کرېکټ: افغانستان وروسته له څلورو کلونو ټېسټ لوبه وګټله

د عکس سرچینه، acb
افغان لوبډلې د ټېسټ لوبې د وروستۍ او پنځمې ورځې په لومړیو ۱۵ دقیقو کې د زمبابوې پاتې دوه لوبغاړي هم وسوځول او بری یې خپل کړ.
زمبابوې د افغانستان د ۲۷۷ منډو په بدل کې د ټولو لوبغاړ په سوځیدو یوازې ۲۰۵ منډې جوړې کړې او د ۷۲ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
د ۲۷۸ منډو هدف پوره کولو په تعقیب د زمبابوې اته لوبغاړي هغه مهال وسوځیدل چې لا یې منډې له ۲۰۰ کمې وې او دې چارې په ښکاره د افغانستان د بري چانس ډېر کړ.
کوربه زمبابوې د څلورمې ورځې تر پایه د اتو وېکټو په زیان ۲۰۵ منډې جوړې کړې وې.
د افغانستان دا بری په ټوله کې د اوومې پرلپسې لوبلړۍ ګټلو په مانا هم ده، له تېر کال راهیسې افغان لوبډلې پرلپسې له سیالو لوبډلو اووه بېلابېل جامونه هېواد ته ګټلي دي.
د راشد خان ۱۱ وېکټې

د عکس سرچینه، acb
پیاوړي او مشهور افغان توپ اچوونکي راشد خان په وروستۍ پاڼۍ کې د سیالې لوبډلې اووه لوبغاړي وسوځول هغه په لومړۍ پاڼۍ کې څلور وېکټې اخیستې وې او له دې سره یې په داسې ټېسټ لوبه کې چې نوموړی درې کاله وروسته پکې لوبېده ۱۱ وېکټې بشپړې کړې.
دی له دې غوره توپ اچونې سره د دغې ټېسټ لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.
دا په دریو ټېسټ لوبو کې دریم ځل شو چې راشد خان د مقابلې لوبډلې لس یا له لسو ډېر لوبغاړي سوځوي.
راشد خان له زمبابوې سره په دې برخلیک ټاکونکې مهمه لوبه کې تر ټولو ډېر ۲۷ اورونه وکړل او د ۶۶ منډو بدل کې یې ۷ مهمې وېکټې واخېستې.
نوموړي له دغې لوبې وروسته وویل " زما لپاره دا ډېره سخته وه چې د ملا د درد او له درې کلن ځنډ وروسته ټېسټ کرېکټ ته ستون شم."
دا په ټېسټ سیالیو کې پنځم ځل دی چې راشد خان په یوه پاڼۍ کې پنځه یا له هغې ډېر لوبغاړي سوځوي.
د هغه تر څنګ بل افغان لوبغاړي ضیا الرحمان هم د یکشنبې پر ورځ د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول، بل کوم افغان لوبغاړی لا د وېکټې په اخېستو نه دی بریالی شوی او د زمبابوې یو لوبغاړی د منډې جوړولې پر مهال اوټ شو.
د لوبې پر وروستۍ پنځمه ورځ (دوشنبه) زمبابوې هڅه کوله چې پاتې ۷۳ منډې وکړي او لوبه په خپله ګټه وڅرخوي، افغانستان به بیا هڅه کوله چې د سیالې لوبډلې پاتې دوه لوبغاړي هم اوټ کړي او کوربه زمبابوې ته سر په سر دریمه لوبلړۍ کې ماته ورکړي.
د رحمت شاه او عصمت عالم سلیزې

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان او کوربه زمبابوې تر منځ د کرېکټ دویمه ټېسټ لوبه کې افغان لوبډلې له یوه خورا کمزوري حالته ښه دریځ ته ځان ورساوه او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۷۸ منډو هدف وټاکه.
رحمت شاه ۱۳۹ او یوه نوي لوبغاړي عصمت عالم ۱۰۱ منډې جوړې کړې.
په دویمه ټېسټ لوبه کې د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په ګډون نور افغان لوبغاړي د ډېرو منډو په جوړولو بریالي نه شول تر دې چې یوه وخت افغانستان یوازې ۵۰ منډې مخکې وو او له نیمایې ډېر لوبغاړي یې سوځېدلي وو خو ورپسې لوبغاړو ورو ورو د پام وړ مخکې تګ وکړ.
په دویمه پاڼۍ کې افغانستان د ټولو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۳۶۳ منډې جوړې کړې چې په ټولیز ډول ۲۷۷ منډې مخکې شو.
له دې وړاندې د روانې ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې ټوله افغان لوبډله په ۱۵۷ منډو سوځېدلې وه په بدل کې یې کوربه زمبابوې ۲۴۳ منډې جوړې کړې وې.

د عکس سرچینه، acb
رحمت شاه په لومړۍ ټېسټ لوبه کې غبرګې سلیزې وکړې، د دویمې ټېسټ لوبې دویمه پاڼۍ کې یې هم سلیزه وکړه او یو داسې افغان لوبغاړی شو چې په ټېسټ سیالیو کې تر نورو ډېرې سلیزې لري. پخوا پر دې ځای حشمت الله شهیدي و.
دی له زمبابوې سره د ټېسټ لوبلړۍ غوره لوبغاړی هم شو.
حشمت الله شهیدي هم له زمبابوې سره په لومړۍ ټېسټ لوبه کې غبرګې سلیزې کړې وې. د دوی دواړو تر څنګ افسر ځاځی هم هغه افغان لوبغاړی شو چې له زمبابوې سره روانو لوبو لومړۍ سیالۍ کې یې د ټېسټ کرېکټ لومړۍ سلیزه جوړه کړه.
د دغو پخوانیو افغان لوبغاړو تر څنګ عصمت عالم بیا دا لومړی نړیواله ټېسټ لوبه وه چې پکې ښه وځلېد.
هغه له ۱۰۱ منډو سره داسې افغان لوبغاړی شو چې پخپله لومړۍ نړیواله لوبه کې سلیزه کوي. عصمت عالم چې له یوې کرېکټ پالې کورنۍ سره تړاو لري تېر کال د افغانستان فرسټ کلاس کورنیو سیالیو غوره لوبغاړی هم پاتې شوی دی.
نوموړي له رحمت شاه سره د اوومې وېکټې ۱۳۲ منډو داسې ملګرتیا وکړه چې ارزښتناکه وبلل شوه.
عصمت عالم د همدې روانې ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې په صفر سوځیدلی و، خو داسې مهال ځلېدو یې په پراخه کچه د ستاینې لامل شوې چې افغان لوبډله تر فشار لاندې وه او نوموړی غښتلی ودرید.
د ۲۷۷ منډو هدف ننګونکی و
د ۲۷۷ منډو مخکې والی د زمبابوې لپاره یو ننګونکی هدف بلل کېږي، د کرېکټ تبصره کوونکي وړاندوینه کوله چې دا لوبه که باران ټکنۍ نه کړي هرو مرو به یو ګټونکی ولري، په ټیسټ لوبو کې دا هم د پام وړ ده چې لوبه بې پایلې نشي.
په دغه حال کې د ټولو هیلې افغان توپ اچوونکو ته وې چې وروسته له هیلو سره سم یې تر منځه راشد خان تر ټولو ښه وځلېد.
د کرېکټ څارونکو له پیله هم اټکل کاوه چې د افغانستان له لوري به ورو بالران ډېر وځلېږي او زمبابوې ته به د دغو منډو پوره کول اسانه نه وي.
برخلیک ټاکونکي لوبه

د عکس سرچینه، acb
دا د دوه ټېسټ لوبو وروستۍ هغه وه، لومړۍ لوبه وار له مخه مساوي پای ته رسېدلې او دا پر دې مانا وه چې که هره لوبډله د لوبې پاتې شیبې ښې ولوبوي او لوبه په خپله ګټه تمامه کړي د لوبلړۍ جام به هم ورکول کېږي.
افغانستان له ټېسټ سیالیو وړاندې له کوربه زمبابوې د شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو جامونه هم ګټلي او په ټېسټ کې له بري وروسته به افغان لوبډله د اتلولیو له دریو ګټلو جامونو سره ډک لاس هیواد ته ستنېږي.





















