تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې ټرمپ د ایران جګړې په تړاو "تل غوغا جوړوونکې" خبرې کوي؟
- Author, شازیه حیا
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
په تېره اپرېل میاشت کې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند له اعلانېدو وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر ډېره په بېلابېلو رسنیو، خپله خواله رسنۍ "ټروت" او ځینو مهمو غونډو کې د ایران جګړې په تړاو ضد او نقیض خبرې کړې دي.
تېره ورځ یې د ترکیې په انقره کې د ناټو په سرمشریزه کې یو دم اعلان وکړ چې له ایران سره "اوربند" پاېته رسېدلی او "جګړه" بیا پیل شوې ده، څو ساعته وروسته یې د ایران پر ځینو ځایونو هوایي بریدونه وکړل.
په داسې حال کې چې د ایران او امریکا ترمنځ درې اونۍ مخکې یو تفاهملیک هم لاسلیک شوی و، نو له ډېرو سره دا پوښتنه پیدا شوه چې د ولسمشر ټرمپ د دا ډول دریځونو تر شا به انګېزه څه وي؟
ځینې ادعا کوي چې ولسمشر ټرمپ "فکري ثبات نه لري" او هره شېبه ممکنه ده چې خپله پرېکړه بدله کړي.
خو ځینې سیاسي کارپوهان تر ډېره د ټرمپ دا ډول چلن د مذاکراتو پر مېز د امتیاز ترلاسه کولو لپاره یو"تکتیک" بولي.
د منځني ختیځ په چارو کې یو افغان کارپوه صفت الله صافی وایي، د تفاهم له لاسلیکېدو وروسته او د سولې هوکړې ته د رسېدو په دې خبرو کې د امریکا او ایران ترمنځ د ګوزارونو کېدل ډېر د تمې خلاف کار هم نه دی.
"د دواړو ترمنځ دا کوم تفاهملیک چې لاسلیک شوی هغه وروستۍ هوکړې ته یوازې یو ګام و، ټول څه نه وو، نو په دې بهیر کې د ایران او امریکا د ټکرونو تمه کېده، د امریکا دا ګام دې لپاره هم کېدای شي چې "ایران" د خبرو مېز ته په جدي توګه کېني".
تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې ایران د یوې هوکړې د کولو لپاره ''په ډېره بیړه'' هڅه کوي.
هغه خبریالانو ته وویل: ''هغوی لږ مهال مخکې زنګ وواهه، هغوی په ډېر شدت غواړي چې یوه هوکړه وکړي، خو زه نه پوهېږم چې ایا هغوی د داسې هوکړې مستحق دي که نه.''
ټرمپ زیاته کړه: ''ستونزه دا ده چې زه نه پوهېږم هغوی به پر دې هوکړې عمل وکړي که نه.''
په داسې حال کې چې نړۍ د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو د مخته تګ تمه کوله، د امریکا لخوا د اوربند له ماتېدو سره ټرمپ یو ځل بیا د نړۍ پام ځانته واړاوه.
د کړکېچ نړیواله ډله کې د ایران د چارو مشر علي واعظ وايي، دا اوسنی وضعیت "د پلاستیکو" په څېر دی.
یعنې حالت هر وخت بدلېدای شي.
د منځني ختیځ په چارو کې کارپوه صفت الله صافی په دې باور دی چې دواړو خواوو تر دې دمه په بشپړ ډول د جګړې کولو پرېکړه نه ده کړې.
"دا کوم ټکرونه چې د ایران او امریکا ترمنځ کېږي او دا لومړی وار هم نه دی، وروستی به هم نه وي خو دا به محدود وي، موقت به وي خو پراخې جګړې ته د تګ پرېکړه لا نه ده نیول شوې".
ښاغلی صافی وایي، په دې برخه کې د منځګړو هېوادونو رول مهم دی او بل دا چې د هرمز تنګي د بیا بندېدو وېره یو بل لامل دی چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه بیا پیل نه شي.
د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهملیک له لاسلیکېدو نه وروسته هره ورځ شاوخوا "شل کښتۍ" له هرمز تنګي تېرېدې.
بي بي سي دا تایید کړې وه چې د تفاهملیک له لاسلیکېدو وروسته په لومړیو شپږو ورځو کې شاوخوا ۱۷۲ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې وې.
د ایران له جګړې مخکې، له دې نړیوالې سوداګریزې لارې به لږ تر لږه "۱۳۸" بار وړونکې کښتۍ تېرېدې.
ښاغلی صافی په دې باور دی چې نړۍ نوره امریکا او ایران جګړې ته نه پرېږدي چې له کبله یې د هرمز تنګي له لارې د نورو هېوادونو اقتصاد اغېزمن شي.
ښاغلی صافی وایي، امریکا بیا له ایران سره جګړې ته نه ځي، خو امتیاز به غواړي.
"کله کله د مذاکراتو په میز کې چې خبرې له بن بست سره مخ کېږي یا سستي رامنځته کېږي، یا یو لوری ډېر امتیاز غواړي او یا بل لوری شرایط نه مني، نو داسې ټکر رامنځته کېږي او پوځي فشار په مټ یو بل ته پیغام لېږل کېږي".
د ټرمپ پخوانیو څرګندونو ته په کتو دا خبره هم له پامه نه شي غورځېدای چې امریکا د ایران په تړاو تر دې دمه تل په یوه پرېکړه او یوه خبره نه ده ولاړه.
د تېر اپرېل پر اتمه د امریکا او ایران ترمنځ د دوو اونیو لپاره اوربند وشو او د اپرېل پر ۲۱ مه بیا ټرمپ وویل چې نه غواړي دا اوربند وغځوي، خو په هماغه ورځ یې بیا وروسته وویل چې پر ایران نور بریدونه نه کوي.
د جون پر ۱۱مه هم ټرمپ په خپلو خبرو کې داسې اشاره کړې وه چې اوربند پاېته رسېدلی دی خو بیا هسې څه ونشول.
بیا د جون پر ۱۷ مه ولسمشر ټرمپ له ایران سره د جګړې د پاېته رسولو لپاره تفاهملیک لاسلیک کړ.
ښاغلی صفت وایي، ولسمشر ټرمپ د ایران د جګړې له پیله تر دې دمه تل "غوغا جوړوونکي پرېکړې او خبرې" کړې دي.
د نوموړي په اند، که د ټرمپ خبرو ته وکتل شي نو کله وارې "په سهار کې د جګړې او په ماښام کې د سولې خبرې کوي."
ښاغلی صافی وایي: "د ټرمپ دغه نوې څرګندونې د سولې او جګړې په اړه وروستۍ هغه نه دي. ټرمپ لا هم د خبرو دروازه خلاصه پرېښې".
د ایران او امریکا ترمنځ تفاهملیک لا هم شته؟
له ایران سره د اوربند د پایته رسولو لپاره د ولسمشر ټرمپ دغه اعلان په بازارنو کې د تېلو او ګازو بیې اغېزمنې کړې.
د جولای پر اتمه د یو بېرل تېلو بیه اتیا ډالرو ته پورته شوې وه یعنې په بیه کې پنځه سلنه زیاتوالی راغلی و.
د امریکا د ولسمشر خبرو ته په غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، هېواد یې د ده په ټکو په سپکه ژبه نه بلکې له "وېرې پرته او زړورتیا سره ځواب وایي".
که څه هم د ولسمشر ټرمپ لخوا د اوربند پاېته رسول له یوې خوا د تېلو او ګازو بیې لوړې کړې او له بلې خوا د جګړې د بیا تودېدو په اړه یې وېرې او بحثونه راپورته کړل.
خو د حقوقي چارو کارپوه نصر الله ستانکزی وایي، د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند پاېته رسېدو سره لاسلیک شوی تفاهملیک لا پر ځای دی او نوموړی وایي دا حالت ډېر د اندېښنې وړ نه دی.
"دا یو سیاسي حرکت دی او ښایي د امتیاز غوښتنې لپاره شوی وي، هېڅ یوې خوا دا نه دي ویلي چې تفاهملیک له منځه تللی دی نو تفاهم لیک لا هم د اعتبار وړ دی".
ولسمشر ټرمپ هم پرون په خپلو خبرو کې دا وویل چې له ایران سره مذاکره کوونکي یې خبرو ته دوام ورکولای شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا په دې تفاهملیک کې شوي ځینې ژمنې ماتې کړې دي.
دا ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تفاهملیک لا هم شته.
خو د ایران او امریکا ترمنځ د نازک اوربند د پاېته رسېدو یو دلیل ښایي دا وي چې د دواړو خواوو ترمنځ د اختلاف ډېر جدي ټکي پاتې دي چې یو یې هم د هرمز تنګی دی.
د ایران او امریکا ترمنځ په جګړه کې هرمز تنګی د جګړې او سولې په مسله کې مرکزي رول لري.
یعنې په دې نړیواله سوداګریزه لاره کې هر ډول حالت د جګړې او سولې لوری ټاکي.