تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: ملکي وګړي او ځایونه باید په نښه نه شي
افغانستان کې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو ته د نړیوالو غبرګونونو لړۍ دوام موندلې. د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجارېک ویلي د دغې ادارې عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د ناپوځي بنسټونو او ولسي وګړو پر خوندیتابه یې ټینګار کړی.
ویاند زیاته کړې د تېرې یکشنبې په څېر بریدونه د کورنیو د بې ځایه کېدو لامل ګرځي او مرستندویې ادارې د بېړنیو مرستو د رسونې او زیانمنو شویو د اړتیاو پر ارزونې بوختې دي.
بل لور افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ تائید کړې چې د یکشنبې ورځې په بریدونو کې چې نژدې نیمه شپه ترسره شول او په کې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونه په نښه شول ۲۸ ولسي وګړي وژل شوي او نهه څلوېښت نور ژوبل دي.
دوی ویلي د قربانیانو د شمېر ډېرېدو شونتیا شته. یوناما نړیوال بشري قانون ته د درناوي او د ولسي وګړو د خوندیتابه غوښتنه هم کړې.
خو د طالبانو حکومت بیا د وژلو شویو شمېر نژدې "څلوېښت" او د ټپیانو څه د پاسه "۱۶۰" تنه ښودلی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف پېښه کې د ماشومانو پر وژنې اندېښنه څرګنده کړې او پر ښکېلو غاړو یې غږ کړی چې د ملکي وګړو د ساتنې په برخه پر خپلو ژمنو ودرېږي.
اروپايي ټولنې بیا د بریدونو په تړاو د ژورې اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د ملکي وګړو پر خوندیتوب او د بشرپالو نړیوالو حقونو پر پرځای کېدو یې ټینګار کړی.
د سیمه ییزو هېوادونو له ډلې، هند پر افغانستان د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي. د دغه هېواد د برنیو چارو وزارت په خپره کړې وینا پاڼه کې دا بریدونه د افغانستان د ملي واکمنۍ نقض او سیمه کې یې د سولې او ثبات لپاره یو ګواښ بللی. وینا پاڼې د افغانستان پر خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ټینګار کړی.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جایسوال دوشنبه ناوخته (د جون ۲۹مه) پر خپله اېکس پاڼه یوه خپره کړې علامیه کې ویلي: "د پاکستان لخوا د تیري دا ښکاره عمل د افغانستان پر حاکمیت برید او د سیمې سولې او ثبات ته مستقیم ګواښ دی."
بیان کې زیاته شوې، چې دغه بریدونه د پاکستان د بېباکه چلند د دوامدارې بڼې څرګندونه او له پولو بهر د تاوتریخوالي د ناامېدانه اقداماتو له لارې، خپلو داخلي ناکامیو ته د بهرني اړخ د ورکولو د بېګټې هڅې ښودنه کوي.
نوي ډیلي د دغو بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره د "ژورې خواخوږۍ" څرګندلو سره زیاته کړې، چې "یو ځل بیا د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د خپل نه بدلېدونکي ملاتړ ژمنه تکراروي."
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له بریدونو وروسته د دوشنبې پر ورځ کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی و چې په وینا یې د افغانستان د هوايي حریم د نقض او پر ملکي وګړو بمباریې غندلې. پاکستان هم وویل چې اسلام اباد کې یې د طالبانو د حکومت د سفیر له احضارولو سره کراچۍ کې د تېرې ورځې د برید له امله ورته احتجاج وکړ.
پاکستان ادعا کوي چې دغو تازه بریدونو کې یې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) او جماعت الاحرار ډلې اړوند پټنځایونه په نښه کړي او ۲۵ وسله وال یې پکې وژلي دي.
هند د هغو محدودو هېوادونو له ډلې دی، چې مخکې یې هم په افغانستان کې د پاکستان بریدونه غندلي او دغه هېواد یې د سیمې د بېثباته کولو په هڅو تورن کړی دی.
اسلام اباد که څه هم د نوي ډیلي دغه تازه غبرګون ته لا ځواب نه دی ویلي، خو پخوا یې هند تورن کړی چې ګواکې په افغانستان کې یې د طالبانو حکومت سره د اړیکو د پراخېدو اصلي موخه د پاکستان "بېثباته کول" دي او دا چې ګوندې "دې موخې ته رسېدو لپاره په افغانستان کې ځينې ترهګرې ډلې کاروي."
ملګري ملتونه: کابل او اسلام اباد دې اختلافات د دېپلوماسۍ له لارې حل کړي
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک وویل چې د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په افغانستان کې د پاکستان اوړمې شپې له هوايي بریدونو وروسته، چې ملکي وګړو ته پکې مرګژوبله واوښته، د "سملاسي اوربند او د ملکي وګړو د خوندیتوب" غوښتنه کړې ده.
دوجاریک وویل چې ښاغلی ګوتېرېش یو ځل بیا پر ښکېلو خواوو غږ کوي چې خپل اختلافات د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې حل کړي.
هغه زیاته کړه: "ملګري ملتونه له ټولو خواوو غواړي چې د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې خپلو مکلفیتونو ته ژمن پاتې شي، او ټینګار کوي چې ملکي وګړي او ملکي زېربناوې باید هر وخت خوندي وساتل شي."
بلخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره په پکتیا، پکتیکا او کونړ کې د پاکستان بریدونه "د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا جدي نقض" بللی ویلي یې دي چې دا ګام "د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون، له اصولو سره په ټکر" کې دی.
نصیر احمد فایق چې د پخواني افغان جمهوریت له مهاله په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي کوي او دمګړۍ دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ چارسمبالی دی، د دې اعلامیې یوه کاپي پر خپله اېکس پاڼه خپره کړې ده.
په اعلامیه کې د طالبانو پر حکومت هم د "ځپونکو سیاستونو، له بشري حقونو د سیستماتیکو سرغړونو او د خپلو مسئولیتونو د نه ترسره کولو" له کبله د نیوکې ترڅنګ دا ادعا تکرار شوې چې ګوندې واکمنو چارواکو افغانستان "د ملګرو ملتونو له لوري د نوملړ شویو ترهګرو ډلو لپاره په خوندي او مناسب چاپېریال" بدل کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست ویلي، خو "دا واقعیتونه هېڅکله د هغو یو اړخیزو پوځي اقداماتو توجیه نه شي کېدای چې د ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخ کوي یا د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا نقضوي."
اعلامیه کې ټینګار پر دې شوی، چې "د ترهګرۍ ضد هڅې باید په بشپړه توګه د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور او د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد نړیوالې ستراتیژۍ سره سمې ترسره شي" او ترڅنګ یې له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې "دغه پرمختګونه له نږدې وڅاري."
د یادونې ده چې ښاغلي فایق د روان فبرورۍ کې په ننګرهار او پکتیکا کې د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته ویلي وو چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې په دې تړاو "رسمي شکایت" سپارلی دی.
هغه د روانې جون میاشت لومړیو کې په د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په تړاو یوې ناستې ته ویلي وو: "د افغانستان خلک باید د پاکستان د ناکمو سیاستونو او د طالبانو د کړنو بیه پرې نه کړي. همدارنګه افغانان د پاکستان او هند ترمنځ د نیابتي سیالیو او سيمهييزو رقابتونو د زغملو توان نه لري. افغانستان غواړي خپلواک پاتې شي او خلک یې باید د دغو سیالیو قرباني نه شي."