تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'وژونکی' د وریجو فیل د پړانګانو خوندي سیمې ته لېږدول شوی
د هند په کیرالا ایالت کې یو وحشي فیل چې په دا وروستیو کې یې پر انسانانو او هټیو بریدونه کول، له خپل ځایه د پړانګانو یوې خوندي شوې سیمې ته لېږدول شوی دی.
دغه فیل چې د وریجو پر هټیو تر پر لپسې بریدونو وروسته د وریجو پر فیل مشهور شوی، پر هستوګنځیو پرلپسې بریدونه کې یې اوه کسان وژل شوي دي.
د سیمې خلکو په ځلونو له ځايي حکومته غوښتي وو چې یاد فیل بل ځای ته ولېږدوي.
دا وحشي فیل په وروستیو کې د پراخو بحثونو او ان حقوقي شخړو لامل شوی دی.
ځايي خلک د هغه له پرلپسې بریدونو تنګ شوي دي او له حکومته یې په ځلونو غوښتي چې هغه بل ځای ته ولېږدوي.
د ژوپوهانو په باور، د هستوګنځیو د کمښت له امله وحشي حیوانات ډېر کله د انسانانو پر سیمو بریدونه کوي.
یاد وحشي فیل چې شاوخوا ۳۰ کلن دی، له هغو کسانو سره چې ځنګل ته تګ راتګ ته کوي، ښه بلد دی.
د ځايي اوسېدونکو په خبره، کله یې چې سیمه شنه وه، دغه فیل پر چا برید نه کاوه، خو کله یې چې په کلي کې پاخه کورونه ډېر شول او شنه سیمه کمه شوه، فیل په انسانانو او د کلي پر دوکانونو بریدونه پیل کړل.
پر دوکانونو تر بریدونو وروسته چې ۷ کسان پکې ووژل شول، حکومت وپتېیله چې دغه فیل ونیسي او روزنه ور کړي، خو د حیواناتو د حقونو فعالانو دغه موضوع په ځلونو رد کړه، نو ځکه د هغه د نیولو دوسیه د څو میاشتو لپاره پر محکمو وګرځېده.
بالاخره د کیرالا ایالتي حکومت د دغه فیل لپاره نوي هستوګنځی پیدا کړ او ۱۵۰ کسانو ته یې دنده وسپارله چې فیل ونیسي او په لارۍ کې یې ۸۰ کیلومټره لرې، د پریار په نامه یوې سیمې ته چې اصلا د پړانګانو خوندي شوې سیمه ده، ولېږدوي.
هغه ځايي چارواکي چې د دغه فیل په څارنه بوخت دي، وايي د هغه په بدن کې د وصل شوي انټرنېټي الې له لارې دوی ته رسېدلي معلومات ښيي چې فیل په نوې سیمه کې ارام دی او ښه خوب کوي.
خو د حیواناتو د حقونو فعالان بیا وايي، دا بحث د انسانانو او وحشي ژویو ترمنځ د پېښېدونکو جګړو مسلې ته ښه اشاره کوي او زیاتوي، د یوه فیل په لېږدولو دا جنجال نه شي حلېدای.
د وروستیو شمېر له مخې، په هندوستان کې ۳۰ زره فیلان شته چې دا شمېره په اسیا کې د موجودو ټولو فیلانو ۶۰ سلنه جوړوي.