یې تر ۷۰۰،۰۰۰ ډالرو (۵۲۰،۰۰۰ پونډو؛ ۶۰۰،۰۰۰ یورو) پورې رسېږي. هغه اسرائیلي چارواکو ته شکایت کولی شي، خو د تېرو شواهدو پر اساس ښايي ډېر لږ امکان وي چې کوم جبران ترلاسه کړي.

د فلسطین واکمنه اداره، چې د غربي غاړې ځینې برخې اداره کوي او پر بهرنیو مرستندویانو تکیه لري، مخکې د اسرائیلي پوځي تېریو له امله د رغاونې لګښتونو کې مرسته کوله. خو اوس دې ته دومره پیسې نشته چې د عامه کارکوونکو بشپړ معاش ورکړي.

د خپل پلورنځي له لاسه ورکولو او د زېرمې موادو له تباه کېدو سره، ناصر هېڅ عاید نه لري او اندېښمن دی چې نور یې د زوی او لور ملاتړ نه شي کولای، چې په مصر کې د طب زدکړې کوي. هغه له نړیوالو سازمانونو د مرستې غوښتنه کوي.

هغه وايي: "زه یو عادي کس یم، یو سوداګر یم. زه سوله خوښوم. ما هېڅکله خپل کور کې وسله نه درلوده. له اسرائیلي پوځ سره مې هېڅ ستونزه نه درلوده. زه سوله غواړم او په سوله کې ژوند کول غواړم، خو هغوی سوله نه غواړي."