منځني ختیځ ته د بلېنکن سفر؛ د اسراییل او فلسطین مشرانو سره یې لیدلي

د خپرېدو وخت

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د منځني ختیځ د سفر په لړ کې اسراییلي چارواکو سره تر کتنو وروسته نن رام الله کې د فلسطین د کورکواکې ادارې له مشر محمود عباس سره لیدلي دي.

تر اوسه له ښاغلي عباس سره د امریکا بهرنیو چارو وزیر د خبرو بشپړ جزییات نه دي راوتلي خو هغه د خپل ټویټ یوه پیغام کې دا خبرې رغنده بللې.

هغه همدا راز د فلسطین پر اشغال شوې خاوره د یهودي ښارګوټو جوړېدل د سولې خبرو پر وړاندې خنډ وباله.

ښاغلي بلېنکن نن تر دې وړاندې د اسراییل له دفاع وزیر 'یوآف ګالانت' او د اپوزېسیون له مشر 'یائیر لاپېډ' او تېره ورځ د دغه هېواد له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره هم لیدلي وو.

هغه له اسراییلي چارواکو سره د ایران پر اټومي پروګرام او د دغه هېواد پر سیمه ییز سیاست غږېدلی و.

دوی همدا راز د اسراییل او فلسطین پر اختلافاتو هم خبرې کړې وې.

د اسراییلي چارواکو د امریکا بهرنیو چارو وزیر سره تر لیدو وروسته ویلي و چې دواړه هېوادونه د ایران په اړه ورته لیدلوری لري.

د اسراییل بهرنیو چارو وزیر وویل "ستاسې سفر په ډېر حساس وخت کې ترسره شوی او سیمې ته دا څرګند پیغام لري چې امریکا او اسراییل د ایران او بل هر هغه چا پر وړندې متحد دي چې د سیمې سوله او ثبات ګواښي."

د امریکا بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې د اسراییل د امنیت ډاډمنتیا یې د هېواد نه بدلېدونکی سیاست دی.

دا اسراییل کې واک ته د بنیامین نتانیاهو له راګرځېدو وروسته منځني ختیځ ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لومړی سفر دی.

د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال چې جو بایډن یې مرستیال و، له واشنګټن سره د ښاغلي نتانیاهو د حکومت اړېکې ډېر ښې نه وې.

هغه مهال دواړو خواو د فلسطین د راتلونکې او ایران سره د چلن د څرنګوالي په اړه د نظر اختلاف درلود.

ښاغلي بلېنکن له نتانیاهو سره د تېرې ورځې تر لیدنې وروسته وویل دواړو خواو واضح خبرې درلودې، او یو ځل بیا یې د اسراییل او فلسطین د دوو هېوادونو د رامنځته کېدو پر بنسټ د دوی ترمنځ د اختلاف پر حل ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د ښاغلي نتانیاهو توندلاری ښی اړخی حکومت د یوه خپلواک فلسطین د رامنځته کېدو مخالف دی.

د ښاغلي بلېنکن تر دغه سفر مخکې د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د تاوتریخوالي نوې څپه کې دواړو خواو ته مرګژوبله اوښتې وه.

د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې تاوتریخوالي کې ۳۵ فلسطینیان، ۶ اسراییلي او یو اوکرایینی وګړی وژل شوي دي.

ښاغلي بلېنکن پر فلسطینیانو له دې کبله نیوکه وکړه، چې د اسراییل پر یوه عبادتځي یې وروستی مرګونی برید ستایلی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر او د اسراییل لومړي وزیر خپله ګډه خبري ناسته کې ټینګار وکړ چې

د راکټي او اټومي پروګرام او همدا راز روسیې سره د وسلو مرستو په ګډون به د ایران د "بې ثباتوونکو" فعالیتونو مقابلې لپاره خپل ټول توان وکاروي.

لوېدیځ هېوادونه ایران تورنوي چې روسیې ته یې د اوکرایین پر مرکزونو او غیر نظامي اهدافو بریدونه لپاره چاودېدونکي ډورن ورکړي دي.

د اسراییل لومړي وزیر دې خبري ناسته کې د وروستیو دولت ضد اعتراضونو ځپلو له کبله هم د ایران پر حکومت نیوکه وکړه.

تر دې لیدنې دوه ورځې وړاندې د ایران په اصفهان ښار کې د مهماتو د تولید یوه کارخانه کې د سترې چاودنې رپوټونه ورکړ شوي وو.

امریکايي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله، اسراییل په دې چاودنه کې ښکېل بللي وو.

دا واک ته د نتایاهو له راګرځېدو راهیسې ایران کې لومړی برید دی چې اسراییل سره تړاو ورکول کېږي.

امریکا او اسراییل یوه اوونۍ وړاندې د دواړو هېوادونو د ۱۵۰۰۰ ځواکونو په ګډون پوځي تمرینونه هم وکړل.

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ویلي دغو مانورو کې "پر ایران د یوه ستر پوځي برید د سناریوګانو" تمرین هم وشو.

د اسراییل د پوځي یوه جګپوړي چارواکي دې ورځپاڼې ته ویلي چې اسراییل او امریکا "بدترینو احتمالي شرایطو ته چمتووالی کوي."