پاکستان کې پولیسو د عوامي مسلم لیګ ګوند مشر 'شیخ رشید احمد' نیولی

rasheed
د عکس تشریح، شیخ رشید احمد له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۲ کاله د پاکستان کورنیو چارو وزیر و
د خپرېدو وخت

د پاکستان مري ښار پولیسو د دغه هېواد د 'عوامي مسلم لیګ' ګوند مشر شیخ رشید احمد نیولی دی.

رپوټونه دا دي چې د عوامي مسلم لیګ ګوند مشر تر نیول کېدو وروسته د پلازمېنې اسلام اباد پولیسو ته سپارل شوی.

دا چې نوموړی چېرته او څرنګه نیول شوی، په دې اړه ضد او نقیض مالومات خپرېږي.

پخپله شیخ رشید احمد تر نیول کېدو وروسته یوه ځايي خصوصي تلویزیون ته ویلي "سل دوه سوه کسان په زینو راوختل، دروزاې یې ماتې کړې، راننوتل او زور زیاتی یې کړی. ټول کاریګر یې ډبولي - زه یې په زور موټر کې اچولی او راوستی یم."

هغه پر خواله رسنیو یوه خپره شوې ویډیو کې دا ادعا هم کړې چې ګوندې دا هر څه ورسره د واکمن مسلم لیګ (ن) ګوند او کورنیو چارو وزیر 'رانا ثنا الله' په امر شوي.

هغه ویلي د فبرورۍ تر ۶مه یې ضمانت منل شوی دی.

د یادونې ده چې پر شیخ رشید احمد واکمن اېتلاف کې د بل مخکښ ګوند (پیپلز پارټۍ) د راولپنډۍ څانګې مرستیال 'راجه عنایت الرحمان' عریضه کړې وه.‌

د عوامي مسلم لیګ ګوند مشر ان د جنورۍ پر ۳۱مه د ټویټ یوه پیغام کې د ده د نیول کېدو د احتمال خبره کړې وه.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

هغه لیکلي عریضه ځکه پرې شوې چې ګوندې پر مخکیني ولسمشر اصف علي زرداري یې د عمران خان د وژلو دسیسي تور لګولی دی.

له دې سره د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکیني لومړي وزیر عمران خان د شیخ رشید احمد نیول کېدل غندلي دي.

هغه یوه ټویټ کې لیکلي "زموږ تاریخ کې د ټاکنو د یوه بې اعتباره کمیسیون لخوا دومره متعصب او غچ اخیستونکی چارسمبالی حکومت نه دی راغلی."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

نوموړي زیاته کړې "پوښتنه دا ده، په داسې یوه حالت کې چې موږ د وارد شوي حکومت لخوا دیوالي شوي یو - پاکستان پر سړکونو د ولسي تحریک بار وړی شي چې موږ ورته اړېستل کېږو؟"

شیخ رشید احمد د عمران خان حکومت کې له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۲ کال پورې د پاکستان کورنیو چارو وزیر و.‌

هغه شپږ دورې د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی هم پاتې شوی.