تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت کابل ته د پنجشېر د اوبو لېږدولو د پروژې سروې پیل کړه
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بيبيسي
- د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د اوبو او انرژۍ وزارت وايي له پنجشېره یې کابل ته د اوبو د لېږدولو پروژې سروې پیل کړې چې له بشپړېدو سره به کابل ته د پنجشېر له رود نه د اوبو لېږدولو پروژې تړون لاسلیک او چارې پیل شي.
د پنجشېر ولایت لپاره د طالبانو والي محمد اغا حکیم د اوبو او انرژۍ وزارت له یوه پلاوي او ایس کی اېم ترکي ساختماني شرکت له مشر سره له پنجشېره تر کابله د اوبو لېږدولو پروژې په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي چې د دې پروژې په پلې کېدو سره به پلازمېنه کابل کې د څښاک د پاکو اوبو ستونزه هواره شي.
د دې پروژې په ترڅ کې به د پنجشېر له مرکز بازارک نه د کابل تر تره خېلو پورې د ۱۲۰ کیلومترو په واټن کې اوبه لېږدول کېږي.
طالبانو حکومت کې د اوبو او انرژۍ وزارت وايي دا یې د کابل لپاره د اوبو برابرولو له اوږدمهالو پروژو یوه ده. د دې وزارت ویاند قاري مطیع الله عابد بي بي سي ته وویل چې د دې پرژوې له بشپړېدو سره به د کابل ښاریانو د اوبو ستونزه تر ډېره هواره شي.
دا په داسې حال کې ده چې څو کاله وړاندې د یوې څیړنې موندلې چې په کابل کی تر ځمکې لاندې د اوبو کچه تر ۲۰ مترو پورې کمه شوې ده.
د اقلیم بدلون، پرله پسې وچکالي، د اوبو مصرف کې بې احتیاطي او بې درېغه د ژورو څاګانو کېندل هغه عوامل دي، چې تر ځمکې د لاندې اوبو کمېدو لامل کېږي. کابل کې د اوبو کمښت په یوه جدي موضوع بدله شوې او خلک یې اندېښمن کړي دي.
بندونه تر ډېره د افغانانو د اوبو ستونزه هوارولی شي
د کابل په بېلا بېلو برخو کې خلکو ته د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په موخه ځینو خیریه بنسټونو ژورې څاګانې کېندلې خو وايي چې دا څاګانې د تل لپاره ستونزه نه شي هوارولی.
دغو څاګانو ته خلک په کتارونو کې په ساعتونو ساعتونو ولاړ وي ځکه نو د پنجشېر له سینده کابل ته د اوبو لېږدول ښايي ځینو کابل ښاریانو ته ښه زیری وي خو یوازې کابل نه دی چې خلک په کې د اوبو دکمښت له ستونزې سره مخامخ دي په ځینو نورو ولایتونو کې ان خلک د څښاک اوبه په پېسو اخلي چې د یوې بوشکې اوبو بیه تر ۳۵ افغانیو یادېږي.
د اوبو د برخې کارپوهان وايي که لوی او واړه بندونه جوړ شي تر ډېره حده د خلکو د اوبو ستونزه پرې هوارېدای شي. په افغانستان کې د ملي پراختیا شرکت ویلي تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې یې په بېلا بېلو ولایتونو کې د بندونو د جوړولو چارې پیل کړي چې په دې کې سرپل ولایت کې د سلطان ابراهیم بند، ارزګان کې د اغا جان بند او زابل کې د توري بند شامل دي.
د یاد شرکت مرستیال ریاض الدین شریفي وویل چې د ځینو پروژو چارې تر ۹۲ سلنې پورې بشپړې شوې چې یوه یې د توري بند پروژه ده.
"د توري بند د برېښنا د تولید او ابیارۍ لپاره جوړېږي، د دې بند د جوړولو چارې ۹۲ سلنه ترسره شوې، په دې بند کې موږ کولای شو چې ۶۴ کیلو واټه برېښنا تولید کړو او دغه راز شپږ سوه هکتاره ځمکه له دې بند نه ابیاري کېږي چې ډېر ژر به دا پروژه بشپړه شي".
ښاغلي شریفي په بېلا بېلو ولایتونو کې د کانالونو د پروژو یادونه هم وکړه او ویل و چې د قوشتیپې کانال د دویم فاز چارې په چټکۍ روانې دي او د لومړي فاز چارې یې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي. د هغه په وینا اوس مهال د دغه کانال په چارو کې ۱۳ سوه ماشینونه په کار بوخت دي.
"له نیکه مرغه چې د قوش تیپې کانال دویم فاز چارې پیل شوې او اوس مهال پرې کار روان دی. دویم فاز له دولت اباد نه پیلېږي د اندخوی تر اخور پورې. د ملي پراختیا شرکت په تېر ۱۴۰۲ کال کې په څلورو برخو کې کار وکړ چې د بندونو، ودانیو، کانونه او تولید برخې په کې شاملې وي".
ښاغلي شریفي زیاته کړه چې په دې برخو کې ګڼو خلکو ته د کار زمینه برابره شوې ده خو دا یې ونه ویل چې څومره خلکو ته؟ البته دا یادونه یې وکړه چې سږکال هم د ګڼو پروژو د عملي کولو پلان لري چې ګڼ شمېر خلکو ته به پکې د کار زمینه برابره شي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو او نړیوالو مرسته له وچیدو او کمېدو وروسته د بې روزګاره کسانو شمېر ډېر شوی او ګڼ شمېر ځوانان نورو هېوادونو ته د کار زوګار په لټه تللي دي.
د قوش تیپې کانال د اوبو تر ټولو لویه پروژه ده چې د امو له سینده د لس میلیاردو متر مکعب اوبو لېږدولو ظرفیت لري.
د دې کانال اوږدوالی ۲۸۵ کیلومتره دی چې له بشپړیدو سره به یې په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې ۵۵۰ زره هکتاره ځمکه ابیاري شي او ګڼو خلکو ته به کاري فرصتونه برابر شي.