افغانستان کې د روان کال له پيله پر ګوزڼ د اخته کسانو شمېر ۱۵ ته رسېدلی

د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock
د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرو له مخې افغانستان لا هم په نړۍ کې هغه هېواد دی چې د پوليو ډېرې پېښې په کې ثبتېږي.
د دې بنسټ وروستی راپور ښيي، سره له دې چې تېره اوونۍ کومه تازه پېښه نه ده ثبت شوې خو د ۲۰۲۶ کال له پيل راهيسې په افغانستان کې د پوليو د ناروغانو شمېر ۱۵ تنو ته رسېدلی دی.
د روغتيا نړيوالې ادارې د اګسټ تر دويمې نېټې راپور کې راغلي چې د روان کال له پيله په افغانستان کې د پوليو وېروس ۱۵ او په پاکستان کې دری پېښې تائید شوې دي.
دغه دواړه هغه هېوادونه دي چې لا هم د پوليو پېښې په کې ليدل کېږي. د روغتيا نړيواله اداره وايي، دلته وېروس لا هم په چاپېريال کې موجود دی.
د روان زېږدیز کال له پيله د افغانستان په چاپېريال کې ۵۳ مثبتې بېلګې او په پاکستان کې ۱۰۸ بېلګې پېژندل شوې دي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ يوازيني دوه هېوادونه دي چې پولیو لا هم په بشپړه توګه په کې له منځه نه ده تللې.
روغتيايي کارپوهان وايي پر ګوزڼ د ماشومانو د اخته کېدو د مخنيوي لپاره واکسين او د وېروس څارنه لا هم خورا اړينه او مهمه ده.
د ګوزڼ وېروس څه دی او څنګه خپرېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پوليو يا د ماشومانو د فلج کېدو پر وېروس تر ډېره کوچني ماشومان اخته کېږي. دا وېروس د خولې له لارې بدن ته ننوځي، د کولمو له لارې وينې ته رسېږي او پر عصبي سيستم برید کوي. له هرو ۲۰۰ اخته کسانو یو تن د نه رغېدونکي فلج سره مخامخ کېږي او له هرو لسو هغو کسانو چې فلج شوي وي یو یې د تنفسي عضلو د فلج له کبله ژوند له لاسه ورکوي.
دا وېروسي ناروغي چې کېدی شي سخته بڼه غوره کړي، په اسانۍ د ناروغ د غايطه موادو سره د تماس له لارې او په لږ احتمال د ټوخي يا پرنجي د څاڅکو له لارې خپرېږي.
پر دې ناروغۍ تر ډېره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان اخته کېږي. ډېری اخته کسان هېڅ نښې نه لري خو ځينو کې یې د زکام په څېر نښې څرګندېږي چې په لاندې ډول دي:
- سخته تبه
- د ستوني درد
- د سر درد
- د ګېډې درد
- د بدن درد
- د زړه بدوالی
په لږ شمېر کسانو کې کېدی شي، وېروس عصبي سيستم ته ورسېږي او جدي ستونزې رامنځته کړي چې په هغو کې د پښو فلج هم شامل دی.
په ډېرو لږو مواردو کې دا ناروغي د ژوند لپاره خطرناکه کېدی شي، په ځانګړي توګه هغه مهال چې د تنفس عضلات فلج شي.
د پوليو لپاره کومه درملنه نشته خو د واکسين په وسيله ترې مخنيوی کېدی شي.
د دې ناروغۍ د مخنيوي تر ټولو اغېزمنه لاره دا ده چې واکسين په خپل ټاکلي وخت ترلاسه شي.
سربېره پر دې، د عامې روغتيايي حفظ الصحې مراعاتول لکه د تشنابونو پاک ساتل او شخصي حفظ الصحه په ځانګړې توګه پر صابون د لاسونو مينځل د دې وېروس د خپرېدو او پرې د اخته کېدو په مخنيوی کې مهم رول لري.
لکه چې دا وېروس تر ډېره د ککړو اوبو له لارې لېږدي نو په هغه سيمو کې چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ګران وي، ډېر ژر خپرېږي. پر دې وېروس د اخته کېدو او د مخنيوي لپاره د څښاک پاکې اوبه او سالم خواړه خوړل د روغتيايي کارپوهانو له مهمو سپارښتنو بلل کېږي.





















