تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ماشوم له زیږون وروسته ښځې له څه ډول حالته تېرېږي؟
"ژر تر ژره پخوانۍ بڼې ته راشه، لکه د پخوا په څېر شه" دا هغه خبرې دي چې د ماشوم له زېږون وروسته یې ډېرې ښځې اوري.
د ښځو وزن د مینداورۍ پر مهال او د ماشوم له زېږولو وروسته ډېر بدلېږي. دا بدلون هم د ښځې په جسمي او هم په رواني حالت کې لیدل کېږي.
مستعار نومې شریا سنګ، چې په ۲۰۱۲ کال کې یې لومړی ماشوم زېږولی و وایی ډېرو خلکو ورته ویل "ډېره ډوډۍ مه خوره، وزن دې زیاتوي."
شریا بي بي سي سره خبرو کې ویلي، د لومړي ماشوم له زېږېدو وروسته له ډېرو جسمي ستونزو رنځ وړي.
هغه وایی: "د لومړي زیږون پر مهال راباندې ډېره سخته وه، د تناسلي آلې یوه برخه مې د ماشوم د زېږون پر مهال پرې کړل شوې وه او تر هغې چې بېرته رغېده، ډېر وخت یې ونیوو. په دې موده کې ډېر فشار سره مخ وم ډېره دردوونکې وه، زه آن تشناب ته د تلو پر مهال رېږدېدم."
له دې سربېره شریا د ملا په برخه کې هم درد احساساوه. هغه وايي، دې ټولو سختو دردونو سره د مبارزې سره هم مهاله یې د خلکو دا خبرې هم اورېدې چې ورته ویل به یې"ډېر مه خوره، وزن دې ډېرېږي."
هغه وايي، ډېر کله به نه پوهېده چې اوس دې خلکو ته په ځواب کې څه ووايي.
شریا د دویمې لور د زېږون پر مهال د لومړۍ هغې په اندازه سختې و نه لیدلې، دویم ځل له ذهنی پلوه ډېره چمتو وه.
د روحي او جسمي ستونزو تجربه
که ښځې د ماشوم له زېږون وروسته له دې ستونزو سره مخ هم نه وي، په بدن کې یې نور ډېر بدلونونه راځي.
د بېلګې په ډول، ډېر هورموني بدلونونه تجربه کوي او بدن مو غوړ ذخیره کوي.
له بدنه خوراکي توکي د شیدو له لارې د ماشوم وجود ته ځي. دا په دې مانا چې له زېږون وروسته هره مېرمن خپل لومړني حالت ته د راګرځېدو لپاره ډېر وخت ته اړتیا لري.
ډیلي کې د نسايي ولادي برخې ډاکټرې کارنیکا تیواري بي بي سي ته ویلي، د مینداورۍ پر مهال او له زېږون وروسته ډېرې ستونزې پېښېږي چې ښځې باید ورته پام وکړي.
هغه وايي: "د میندارۍ پر مهال مثانه تر فشار لاندې وي، څو چې جنین پکې وده وکړي او ځای پر ځای شي. مثانه د رحم مخکینۍ برخه کې او کولمې یې شاته دي. ډېر کله، کله چې پر مثانې فشار راځي بې اختیاره تشې بولې ځي او کله آن بیا پیدا کېږي. همدا راز کله چې د رحم شاته پر کولمو فشار راځي تېزابیت ډېرېږي او د قبضیت لامل هم کېدای شي."
ډاکټرې کارنیکا همدا راز ويلي، له شپږو تر اتو اوونیو وخت نیسي چې له زیږون وروسته رحم بېرته خپل طبیعي حالت ته راوګرځي.
په دې موده کې کله ناکله د معدې درد هم راښکاره کېږي. ډېرې ښځې لږه انرژي لري او ډېر ژر ورته د ستړیا احساس پیدا کېږي.
هغه وايي، د مینداورۍ پر مهال د بدن د هډوکو موقعیت هم بدلېږي. وروسته له زېږونه هډوکي ورو ورو بېرته خپل ځای ته راځي. په همدې دلیل ډېرې ښځې د ملا له درده کړېږي. کله خو دا ستونزه عمري پاتې شي.
"اوه ته خو د پخوا په څېر ښکارې"
انګلنډ مېشتې شارون اوکلي بي بي سي ته ویلي، ۲۰۱۸ کال کې د ماشوم له زېږون وروسته ډېرو خلکو ورته ویلي "اوه هو ته خو بېرته د پخوا په څېر شوې یې"
که څه هم ظاهره داسې ښکاري چې شارون بېرته خپل پخواني فزیکي حالت ته راستنه شوې، خو حقیقت بل ډول دی. د ماشوم له زېږون وروسته یې وزن کم شوی، خو له جسمي پلوه له خورا سخت حالته تېریږي.
شارون د ماشوم له زېږون شپږ میاشتې وروسته د تشو بولو د بې نظمۍ له ستونزو سره مخ ده.
شارون وايي: "دا زمونږ د ټولنې د ذهنیت ډېره عجیبه برخه ده چې ټول د ښځو ظاهر ته ګورو او قضاوت کوو. دا نه احساسوو چې هغه له څه ډول یوه حالته تېرېږي."
هغه وايي، زه ظاهرا ډېره ښه ښکارم خو لا هم هغو دردونو سره مبارزه کوم چې له زېږون وروسته ورسره مخ یم.
له میاشتو پرلپسې معاینو وروسته مالومه شوه چې د ماشوم له زېږون وروسته د شاورن د خاصر لګن عضلې کمزورې شوي او نورمال حالت نه لري. له همدې امله په تشو بولو کې هم ستونزه لري.
اوس پنځه کاله وروسته یوه اندازه ښه شوې خو بیا هم کله ناکله تشو متیازو په ټینګولو کې ستونزو سره مخ وه، هر چېرې چې به تلله ځان سره به یې یوه جوړه اضافي پاکې جامې ګرځولې او له همدې امله یې د دندې د پرېښودو په اړه فکر وکړ.
ښکاره خبرې نه کول
ډاکټران وايي، که د دې موضوع په اړه ښکاره خبرې و نه شي، ښايي د شریا او شارون په څېر نورې ډېرې ښځې خپل شاوخوا کې ومومئ چې له ورته ستونزې به کړېږي.
۹۰ سلنه ښځې د ماشوم له زیږون وروسته د خاصرې لګن له کمزوره کېدو ځورېږي.
داسې حال کې چې دریو کې یوه برخه ښځې بیا د تشو بولو په ټینګولو او کنټرولولو کې له ستونزو سره مخ وي.
د میندوارۍ پر مهال د ښځو عضلات کش کېږي چې جنین ته ځای پکې پیدا شي چې کله بیا دا عضلات بیا بېرته خپل ځای ته نه راځي. ډېرې ښځې د ماشوم له زېږون وروسته درون شی هم نه شي جګولی.
د ښځو رواني فشار
ډیلي کې روانپوه ډاکټر باوانا برمي بي بي سي ته ویلي، د مور دا تمه چې غواړي بدن یې د پخوا په څېر شي د دوی پر رواني روغتیا ډېر منفي اغېز کولی شي.
دا همدا راز کولی شي یوه مور په عاطفي لحاظ هم اغېزمنه کړي. هغوی فکر کوي چې نیمګړې دي او د نهیلۍ احساس ورته پیدا کېږي.
پر ځان باور یې راکمېږي او ان په ژور خپګان اخته کېدی شي.
ښځې ډېر کله سخت ورزش او د خوړو رژیم پیلوي چې د پخوا په څېر شي، خو دا هر څه هم مور او هم یې ماشوم اغېزمنولی شي.
د همدې فشارونو له امله ډېر کله ښځې ګوښیتوب غوره کوي او له ټولنې ځان لیري کوي. پر خپل بدن د شرم حس ورته پید کېږي دا حالت ښځو کې د یوازیتوب احساس زیاتوي.
څه باید وشي؟
پوښتنه دا ده چې، د فشار د ختمولو لپاره باید څه وکړو؟
ډاکټران سپارښتنه کوي چې باید یوه متخصص ډاکټر سره پرې خبرې وشي. ښځې باید خپل خوراک او څښاک ته پام وکړي او د فعاله ژوند بڼه غوره کړي.
ډاکټر باونا برمي وايي، ښځې باید د خپل قوټ ټکي وپېژني. کتاب ولولي. یوازې دې ځان نه پرېږدي د خپل ملاتړ دایره دې پراخه کړي او د خپل بدن بدلونونو ته دې غاړه ورکړي.