د قطر لومړي وزير کندهار کې له لوړ پوړو طالب مشرانو سره کتلي دي

د خپرېدو وخت

د قطر لومړی وزير محمد بن عبدالرحمان ال ثاني چې په ورته مهال د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت دنده هم پر مخ وړي د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته تللی چې له طالب چارواکو سره له نږدې وګوري.

د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي د قطر له لومړي وزير سره د یاد هېواد د استخباراتو مشر عبدالله الخلیفي او ځينې نور چارواکي هم په دغه سفر کې مله دي.

د نوموړي په وینا قطري پلاوي نن 'جمعه' په کندهار کې "له رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند او مل پلاوي سره کتلي دي."

په دې لېدنه کې د طالبانو رئیس الوزراء له قطري پلاوي غوښتنه کړي چې "د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د باور په پیاوړي کولو کې لاډېر رول ولوبوي.

دا په دې بڼه افغانستان ته د قطري چارواکو بېساری سفر دی چې خپله قطري چارواکو یې د موخې او پایلو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټويټونو په یوه لړۍ کې د دې ناستې په اړه ویلي "د قطر لخوا له افغانستان سره د اړیکو په پیاوړتیا، د اعتماد لا ډېروالي، په تعلیمي، روغتیايي او اقتصادي برخو کې د همکاریو ژمنه وشوه او اسلامي امارت بیا د قطر له همکاریو او ښه نیت مننه کړې."

طالبانو له قطري چارواکو سره په ناسته کې د هغه هېواد د همکاریو په لا ډېریدو هم ټينګار کړی دی.

د قطري چارواکو دا سفر د پلازمېنې کابل پر ځای کندهار ته ترسره شوی چېرې چې په ویډیو کې ښکاري د طالبانو د رئیس الوزرا تر څنګ د طالبانو بهرنیو چارو وزیر او نور چارواکي هم هلته حاضر دي.

طالب ویاند د قطر د لومړي وزير د سفر له جریانه یوه ویډيو هم خپره کړي، چېرې چې مېلمانه په قطري الوتکه کې کندهار کې کېني او د طالبانو بهرنیو چارو چارسمبالی امیر خان متقي یې په هوايي ډګر کې هر کلی کوي.

د رپورټونو پر بنسټ د طالبانو مشر ملا هبت الله هم په کندهار کې اوسېږي او شاید له همدې کبله دا سفر کندهار ته ترسره شوی وي چې که له هغه سره هم لیده کاته وشي.

طالبانو لا تر اوسه د دې په اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې د طالبانو مشر چې د خلکو پر وړاندې نه راښکاره کېږي د ځينو مېلمنو سره په اسانه کتو ته زړه نه دی ښه کړی.

د لوړپوړي قطري پلاوي دا سفر د روانې مۍ میاشتې په پیل کې په دوحه کې د ملګرو ملتونو له مهمې غونډې وروسته تر سره کېږي.

قطر یو له هغو هېوادونو دی چې له طالبانو سره له نږدې اړيکي پالي او له امریکا سره د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره دا هېواد د لسګونو لوړ پوړو طالب چارواکو کوربه وو.

د طالبانو سیاسي دفتر هم له هغه مهاله راهیسې چې لا دا ډله په جګړه بوخته وه په دوحه کې فعال و او د تماس تر ټولو مهم مرکز بلل کېده.

دوحه دا مهال په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او نړۍ تر منځ په یوه مهم پله بدله شوې چېرې چې د افغانستان لپاره ګڼ بهرني سفیران هم مېشت دي.