کابل کې طالبانو د عبدالعلي مزاري یو یادګاري څلی ویجاړ کړی

د ویډیو تشریح،
کابل کې طالبانو د عبدالعلي مزاري یو یادګاري څلی ویجاړ کړی
د خپرېدو وخت

پر ټولنيزو رسنیو ځينې داسې ويډيوګانې خپرې شوې، د کابل يوه ډګر کې د عبد العلي مزاري يو يادګاري څلی په بلډوزر ويجاړېږي.

عبد العلي مزاري د "اسلامي وحدت" ګوند مشر و، چې ۱۹۹۰ مو کلونو کې يې کابل جګړو کې برخه لرله او ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو له خوا له نيول کېدو وروسته ووژل شو. د طالبانو کابل ښاروالی ویاند، ويلي د ده مجسمه یې ځکه ويجاړه کړې چې دوی سړکونه او لارې پراخوي.

طالبانو له دې مخکې دغه ميدان کې د ده د مجسمې څېره ورانه کړې وه او په چينه یې پوښلې وه. همکار مو ببرک احساس هملته ورغلی او په اړه یې معلومات راکوي.