تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران کې د یو شمېر افغانانو بانکي حسابونه تړل شوي
د ایران په کرمان کې یو شمېر افغانانو بي بي سي ته داسې انځورونه، ویډیوګانې او غږونه استولي چې هغوی په کې د خپلو بانکي حسابونو د تړلو خبره کړې. دغو ویډيوګانو کې ښکاري چې ځیني افغانانو له بانکوالو سره د بانکونو مخې ته په جنجال بوخت دي او د بانکي حسابونو د تړل کېدو دلایل ترې غواړي.
له دوی یوه یې بي بي سي ته وویل، "د سیم کارتونو د بندیدونو له پېښې وروسته، اوس څو ورځې کېږي یوه بله تګلاره پلې شوې چې له مخې د افغان کډوالو بانکي حسابونه تړل کېږي او کله چې خلک بانکونو ته ورځي هغوی یې د مالیاتي چارو ادارې ته لېږي."
ځینو کسانو بي بي سي ته ویلي، د مالیو سیمه ییزو ادارو ورته ویلي له هغه وخته چې چا بانکي حساب پرانیستی باید "په سلو کې سلنه مالیه ورکړي."
ایران کې مېشت افغانان تر ډېره کارګر دي چې د خپلو بانکي حسابونو له لارې اجارې، او د اوبو او برېښنا بېلونه پرې کوي.
دوی وايي د مالیو ادارې ترې غوښتي چې د څو کلونو مالیه دې ورکړي نو بانکي حسابونه به یې بېرته پرانیستل شي.
دغو کسانو ویلي له عادي کارګرو "۱۵۰ میلیونه تومان او هغوی چې عاید یې ډېر دی میلیاردونه تومان ترې غوښتل کېږي."
دغو کسانو ویلي، د دې تګلارې پلې کېدل له کرمانه پیل شوې.
ایران کې مېشتو یو شمېر افغانانو پر خواله رسنیو لیکلي، "پوښتنه دا ده چې ولې دا ډول تګلارې له خبرتیا پرته پلې کېږي، ځکه دا د کډوالو ژوند په بشپړه توګه ګډوډي. که غواړئ ماليې ټولې کړئ، راشئ او د خلکو لپاره د مالیو کوډ صادر کړئ."
دوی وايي، له دې نوي پلان سره به افغانان نور د خپل ځان او کورنیو د معاشونو او ورځ مزدوریو نغدي پیسې نه شي ترلاسه کولی.
دغو افغانانو د ایران له حکومته غوښتي چې "د دې پلان له پلي کولو او د دوی د حسابونو له بندولو مخکې دې دوی ته دا فرصت ورکړي چې خپل مالي سندونه وروړي او که چا مالي سند نه درلود بیا دې یې بانکي حساب وتړل شي."
یو شمېر کسان وايي د دغه کړاو د حل لپاره مالي ادارو ته ورغلي خو چا غوښتنو ته غوږ نه دی نیولی ان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته هم ورغلي خو بې ځوابه ترې ستانه شوي.
یو افغان لیکلي، "زموږ د ټولو لپاره ۵۰۰ میلیونه تومانه مالیه ټاکلې، خدای مو پر سر دی د وچې ډوډۍ پیسې لا نه لرم. زه کارګر یم، په بانک مې ۷۰ میلیونه تومان وو، هغوی راته ۶۳۰ مالیه پرې ټاکلې. هېڅ پلټنه هم نه کوي، د مالیو اداره یوازې همدا درته وايي چې مالیه ورکړئ، که مالیه ورنه کړئ له هېواده مو وباسوو."
یوه بل افغان لیکلي، "موږ ته خو یې بېخي ویلي نه وو چې موږ مالیه اخلو، زه د ودانیزو چارو کاګر یم، هېڅ خبر نه یم."
په ایران کې مېشت افغان کډوال وايي، بانکي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه له پخوا ستونزې لري، ډېر کله خپل بانکي کارتونه نه کاروي، هم له یوه بل درېيمګړي د مرستې غوښتنه کوي او یا خو نغدې پیسې کاروي.
د اعتراض کونکو افغانانو له ډلې یوه یې بي بي سي ته ویلي، "۳۰ کاله کېږي په ایران کې اوسېږم، همدلته ایران کې زېږدلې یم. اسلامي جمهوریت د دې پرځای چې له ۳۰ کلونو وروسته تابیعت افغانانو ته ورکړي، بانکي حسابونه یې تړلي، د تجارت، سپه، ملي اوملت بانکونو ټول اکاونټونه یې تړلي."
د بانکي اکاونټونو تړل کېدو سره افغانان اړ دي یا هم هلته د ځايي اوسېدونکو له بانکي حسابونو ګټه پورته کړي چې اسانه کار نه دی، د نغدو پیسو لېږد او ساتنه د غلا غدۍ له اړخه خطرناکه خبره ده.
افغان کډوال وايي دوی هلته له ډېرو کلونو راهیسي ژوند کوي او په بېلابېلو برخو کې کاروبارونه لري خو وخت ناوخت له دا ډول ستونزو سره مخامخېدو یې پر عادي ژوند او کار ژو اغېز پرایستلی شي ځکه بانکونو ته له لاس رسي پرته سوداګري او ژوند اسانه نه دي.
د ایران حکومت کاروباریانو ته خبرداری ورکړی چې له قانوني اسنادو پرته څوک په کار ونه ګوماري او نه دې هم چا ته کور په کرایه ورکوی.
ایران دا ګوتڅنډنه هم کړې چې د دې کال تر پایه به ایران کې مېشت دوه میلیونه ناقانونه افغان کډوال افغانستان ته واړوي.