"زما د واده په ورځ برېښنا زما کورنۍ ووژله"

د خپرېدو وخت

مامون ګومان کاوه چې د واده ورځ به یې ښکلې وي، خو خبر نه و چې په ویر واوښته. وروسته له هغه چې برېښنا او تالندې د دغه ځوان د کورنۍ ۱۶ غړي د واده مراسمو ته په لاره ووژل، ده یې مړي خښ کړل.

د واده په شپه د ده د کورنۍ ځینو غړو دودیز ساري او لوکسې جامې اغوستې وې، په یوه کوچنۍ کښتۍ کې د واده مراسمو ته روان وو، خو ډېر سخت باران وورېد، همدا وو چې د سیند غاړې ته یې پنا یووړه، خو هغه ځای برېښنا او تالندې وواهه او ټول کسان یې ووژل.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، بنګله دېش چې د سختې هوا او شدیدې تالندې هېواد ګڼل کېږي، هر کال پکې شاوخوا ۳۰۰ کسان د تالندې او برېښنا له کبله مري.

د سوېلي اسیا په دې هېواد کې د مېشت مامون لپاره په دومره شمېر د خپلوانو مړینه یوه غمیزه ګڼل کېږي.

دې ۲۱ کلن ځوان د خپلې خسرګنۍ په کور کې د واده لپاره مراسمو ته چمتووالی نیوه. د هېواد شمال لوېدیځه شیبګنج سیمه کې و چې د دردوونکي خبر له اورېدو مخکې یې د تالندې غږ واورېد.

مامون چټ د پېښې ځای ته ورغی، هلته هرځای ګډوډي او مړي وو.

دی دا صحنه داسې بیانوي: "ځینې خلکو جسدونه په غېږ کې نیولي وو، ټپیانو له دردونو چیغې وهلې، ماشومانو ژړل. هک پک وم، نه پوهېدم د کورنۍ کوم غړي ته ځان ورسوم."

مامون په دې ورځ خپل پلار، نیا او نیکه، د خاله، عمه او تره زامن له لاسه ورکړل، خو مور یې ژوندۍ پاتې شوه، ځکه چې له دوی سره نه وه تللې.

مامون وايي: "کله مې چې د پلار مړی وموند، په ژړا شوم، داسې یو ټکان یې راکړ چې زړه کې مې هېڅ سېک نه و".

هماغه ورځ ماخوستن، مامون د خپلوانو مړي ولېږدول او د واده لپاره چمتو کړې مېلمستیا "چې خپلوانو او دوستانو یې باید خوړلې وای " پر بې کوره او بې‌وزله خلکو ووېشله.

مامون وروسته واده وکړ خو وايي هېڅ خوشحالي یې ونه لمانځله،‌ ځکه چې دردوونکي یادونه یې لا هم پر زړه پراته وو، دی وايي: "له دې غمیزې وروسته، اوس له باران او تالندې سخته وېره لرم".

بنګله دېش کې تالنده او برېښنا هر کال د توپان پرتله ډېر کسان وژني.

د امریکا فضايي سازمان (ناسا)، ملګري ملتونه او د بنګله دېش حکومت وايي، د تالندې ډېرېدل د اقلیم د بدلون له کبله دي، چې د وژونکې ضربې د ډېرېدو سبب کېږي.

هلته د تالندې او برېښنا ډېری قربانیان هغه کروندګر او بزګران دي، چې پخپلو کروندو کې د اوړي او مني په باراني موسمونو کې د کار پرمهال د ناوړه هوا له امله له تالندې او برېښنا سره مخامخېږي.

په پاسني انځور کې یو څیرې کمیس ښکاري چې د بنګله دېش ستخیرا سیمې د کروندې پر لرګینه کټاره ځړول شوی دی.

عبدالله چې د تالندې له قربانیانو یو دی، په هغه ورځ یې کمیس اغوستی و، چې په مې میاشت کې د وریجو لیرې کروندې ته روان و.

د عبدالله مېرمن ریحانه له ۳۰ کلونو راهیسې له ده سره اوسېږي، چې کروندو ته به ورسره تلله.

هوا صافه او لمرینه وه، چې عبدالله له ځینو کروندو سره د وریجو حاصلاتو راټولولو لپاره ولاړ، د "هماغې ورځې تر ماسپښین ناوخته پورې، ډېر تېز باد ولګېد، تالندې او برېښنا زما مېړه وواهه."

ریحانه چې پخپلو لاسونو کوچنۍ کوډخې ته اشاره کوي وايي: "ځینو کروندګرو د لارې پر سر دغې جونګړې ته راوړ، هغه وخت د ده سا ختلې وه".

د ریحانه کور ته چې ورغلو، هلته مو د وریجو امبارونه ولیدل.

ریحانه وايي، دا محصول عبدالله له مړینې یوه ورځ وروسته راغونډ او ځای پرځای کړی و.

دې جوړې په وروستیو کې د خپل ساده کور د پراخولو او دویمې خونې د جوړولو لپاره پور ترلاسه کړی و.

د کور د ننه ۱۴ کلن زوی مسعود کتاب لولي.

ریحانه وايي، اوس د عاید هېڅ سرچینه نه لري او وېرېږي چې د ژوند تر پایه به پوروړې وي. دا پوښتي چې د خپل زوی د درس لګښت به څنګه پرې کوي؟

په ډکو سترګو هغې وویل: "وېره ډېره سخته راباندې غالبه شوې ده، تر دې حده چې په اسمان کې مې ورېځ ولیده او زوی ته مې سر له اوسه بهر ته د وتلو اجازه ورنه کړه".

کروندګر ریبون حسین چې د عبدالله د مړینې په ورځ له هغه سره ملګری و، هېڅ داسې نه انګېرله چې برېښنا به دومره ورته نژدې کېږي چې ملګری یې ووژني.

ریبون وايي: "ډېر لوړ غږ و، بیا مې پړکېدونکې برېښنا ولیده، داسې مې وانګېرله چې ګنې د رڼا یو غر راباندې راولوېد، برېښنايي ټکان پر ځمکه وغورځولم".

دی زیاتوي: "موده وروسته مې سترګې پرانیستې او عبدالله مې ولید چې سا یې ورکړې وه".

ریبون ته دا یوه معجزه ښکاري چې ژوندی پاتې شوی. دی وايي، په ورېځ کې کار کول اوس ورته ګران دي، خو په دې بې‌وزله کرنیزه سیمه کې یې کرونده د عاید یوازېنۍ سرچینه ده.

دی وايي: "هر‌ ځل چې د ملګري عبدالله په اړه سوچ کوم، ژاړم، د شپې چې سترګې پټې کړم د هماغې ورځې ټولې خاطرې مې سترګو ته ودرېږي، خپل ځان نه شم دلاسا کولی".