ملا هبت الله له دیني عالمانو غوښتي، افغانستان کې د طالبانو پر حکومت عام محضر کې نیوکې و نه کړي

د غږ تشریح، ملا هبت الله: د خپلو مشرانو عیبونه مه بیانوئ
ملا هبت الله له دیني عالمانو غوښتي، افغانستان کې د طالبانو پر حکومت عام محضر کې نیوکې و نه کړي
د خپرېدو وخت

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده له طالبانو غوښتي چې د خپلو مشرانو او په افغانستان کې د دوی د حکومت له عیبونو بیانولو دې ډډه وکړي.

نوموړي نن چارشنبه په کندهار کې د دیني علماوو یوې غونډې ته وینا کې د یو شمېر نورو توصیو تر څنګ خپلو مخاطبینو ته وویل: ''لومړۍ خبره مې دا ده، چې که د امارت کوم حکم راغی، ټول یې تر شا ودرېږئ، د هغه په مقابل کې چې څوک منفي نظر ښکاره کوي، هغه ته اجازه مه ورکوئ، د امارت د فرمانونو او حکمونو مثبت اړخ بیانوئ، منفي یې مه بیانوئ، دښمن له دې بده استفاده کوي.''

ملا هبت الله په دې اوږده وینا کې چې ځینې برخې یې ځايي رسنیو خپرې کړې دي، له خپلو مخاطبانو غواړي چې که په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت اعتراض یا نیوکه هم کوي، باید په عام محضر (منبر) یې و نه کړي.