د امریکا کانګرس ته د نتنیاهو له وینا سره هممهاله واشنګټن کې پراخ لاریونونه شوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو چې د امریکا متحدو ایالتونو پر سفر بوخت دی، د جمهوریپالو په بلنه د دغه هېواد کانګرس ته وینا وکړه.

هغه په خپله دې ۴۵ دقیقه‌يي وینا کې په وار وار ایران ته په اشارې سره د کانګرس د سنا او استازو جرګې غړو ته یې وویل چې د فلسطین له حماس، د لبنان له حزب‌الله او د یمن له حوثي غورځنګ سره د دوی جګړه په "حقیقت کې د امریکا له اصلي دښمن ایران سره جګړه ده".

د یادونې ده چې کانګرس کې د هغه له وینا سره هممهاله په واشنګټن کې زرګونو کسانو چې د غزې د جګړې مخالف دي، په لاریونونو لاس پورې کړی.

ځای ځای د پولیسو او احتجاج کوونکو ترمنځ د اخ‌وډب رپوټونه هم ترلاسه شوي دي.

لاریونوالو د واشنګټن ډي‌سي په‌ زړه کې د کانګرس ودانۍ ته نږدې د اورګاډو 'یونین' تمځای مخې ته د امریکا بیرغ راکښته کړ، اور یې ورواچاوه او پر ځای یې د فلسطین بیرغ وځړاوه.

د بي‌بي‌سي خبریال برندن درنان لخوا را ستول شویو تصویرونو کې ښکاري چې پولیسو دغلته څو تنه احتجاج‌کوونکي نیولي.

هغه تر دې لږ ورمخکې د پولیسو لخوا پر ځینو لاریونوالو چې له امنیتي کټارو د تېرېدو هڅه یې کوله، د مورچکي سپری د پاشل کېدو خبر هم ورکړی و.‌

احتجاج‌کوونکو کانګرس ته د ښاغلي نتنیاهو د وینا له پای ته رسېدو وروسته هم خپل اعتراض ته دوام ورکړ.

خو د اسرائیل لومړي وزیر بیا د خپلې وینا په یوه برخه کې معترضان "د ایران د لاسوندونو احمق شوي" وبلل.

کانګرس کې څه تېر شول

د امریکا د سنا او ستازو جرګې لږترلږه ۳۹ غړي چې اکثریت یې دېموکراتان وو، کانګرس ته د اسرائیل د لومړ‌ي وزیر بنیامین نتنیاهو د وینا په دې غونډه کې هېڅ ګډون ونه کړ.‌

په سنا کې د اکثریت مشر 'چاک شومر' چې پخپله هم یهود دی، نتنیاهو ته لاس ورنه کړ. هغه څه موده مخکې په تونده ژبه د نوموړي د استعفا غوښتنه کړې وه.

د امریکا د استازو جرګې مخکینې دیموکراتې مشرې نانسي پلوسي هم چې په دې جلسه کې یې ګډون نه و کړی، دا د امریکا کانګرس ته د یوه بهرني هېواد د مشر تر ټولو بده وینا بللې ده.

همدا راز په کانګرس کې جګپوړي دېموکرات سناتور کرېس مورفي هم د ښاغلي نتنیاهو له وینا وروسته پر خواله رسنیو په زغرده د هغه پر وینا نیوکه کړې.

هغه ویلي د اسرائیل لومړي وزیر "د دې پر ځای چې یوې هوکړې ته په رسېدو، [غزه کې] د جګړې د پای ته رسولو او د یرغمل شویو د راخوشې کولو پر څرنګوالي وغږېږي، دلته د دې لپاره راغلی و چې د امریکا پر کورني سیاست خبرې وکړې."

د امریکا کانګرس ته د اسرائیل د لومړي وزیر د وینا پر مهال د میشیګان ایالت د دېموکراتې ستازې "رشیدې طلېب" په لاس کې یو پلاکارډ لیدل شوی چې پر یوه اړخ یې "د نسل‌وژنې مجرم" او پر بل هغه یې "جنګي جنایتکار" لیکل شوي وو.

هغه همدا راز د امریکا د کانګرس لومړنۍ فلسطینۍ-امریکایۍ غړې شوه، چې په ښکاره یې د فلسطین دودیز چلتار څادر له غاړې تاو کړی و.‌

د ښاغلي نتنیاهو د وینا پر مهال داسې شېبې هم وې، چې د کانګرس د جمهوریپالو غړو لخوا په ولاړه له بدرګې او چک‌چکو سره سره دېموکراتان ونه درېدل او چک‌چکې یې نه وهلې.‌

په ځانګړې توګه تر هغې وروسته چې نوموړي د کانګرس ودانۍ بهر راټول شوي احتجاج کوونکي "احمق" وبلل.

نتنیاهو څه وویل

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا کانګرس ته خپله وینا له مننې او د کانګرس د مشرانو د نومونو له اخیستلو وروسته پر ایران په لفظي برید پیل کړه.

هغه وویل هېواد یې د ترهې او تمدن ترمنځ د تقابل په حال کې او دمګړۍ د ورانکارۍ د محور په توګه د ایران له اړخه تر بل هر وخت له ډېر ګواښ سره مخامخ دی.

خو هغه د اسرائیل او امریکا ترمنځ اوږدمهاله اتحاد ته په اشارې زیاته کړه: متحد ایالتونه او اسرائیل چې هر وخت څنګ په څنګ درېدلي، "موږ بریالي شوي او هغوی ماته خوړلې ده".

نتانیاهو سخنرانی خود را با حمله به ایران شروع کردهغ

هغه د حماس لخوا پر اسرائیل د اکتوبر د اوومې برید د القاعده لخوا پر امریکا د سپتمبر د یوولسمې برید ته ورته وباله.‌

د نوموړي د وینا دا خبره او پرتلنه د امریکا د کانګرس د غړو لخوا ډېره بدرګه شوه.‌

هغه وروسته بیا ایران نړۍ کې د ترهګرۍ اصلي ملاتړی وباله او ویې ویل له حماس او حزب‌الله سره د دوی جګړه په حقیقت کې له ایران سره جګړه ده.

ښاغلي نتنیاهو د امریکا او ایران ترمنځ د تقابل مخینې ته په اشارې زیاته کړه، اسرائیل "یوازې د ځان لپاره نه، بلکې د امریکا لپاره هم جنګېږي نو له همدې کبله د ایران پر وړاندې د اسرائیل بریا به د امریکا بریا هم وي".‌

هغه تور پورې کړ چې تهران په سیمه کې خپلې نیابتي ډلې پر امریکايي اهدافو بریدونو ته هڅوي.

د اسرائیل لومړي وزیر وویل ایران پر دې باور دی چې "په واقعي ډول د امریکا ننګولو لپاره، لومړی باید منځنی ختیځ فتح کړي".‌

د اسرائیل لومړی وزیر تر هغې وروسته لا ډېر تشویق او په پرله‌ پسې چک‌چکو بدرګه شو چې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال یې له اسرائیل سره د نوموړي د همکاریو یادونه وکړه.

هغه له دې کبله د ښاغلي ‌ټرمپ مننه وکړه چې په اسرائیل کې یې خپل سفارت له تل ابیب بیت‌المقدس ته ولېږداوه او د جولان لوړې یې د اسرائیل د خاورې په توګه په رسمیت وپېژندې.

ښاغلي‌ نتنیاهو خپله وینا هم د امریکا او اسرائیل ترمنځ پر تاریخي اتحاد په ټینګار سره پای ته ورسوله او د دغه هېواد د کانګرس له غړو یې وغوښتل چې د نورو پوځي مرستو په وراستولو سره دا فرصت ورکړي‌ چې "کار پای ته ورسوي".

د اسرائیل د لومړي وزیر دا وینا د امریکا کانګرس ته د هغه تر پخوانیو ویناو اوږده وه.