د سپوږمکۍ انځورونه؛ اسرائیلي پوځ د غزې اوږدو کې د سړک جوړولو کار بشپړ کړی

د خپرېدو وخت

د بي بي سي لخوا تایید شوي سټلایټ انځورونه ښیي چې اسرائیلي پوځ د غزې په شمال کې له ختیځه لوېدیځ ته د نوي سړک د جوړولو کار بشپړ کړی دی.

د اسرائیل پوځ بي بي سي ته ویلي، د دغه سړک د جوړېدو موخه د سرتېرو او تجهیزاتو د تګ راتګ اسانه کول او "د خپل عملیاتي دریځ پیاوړي کول" دي.

خو ځینې کارپوهان اندېښنه لري چې دا لاره به د یو خنډ په توګه وکارول شي او د غزې په شمالي سیمو کې به د فلسطینیانو د بېرته ستنېدو مخه ونیسي.

نور بیا وايي چې دا سړک د اسرائیلو د هغه پلان یوه برخه ښکاري چې په غزه کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته پاتې کېږي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د فبرورۍ په میاشت کې د غزې تر جګړې وروسته خپل لید روښانه کړ. په راتلونکې کې به اسرائیل د غزې امنیت تر نامعلوم وخت پورې کنټرول کړي.

نړیوالو مشرانو تر دې مخکې اسرائیلو ته خبرداری ورکړی و چې د غزې د تړانګې او یا د تل لپاره د فلسطینیانو د بې ځایه کېدو په اړه دې خبرداری ورکړي.

د دې سړک په اړه څومره پوهېږو؟

نوی سړک د غزې په شمال کې جوړ شوی او د غزې جنوبي او مرکزي سیمې یې لاندې موقعیت لري. دا سړک د غزې تړانګې له اسرائیل سره د کیبوتص ناحل عوز ته نژدې پیل او ساحل ته څېرمه پای ته رسېږي.

په ورته وخت کې، سړک د صلاح الدین او الرشید سړکونو سره نښلوي، چې د غزې دوه لویې لارې دي.

که څه هم د سړکونو بله شبکه د غزې ختیځ او لوېدیځ سره نښلوي، د اسرائیلو د پوځ نوی سړک یوازېنی سړک دی چې په دې لاره پرته له کوم خنډ او ځنډ څخه تېرېږي.

د بي بي سي له خوا د سپوږمکۍ د عکسونو شننه ښيي، چې اسرائيلي پوځ د دغه سړک پنځه کيلومتره د بل سړک د نښلولو لپاره جوړ کړی، چې پخوا يې لاره نه درلوده.

د دغه سړک لومړنۍ برخه د تېر کال د اکتوبر په وروستیو او د نومبر په لومړیو کې د غزې په ختیځ کې د اسرائیلو پولې ته څېرمه جوړه شوې وه. مګر د ډېری نوې برخې د فبروري او مارچ په پیل کې جوړې شوې.

نوی سړک په غزه کې د نورو معمولو سړکونو په پرتله پراخ دی او یوازې صلاح الدین کوڅه یې سوروره ده.

په ورته وخت کې، د سپوږمکۍ د انځورونو تحلیل ښیي هغه غیر استوګنیزې ودانۍ چې د دې سړک په اوږدو کې پرتې دي او په ښکاره توګه د توکو یا سوداګریزو ګودامونو په توګه کارول کېدې د دسمبر وروستیو کې د جنورۍ تر پایه ویجاړې شوې دي. یو څو پوړیزه ودانۍ د ویجاړو شویو ودانیو په دې کټګورۍ کې دي.

دا سړک د غزې د نورو برخو په پرتله هغه سیمه پوښي چې لږ ودانۍ او لږ نفوس درلود.

د اسراییلو یوه تلویزیوني چینل د فبرورۍ په میاشت کې د دې سړک د جوړولو خبر ورکړ او ویې ویل چې د دې لویې لارې کوډ نوم ۷۴۹ دی.

د دغې شبکې يو خبريال له اسرائيلي پوځ سره د دغه سړک د ځينو برخو ليدنې ته ورغلی و.

په دې ویډیو کې د سړک جوړولو او کیندلو موټر لیدل کېږي چې د سړک د نویو برخو د جوړولو لپاره کار کوي.

لویه لار ۷۴۹ به څنګه وکارول شي؟

د دفاعي استخباراتو د جینز انسټیټیوټ شنونکي وايي چې دا ډول ناپوخ شوی سړک چې د اسرائیلو د خبري ۱۴ چینل انځورونو کې لیدل کېدی شي د زغره لرونکو موټرو د تېرېدو لپاره مناسب دی.

د اسرائیلو پوځ په خپل بیان کې دا ډول جزئیات نه دي روښانه کړي او یوازې یې ویلي: "پوځ د خپلو ځمکنیو عملیاتو د یوې برخې په توګه د تېرېدو لپاره عملیاتي سړک کاروي."

متقاعد جنرال جیکب نجال، د اسرائیل د ملي امنیت شورا پخواني مشر او د بنیامین نتنیاهو پخواني امنیتي سلاکار بي بي سي عربي ته وویل د دې سړک د جوړولو هدف دا دی چې اسرائیلي امنیتي ځواکونو ته اجازه ورکړي چې د نویو ګواښونو په صورت کې سیمې ته ګړندی لاسرسی ولري: "دا لاره به له اسرائیلو سره د ننوتلو او وتلو کې مرسته وکړي ځکه چې اسرائیل د غزې د امنیت او دفاع بشپړ مسؤلیت لري."

هغه دغه سړک د "هغه سړک په توګه چې شمالي غزې له جنوب څخه جلا کوي" په ډول تشریح کولو سره وویل، "موږ نه غواړو چې د ګواښونو د راڅرګندېدو په انتظار کې کېنو."

تورن جنرال یاکوف امیروف، چې د اسرائیلو په پوځ کې یې دنده ترسره کوله، هم ورته نظر لري. د هغه په وینا، د نوي سړک لومړنی هدف "په سیمه کې د لوژیستیکي او نظامي کنټرول اسانتیا" وه.

جسټن کرمپ، د بریتانیا د اردو پخوانی افسر چې د معلوماتو د امنیت تحلیلي شرکت سیبلي لاین مشري کوي، وايي چې د نوي سړک جوړول خورا مهم دي: "دا یقینا داسې ښکاري چې دا سړک د اوږدې مودې ستراتیژۍ برخه ده چې کولی شي په ساده حالت کې د اسرائیلو لپاره د غزې امنیتي مداخله او کنټرول چمتو کړي".

د هغه په وینا، دا سړک د غزې ښار دغه تړاډه له جنوبه جلا کوي او دا د ټرافیک د څارنې یا محدودولو لپاره د کنټرول یوه اغېزناکه کرښه جوړوي.

خالد الجندي، چې په واشنګټن کې د منځني ختیځ په انسټیټیوټ کې لوړ پوړی متخصص دی، هم وايي چې دا سړک یوه "اوږدمهاله پروژه" ده.

هغه بي بي سي ته وویل، "داسې ښکاري چې اسرائیلي پوځ به تر نامعلومې مودې پورې په غزه کې پاتې شي." د غزې په دوو برخو وېشلو سره به اسرائیل نه یوازې غزې ته د ننوتو او وتلو لارې کنټرول کړي بلکې د غزې دننه به ترافیک هم کنټرول کړي او په دې کې به دا احتمال هم وي چې له جنوبه د شاوخوا ۱،۵ میلیون فلسطینیانو مخه ونیسي چې په شمال کې خپلو کورونو ته راستانه شي."