تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
يونيسېف: که کوټلي ګامونه وانخيستل شي راتلونکو شپږو کلونو کې به د کابل تر ځمکه لاندې اوبه ختمې شي
د ملګرو ملتو د ماشومانو د لاسنیوي ټولنې، یونیسېف، خبرداری ورکړی، چې که د اوبو د کمي د ستونزې اواري لپاره سم له واره کوټلي ګامونه وانخيستل شي، تر راتلونکو شپږو کلو به په کابل کې تر ځمکه لاندې اوبه ختمې شي.
د یونیسېف دا خبرداری کابل کې د اوبو کمي په اړه یو له جدي خبرداریو دی. دغې ادارې پر اېکس یوه لنډ بیان کې ویلي که سملاسي ګامونه وانخېستل شي نو ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې کابل کې د ځمکې لاندې اوبه وچې شي او کابل ښاریان به اوبه ونه لري.
کابل چې د افغانستان تر ټولو ګڼ مېشتی ښار دی د اوبو رسولو منظمه او پراخه شبکه نه لري. همدا اوس د کابل ښار اوسېدونکي د اوبو له کموالي شکایت کوي او هره ورځ لوی شمېر خلک په اوږدو کتارونو کې د څښاک اوبو لپاره انتظار کوي.
ځینې ښاریان د څښاک او د نورو ورځینو اړتیاوو لپاره اوبه په بیه رانیسي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا افغانستان کې د یونیسېف د مشر په ملتیا د کابل ښار یوې داسې سیمې ته ورغلې وه چې خلک په اوږدو کتارونو کې د اوبو تر لاسه کولو په انتظار وو.
یونیسېف پر اېکس د دوی انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي چې دوی زیانمنو شویو سیمو ته ورغلي تر څو وګوري چې د دې لومړنۍ بشري اړتیا پوره کولو لپاره څنګه مرسته کولی شي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې نړۍ کې اقلیمي بدلون سخت ځپلې، یونیسېف ویلي وچکالي او اقلیمي بدلون کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د کموالي لوی لامل دی. چټکه ښاري پراختیا د دې کړکیچ یو بل لوی لامل بلل شوی دی.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت څو اوونۍ وړاندې خبر ورکړ چې کابل ښار ته د پنجشیر سیند اوبو د را اړولو د پروژې سروې او ډېزاین بشپړ شوی او مشرتابه ته د تائید لپاره استول شوی دي.
پام کې ده د دې پروژې له لارې د کابل ښار دوه میلیونه اوسېدونکو ته د څښاک پاکې اوبه ورسول شي.