تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سواد نړیواله ورځ؛ 'بدلېدونکې نړۍ کې سواد زدکړو ته وده ورکول او د سوله ییزو ټولنو بنسټ اېښودل'
- Author, شیر اغا کریمي
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
نن د سپتمبر اتمه د سواد نړیواله ورځ ده. دا ورځ له ۱۹۶۷ م کال راهیسې هر کال په جلا شعارونو سره لمانځل کېږی.
''بدلېدونکې نړۍ کې سواد زدکړې ته وده ورکول او د سوله ییزو او پایدارو ټولنو بنسټ اېښودل'' سږ د سواد د نړیوالې ورځ لپاره شعار غوره شوی.
دغه ورځ سږکال داسې مهال لمانځل کېږي چې په افغانستان کې له څه باندې ۷۰۰ ورځو راهیسې د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.
دغه راز د سږ کال کانکور ازموینو کې هم لسګونه زره افغان نجونو ته د برخې اخیستو اجازه نه ده ورکړل شوې.
یوه افغانه د خپل نوم له یادولو پرته وايي، زدکړه د ټولنې د سوکالۍ لپاره اړین دی:
''د لوستې او نالوستې تر منځ توپیر موجود دی، د ټولنې نیمايي برخه ښځې دي او پاتې نیمايي هم د ښځو په غېږ کې روزل کېږي، نو که یوه مور سواد ولري، مانا یې دا ده چې ټول سواد لرلای شي.''
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان په تودو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیل شو. په نیمروز، فراه، کندهار، هلمند، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست او لغمان ولایتونو کې له شپږم پورته ټولګیو ته بیا هم یوازې هلکان ستانه شوي.
په افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهسیې میلونونه نجونې له ثانوي او لوړو زدکړو 'تر راتلونکي حکمه' بې برخې کړل شوې.
د ۲۰۱۹ کال د شمېرو له مخې د لس کالو عمر ۵۷ سلنه کسانو یو ساده متن په بشپړه توګه نه شوای لوستلای او نه هم پرې پوهېدلای شوای. تازه شمېرې بیا ښيي چې دا شمېر اوس اتیا سلنې ته پورته شوی دی.
د سواد نړیوالې ورځې لمانځلو هدف تلپاتې هدف ته چې زدکړې دي، رسېدل دي، چې پایله کې یو ټولګډونه او پایداره ټولنه رامنځته شي. د دغه ټولنې رامنځته کولو لپاره زدکړې کلیدي اهمیت لري.
د ټولنې د سولې او ثبات لپاره د سواد، زدکړو پر رول د خبرو په هکله د ټولنیزو چارو کارپوه فرشته فکور پوپلزۍ وايي، د یوه هېواد د پرمختګ بنست اقتصاد او سیاست دی، چې په خبره یې دواړه له زدکړو پرته نه ترلاسه کېږي.
اغلې پوپلزۍ وايي: ''ټولنه له خلکو جوړه ده او که خلک سواد ونه لري، د ټولنې اقتصادي او سیاسي پرمختګ ناشونی دی او له اقتصاد او سیاست پرته یو هېواد یو ګام هم مخ پر وړاندې نه شي تللای.''
د سواد، زدکړو نړیواله ورځ په نړیواله او سیمه ییزه کچه لمانځل کېږي. د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې نن دا ورځ د ملګرو ملتونو، یونیسکو له لوري هغه چا ته د داسې جائزې په ورکولو لمانځل کېږي، چې د زدکړو برخه کې یې تر نورو زیات زیار ایستلی وي.