ویانا کې د طالبانو د مخالفو څېرو پنځم کنفرانس: څوک راټول شوي؟
افغانستان کې د طالبانو حکومت یو شمېر مخالفې څېرې د یوه دوه ورځني کنفرانس لپاره د اتریش پلازمېنه ویانا کې راټولې شوې دي.
د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو حکومت د مخالفې ډلې د بهرنیو اړیکو رییس علي میثم نظري وايي، په دغه کنفرانس کې د مختلفو سیاسي لیدلورو او د ټولنې د بېلابېلو قومي او مذهبي قشرونو له ۹۰ ډېرو استازو برخه اخیستې ده.
په دوی کې د "ملي مقاومت جبهې" مشر احمد مسعود او د "ازادۍ جبهې" مشر یاسین ضیاء هم دي چې د طالبانو حکومت خلاف وسلهوال فعالیتونه کوي.
ښاغلي نظري ویلي په دغه کنفرانس کې به تېر کال د تصویب شوې لارنقشې د عملي کېدو پر څرنګوالي، د افغانستان کې پر ناوړه او خواشینوونکي وضعیت او همدا راز د واک تشې د ډکولو او د پاینده سولې د ټینګښت پر لارو چارو بحث کېږي.
د ویانا بهیر په تېرو غونډو کې عمومآ افغانستان کې د طالبانو حکومت خلاف د بهیرونو د منظمولو، وسله والې مبارزې او د طالبانو د مخالفو ځواکونو ترمنځ د یووالي پر اړتیا ټینګار شوی و.
خو ګوتنیوونکي یې وايي، له هغه راهیسې چې د طالبانو مخالف مشران بېلابېلو هېوادونو کې ټولېږي، په دې نه دي توانېدلي چې د فشار یو اغیزناک لوری رامنځ ته کړي او دا چې تر ډېره دغه ناستې سمبولیکه بڼه لري.
طالبانو تر اوسه دغه کنفرانس ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د دې لړۍ تېرې ناستې یې د افغانستان په زیان بللې وې.
یما بارز په ویانا کې دی او له هغه ځایه د دغې غونډې په اړه نور جزییات لري.



