پنځه کاله ژمنې او انتظار: طالبانو د نجونو د زکړو په اړه څه ویلي؟

د ویډیو تشریح، پنځه کاله ژمنې او انتظار: طالبانو د نجونو د زکړو په اړه څه ویلي؟
پنځه کاله ژمنې او انتظار: طالبانو د نجونو د زکړو په اړه څه ویلي؟
د خپرېدو وخت

د نجونو زدکړې، طالبانو پنځو کلونو کې له دې موضوع سره څنګه چلند وکړ او په دې اړه یې دې څه وویل؟

د طالبانو په پنځه کلنه دوره کې یوه تر ټولو لانجمنه او نا حله موضوع د نجونو زدکړې وې. دوی واک ته له رسېدو سره سم له شپږم ټولګي پورته ښوونځي وتړل او د ښځو پوهننتونه یې هم په څو جلا او ناڅاپي پرېکړو کې بند کړل.

طالبانو واک ته له رسېدو وړاندې په دوحه کې او د بین‌الافغاني مذاکراتو پر مهال، د نجونو د زده کړو په اړه داسې دریځ نه درلود لکه اوس چې یې عملي کړی دی. دوی ژمنه کړې وه چې د نجونو او ښځو له زدکړو سره مخالف نه دي او نه به یې تړي.

اوس هم نه وايي چې د نجونو له زدکړو سره مخالف دي، خو په پنځه کلنه واکمنۍ کې یې محدودیتونه ګام په ګام سخت کړل، او تر داسې حالته یې دا موضوع راورسوله چې اوس یې په رسمي څرګندونو کې ډېره نه یادوي او څنډې ته کړې یې ده.

موږ دې ریپوټ کې د نجونو د زدکړو په تړاو د طالبانو واک ته له رسېدو وړاندې دریځونه او د واکمنۍ پر مهال څرګندونې را یوځای کړې دي.