د سعودي پر نوي پلان 'نیوم' څومره خبر یاست؟
د سعودي پر نوي پلان 'نیوم' څومره خبر یاست؟
د خپرېدو وخت
د سعودي د استخباراتو یوه پخواني چارواکي بيبيسي ته ویلي، ددې لپاره چې د 'نیوم' په نامه پروژې لپاره لار هواره شي، پولیسو ته ویل شوي وو چې کلیوال له خپلو کورونو ایستلو ته اړ کړي او د کار لپاره زور هم کارولی شي.
د سعودي په شمال کې دغه پروژه ۵۰۰ میلیارده ډالره ارزښت لري، ۱۶۰ کیلومتره اوږد ښار پکې جوړېږي، چې د سکي لوبې لپاره هم یو مرکز پکې شته، خو ویل کېږي چې اوس دا پلان بدل شوی او دا اندازه دوه نیم کیلومترو ته کمه شوې ده چې ټاکل شوې دا ښار تر ۲۰۳۰ کال پورې جوړ شي.



