"یو نوی لمریز نظام "

د ویډیو تشریح، "یو نوی لمرېز نظام "
"یو نوی لمریز نظام "
د خپرېدو وخت

څېړونکو يو داسې لمريز نظام په نښه کړی، چې دوی بشپړ بللی، او وايي د بېلابېلو کچو سيارو يوې ګډولې په توګه له هغه زورور ټکر پرته جوړ شوی، چې پايله کې يې زموږ د مځکې لمريز نظام یې جوړ شوی دی.

دا سيستم سل نوري کاله لرې دی، شپږ سيارې لري، چې د ټولو کچه یې سره ورته ده.

دا سيارې شاوخوا ۱۲ بېليون، يا میليارډ کاله مخکې له جوړېدو راهيسې ډېرې کمې بدلې شوې دي.

دا نابدل شوي شرايط يې په دې اړه د پوهاوي لار هوراوي، چې دا نړۍ څنګه جوړې شوې وې، او دا چې ژوند په کې شونی دی که څنګه..؟

د بي بي سي ساينسي چارو خبريال پلب ګوش پرې دار راپور چمتو کړی: