'په افغانستان کې د نري رنځ ناروغانو شمېر زیات شوی'

عبدالله
د عکس تشریح، ماهرین وايي، نری رنځ ساري دی او ژر خپرېږي (ارشیف تصویر)
    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په نري رنځ یا تبرکلوز د اخته شویو ناروغانو شمېر زیات شوی، چې له نیمايي یو څه زیات شمېر یې ښځینه دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان بي بي سي ته وویل، د روغتیا نړیوال سازمان شمېرې ښيي چې هر کال ۷۵ زرو پورې افغانان په نري رنځ اخته کېږي، چې تر ۵۶ سلنې پورې یې ښځې دي.

روغتیا پالان وايي، تېر کال (۲۰۲۲) کې په افغانستان کې د نري رنځ ناروغانو شمېر کې درې سلنه زیاتوالی راغلی.

د یادونې ده، چې د مارچ میاشتې ۲۴ مه هر کال په دې موخه د نري رنځ ورځې په توګه یادېږي چې د دې رنځ مخنیوي او درملنې په موخه عامه پوهاوی زیات شي.

اوسمهال په افغانستان کې نژدې ۸۵۰ روغتیايي مرکزونه د نري رنځ درملنې وسایل او اسانتیاوې لري.

د نري رنځ درملنې ماهر ډاکتر احسان وردګ د بي بي سي خبریالې شازیه حیا ته په دې تړاو یوې ځانګړې مرکه کې وویل، هغه څوک چې د بدن مدافعت قوت یې ضعیف وي، پر نورو اوږدمهاله ناروغیو اخته وي، پر دې ناروغۍ د اخته کېدو احتمال یې زیات وي.

Keyframe #1
د عکس تشریح، ککړه هوا هم د نري رنځ په انتقال کې رول لري.

ډاکتر وردګ وايي، تر اوږدې مودې د پرلپسې ټوخی، په لنډه موده کې د وزن ډېر کمېدل یا د شپې مهال پر بدن د خولې راماتېدل هغه علایم دي، چې د نري رنځ لومړني احتمالي نښې نښانې بلل کېدای شي.

د نوموړي په وینا په داسې صورت کې روغتیايي مرکزونو ته تلل د درملنې او نورو کسانو ته د دې رنځ د انتقال مخنیوی شونی کولای شي.

ککړه هوا، په تنګو مېشت ځایونو کې د ډېرو کسانو اوسېدل او د انسان د بدن دفاعي قوت کمزورتیا له هغو لاملونو ګڼل کېږي چې له کبله یې نری رنځ چې یوه ساري ناروغي ده، په چټکۍ له یوه کسه نورو ته انتقالېږي.

نری رنځ یا تبرکلوز اوس هم په نړۍ کې له هغو ناروغیو یو یادېږي چې ډېر خلک وژني. د روغتیايي ادارو شمېرې ښيي چې په هرو ۲۲ ثانیو کې د نري رنځ یو ناروغ ژوند بایلي.