تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان دفاع وزیر څرګندونو ته د طالبانو حکومت غبرګون؛ "د اوبو خړولو هڅه مو د هېچا په ګټه نه ده"
په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې یو "ناسنجیده عمل" او د "اوبو خړولو هڅه" بللې چې په وینا یې "د هېچا په ګټه نه ده."
دغه وزارت پر خپله اېکس پاڼه په لنډه خبرپاڼه کې د پاکستان مشرتابه ته سپارښتنه کړې چې "حساسيت پاروونکې" څرګندونې دې نه کوي او زیاته کړې يې ده، "د ملي دفاع وزارت په ډاګه کوي، که هر څوک په هره بهانه او عنوان زموږ پر حریم تجاوز وکړي، د عواقبو مسئولیت به یې پر خپله غاړه وي."
د یادولو ده چې د پاکستان دفاع وزیر تازه ګواښ کړی چې که اړتیا وي نو په افغانستان کې دننه به هم پر پاکستاني طالبانو یا ټيټيپي بریدونه وکړي.
خواجه اصف له امریکا غږ سره مرکه کې ویلي چې دوی ته "د پاکستان سلامتیا مهمه ده او که امنیت ته یې څه زیان رسېږي نو پر ضد یې هر ګام باندې غور کولی شي."
د ده په وینا، که له افغانستان څخه وسله وال ور اوړي نو دوی هم "حق" لري چې افغانستان ته پسې ورشي.
خواجه اصف همدا راز ویلي چې حکومت یې له پاکستاني طالبانو سره خبرو ته نه کښېني او "هېڅ ګډ څه نه سره لري" او نه هم ورسره خبرې کېږي.
که څه هم په تېر کې هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستاني چارواکو دا ډول دريځ غندلی، د خواجه اصف تازه څرګندونو ته په غبرګون کې يې هم په اعلامیه کې خپله پخوانۍ خبره تکرار کړې چې ګواکې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر وړاندې وکارول شي.
همدا راز یې پاکستاني چارواکي ملامت کړي چې ګواکې په خپل هېواد کې دننه د امنیت په راوستلو کې پاتې راځي او پړه پر افغانستان وراچوي.
خواجه اصف دا تازه څرګندونې داسې مهال کړې دي چې پاکستان د "ترهکرۍ ضد" د "عزم استحکام" په نوم د نویو پوځي عملیاتو د پیل اعلان کړی کړی.
د پاکستان ملي امنیت اوونۍ وړاندې د جون په ۲۳مه په دغه هېواد کې د ترهګرۍ مخنیوي په موخه د نویو عملیاتو تګلاره تصویب او اعلان کړه.
د دې عملیاتو په اړه لا ډېر تفصیل نه دی ورکړل شوی خو د پاکستان لومړي وزیر دفتر ټينګار کړی چې پر نویو عملیاتو له هوکړې سره هم مهاله به د "ترهګرو" د مرکزونو د له منځه وړلو لپاره په سیمهییزه کچه دپلوماتیکې او سیاسي هڅې ګړندۍ کېږي.
پاکستاني چارواکو په تېر کې هم افغانستان ته ورته ګواښونه او بیا یې هوايي بریدونه کړي دي چې په کورنۍ او بهرنۍ کچه له توندو نیوکو سره مخ شوي دي.
د ملګرو ملتونو وروستی رپوټ چې تېره اونۍ خپور شو ښیې چې پاکستان د دغو تورونو په غبرګون تېرو څلورو میاشتو کې افغانستان کې دننه لږ تر لږه دوه ځلې حملې کړې دي.
پاکستان تر دې مخکې پر خوست، پکتیکا، کنړ او ځينو نورو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بریدونو د غندنې تر څنګ ویلي وو چې پاکستان ته یې پر وخت ځواب ورکړی او هغه مهال یې کابل کې مېشت د دوی سفیر هم احضار کړی و.د پاکستان د دفاع وزیر دغو څرګندونو د افغانستان تر څنګ پاکستان کې هم غبرګونونه پارولي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند په یوه بیان کې د هغه دا څرګندونې "نامسولانه او پاروونکې" بللې دي.
د دې تر څنګ، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او نورو چارواکو بیا بیا د پاکستاني چارواکو هغه څرګندونې په کلکه رد کړې چې په پاکستان کې د نا امنیو ریښه یې له افغانستان سره تړلې ده.
نوموړي بي بي سي ته ويلي وو، "د افغانستان اسلامي امارات موقف ښکاره او معلوم دی. موږ هېچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد استعمال شي او يا خدای مکړه څوک زموږ خاوره د ګاونډیو پر ضد وکاروي."
طالبانو ویلي، بل چاته به هم اجازه ورنه کړي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي او یا د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف کوم ګام واخلي.
افغانستان کې د طالبانو له دغه ښکاره سخت درېځ سره سره بلې غاړې پاکستان کله هم د تورونو لړۍ نده بس کړې بلکې د خواجه اصف تر څنګ یې ځینې نور چارواکي هم د افغانستان ضد څرګندونې کوي.
اوونۍ وړاندې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم د دغې شورا امنیتي ناسته کې ادعا کړې وه چې افغانستان کې د طالبانو چارسمبالي حکومت له ژمنو سره سره د پاکستاني طالبانو ضد اړین ګامونه نه دي اخیستي.
تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بوټو زرداري هم افغانستان کې د هوايي بریدونو کولو ګواښ کړی و خو هغه ویلي وو چې دا یې لومړی انتخاب نه دی خو که مجبور شي هېواد به سرپه پرې ونه کړي.