د اسرائيلو او حزب الله جګړه؛ حسن نصر الله وايي تل ابيب ته څېرمه يې پوځي اډې په نښه کړې

د عکس سرچینه، Reuters
د لبنان د حزب الله ډلې مشر، حسن نصرالله، وايي، پر اسرائیلو د خپل پروني لوی توغندیز او ډرون برید اغېز ارزوي.
د حزب الله مشر حسن نصرالله په یوه ټلویزیوني وینا کې ويلي، په اسرائیلو کې دننه تل ابیب ته څېرمه د پوځ استخباراتي او د څارنې اډې او مرکزونه یې په نښه کړې. نوموړي وویل د فواد شکر د وژنې ځوابي برید بشپړ شوی او په وینا یې که ارزونې وښوده چې نورو بریدونو ته هم اړتیا ده دا کار به وکړي.
حسن نصرالله ويلي٬ "که پایله قانع کوونکې وه او هغه موخه یې تر لاسه کړه چې پام کې وه نو بیا د فواد شکر د وژنې او د بيروت په سوېل کې د دهیه پر کلي د برید غچ بشپړ شوی او که زموږ له انده بسنه یې نه کوله نو بیا موږ دا حق لرو چې بیا برید وکړو."
حزب الله وايي پر اسرائیلو د ۳۲۰ توغندیو په توغولو توانېدلی او دا توغندیز برید د دغه غورځنګ د نوموتي قومندان فواد شکر د وژنې په غچ کې شوی دی.
اسرائیلو هم د بریدونو د مخنیوي لپاره د لبنان پر سویل بریدونه کړي چې د بریدونو د پراخېدا مخه ډب کړي. خو دا یې منلې چې د سمندري ځواک یو سرتېری یې وژل شوی.
دا په تېرو لسو میاشتو کې د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ یو له لویو نښتو بلل شوې وېره وه چې کېدای شي دا توغندیز بریدونه په یوه هراړخیزه یا بشپړه جګړه بدل شي.

د عکس سرچینه، EVN
خو اسرائیلو بیا ګواښنه کړې چې خبره دلته نه ده ختمه او نور ګامونه به پورته کوي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامېن نتنیاهو چې تل ابیب کې يې خپلې کابینې ته وینا کوله وویل، پر حزب الله په حیرانوونکي فشار ګوزارونه کوي.
نوموړی ويلي، "دری اوونۍ وړاندې مو ورته د فتر رئیس له منځه یوړ او نن مو ورته د برید پلان شنډ کړ. په بیروت کې دې نصرالله او تهران کې دې خامنه یی باید په دې پوه وي چې دا د حالت د بدلولو او خپلو کورونو ته زموږ د خلکو د بېرته خوندي ستنولو پر لور یو بل ګام دی. زه یې بیا وایم کیسه دلته نه ده ختمه."
ملګري ملتونه وايي د اسرائیلو او لبنان د ګډې پولې دواړو غاړو کې نژدې دوه سوه رزه کسان بې ځایه شوي.
سرمنشي انتونیو ګوتېرېش پر دواړو غاړو غږ کړی چې جګړه دې سملاسي ودروي.
د چارو څارونکي او د نړۍ هېوادونه منځني ختیځ کې حالت په داسې حال کې څاري چې دغه سیمه کې د جګړې د پراخېدو اندېښنې تر پخوا هر وخت اوس خورا ډېر زیاتې شوې دي.





















