کمالا هرېس نتنیاهو ته: د دې وخت را رسېدلی چې غزه کې جګړه پای ومومي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کمالا هرېس د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په لیدنه کې ویلي، چې د فلسطیني ملکي وګړو پر کړاوونو به چوپ پاتې نه شي.

امریکا کې د نومبر میاشتې ولسمشریزو ټاکنو ته د دیموکرات ګوندې احتمالي نوماندې دا هم ویلي چې پر نتنیاهو یې د غزې د وضعیت په تړاو زغرده خبرو کې فشار راوړی دی.

د اسرائیلو لومړي وزیر له هغې لږ ورمخکې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره هم لیدلي‌ وو.‌

دا له تېر کال راهیسې د دوی لومړنۍ کتنه وه.

سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر بایډن او د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې د اوربند معامله کې د نظرونو نږدې کولو په موخه لیدلي دي.‌

په واشنګټن کې يې له ولسمشر بایډن سره په کتنه کې وویل چې د یوه صهیونست یهود په توګه له اسرائیل سره د بایډن د پنځوس کلونو دوامدار ملاتړ مننه کوي.

له دې سره جوخت د امریکا مرستیالې ولسمشرې کمالا هرېس ویلي چې نتنیاهو ته يې په غزه کې د مرګ‌ژوبلې اړوند جدي اندېښنه څرګنده کړې.

نوموړې وايي، په دې لیدنه کې یې ټینګار کړی چې غزه کې د اوربند، د یرغملو د خوشي کېدو او د جګړې د پای وخت دی.

اغلې هرېس ویلي "هغه څه چې په تېرو نهو میاشتو کې په غزه کې وشول ویجاړوونکي دي. د وژل شوو ماشومانو او بېچاره او وږو وګړو تصویرونه چې په خوندیتوب پسې ځغلي او کله د دویم، درېیم او څلورم ځل لپاره بې ځایه شوي. موږ نشو کولی چې له دغو ناورینونو نظر واړوو. نشو کولی چې د دغه ځور په اړه چوپه خوله پاتې شو."

هغې زیاته کړه چې د اسرائیل لومړي وزیر ته یې د اوربند او د یرغملو د خوشي کولو په تړاو د ولسمشر بایډن لخوا د وړاندیز هوکړې د عملي کولو هم ویلي دي.

بنیامین نتنیاهو په کور دننه او بهر دواړو د غزې د تېرې نهه میاشتنۍ خونړۍ جګړې په خاطر له نیوکو سره مخامخ دی.

خو هغه تر دغو کتنو وړاندې د امریکا کانګرس ته په وینا کې د غزې د جګړې ننګه وکړه.

هغه د کانګرس غړو ته وینا په داسې حال کې کوله چې واشنګټن کې زرګونو فلسطين پلوه کسانو لاریون کاوه.

د امریکا د مرستیالې ولسمشرې او د ولسمشریزو ټاکنو د احتمالي نوماندې کمالا هرېس دا څرګندونې د غزې د جګړې په اړه د واشنګټن په دریځ کې احتمالي بدلون هم ښیي.

دا کتنې داسې مهال دي چې تر دې وړاندې هم ولسمشر بایډن په ډاګه ګواښ کړی و چې که اسرائیل پر رفح پراخ ځمکني عملیات وکړي نو د وسلو د ورکړې جوپې به ودروي چې دې د اسرائیل غوسه راپارولې وه.