تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په ایران کې د افغانانو زدکړې: فرصت که ننګونه؟
- Author, احمد شفاهي
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۱۲ دقیقې
په ایران کې د افغان زده کوونکو او محصلانو شمېر تل د خبرونو سرټکی وي. د ځینو ایرانیانو له نظره، د افغان کډوال محصلانو شتون د کوربه ټولنې لپاره د فرصتونو د له لاسه ورکولو په معنی ده. خو په افغانستان کې دننه په ایران کې د ګڼ شمېر افغان محصلانو شمېر بیا د افغانستان په سیاسي راتلونکې کې د ایران نرم ځواک ګڼل کېږي.
افغان زده کوونکي او محصلان بیا وايي چې نه یوازې ګواښ نه دي، بلکې په ایران کې یې د ښوونیز بهیر پر وړاندې ډېر ګواښونه دي چې هم کوربه هېواد او هم افغان مسؤلانو له پامه غورځولي. هغه بهیر چې د ایراني چارواکو په وینا د دې لامل کېدای شي، دا محصلان له فراغت وروسته له ستنېدو سره د "غوسې لید" ولري.
په ایران کې د ټولو بهرنیو محصلانو له ډلې ۲۵ سلنه یې افغانان دي. یو افغان محصل چې د پېژنګلوۍ خوندي ساتلو لپاره یې نوم نه اخلو، بي بي سي ته وویل، د زدکړو لپاره باید له "ګڼو ستونزو" تېر شي.
د دغه محصل په وینا، ټول افغان محصلان که د اوسېدو اسناد لري او یا هم د پېژندپاڼې کارت (آمایش کارت) لري، د ایران په پوهنتونونو کې د زد کړې د دوام لپاره باید له دې هېواده ووځي او افغانستان ته ستانه شي او بیا د تحصیلي ویزې سره ایران ته دننه شي، چې د بهرني محصل په توګه وشمیرل شي.
هغه زیاتوي، مسؤلانو دا بهیر د افغان محصلانو پر وړاندې خوار ډېر پېچلی کړی چې په ځینو ځایو کې ناممکن برېښي. د روان کال له وري یا حمل میاشتې هم په "پیام نور" او "ازاد" پوهنتونو کې د منل شویو افغانانو "وېزې نه ورکول کېږي". هغه محصلان چې د اوسېدو اسناد او د اوسېدو کارتونه لري، د مضمونو د ټاکنې اجازه نه ده ورکړل شوې چې په دې کې ان د دویم، درېم او څلورم سمیستر محصلان هم راځي.
د ایراني ادارو لخوا له ایرانه د وتلو پاڼې او د وخت نه غځول یې بله ستونزه ده. هغه زیاتوي، په پوهنتونو کې منل شویو محصلانو ته هم ویل شوي، چې په وېزه ایران ته دننه شي او پاسپورت دې جوړ کړي، خو په ایران کې یې د ستونزو د حل ژمنه نه ده ورسره شوې او دوی ته ویل شوي چې که د وېزو ستونزه یې هواره نه شي، له پوهنتونونو یې باسي.
طالبانو په وروستیو څو میاشتو کې د افغان ښځو پر وړاندې سخت قوانین پلي کړي دي. یو یې له هېواده بهر د سفر پر وخت د "محرم" په توګه د یوه نارینه شتون دی. د دغه محصل په خبره، د ایراني مسؤلانو لخوا پر ښځینه محصلانو له ایرانه افغانستان ته اجباري سفر، ښځینه محصلانې له ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي.
بهرني محصلان د زدکړو له پای ته رسېدو سره ایران ته په "بده سترګه" ګوري؟
د ایراني چارواکو د رسمي شمېرو له مخې په ټوله کې شاوخوا ۷۱۰ زره افغان زده کوونکي او محصلان په دغه هېواد کې پر زدکړو بوخت دي. د دوی له ډلې ۴۰ زره یې محصلان، ۱۸ زره د دیني زدکړو زده کوونکي او ۶۵۰ زره یې زده کوونکي دي.
پوښتنې دا دي:
دغو خلکو له کوربه ټولنې د زدکړو فرصتونه اخیستي او که یې د ایران په ښوونیزو بنسټونو کې د ښوونیز بهیر په غوړېدو کې مرسته کړې؟
په ټوله کې دوی د کوربه حکومت او ټولنې لپاره ننګونه ګڼل کېږي او که فرصت؟
ډېر محصلان په دې باور دي چې د افغان کډوالو پر وړاندې د ایران نظام سختوالی او توپيري چلند د ستونزو لاملونه دي او د کوربه هېواد پر وړاندې یې د دوی نظر منفي کړی.
هغه موضوع چې څه موده وړاندې د ایران د ولسمشر ستراتېژيک مرستیال جواد ظریف خپله هم اشاره ورته وکړه. هغه له ایراني رسنیو سره په خپلو وروستیو څرګندونو کې وویل: "هغه کسان چې په المصطفی ټولنه او یا په نورو پوهنتونونو کې زدکړې کوي، کولی شي د خپل هېواد سفیران و اوسي. له بده مرغه کله چې خپل هېواد ته ستانه شي، موږ ته په بده سترګه ګوري".
هغه له ایرانه د وتلو پر مهال د محصلانو ځورونې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: "دغه محصلان زموږ له مرستو ګټه اخلي او تمه لرو چې کله دوی بېرته ستنېږي، په یو ډول موږ ته ګټه ورسوي. دا په رښتیا هم د خواشینۍ وړ ده". د جواد ظریف په وینا د دې لپاره اړینه ده چې د ایران چلند "د فرصت پر بنسټ وي"، نه د"ګواښ پر بنسټ".
د کابل پوهنتون پخوانی استاد امان مطهري په دې باور دی چې له سیاسي اړخه هیڅ شی هم "مطلق فرصت او یا مطلق ګواښ نه دی، بلکې له پېښو سره د چلند په څرنګوالي پورې تړلي دي. دویم دا چې په ټوله کې نوي علوم د حاکم ځواک پر سیستمونو د نیوکې بڼه لري".
هغه باوري دی چې "که ایران د علمي اړتیاوو پر بنسټ د ښوونیز چاپېریال او پوهنې بهیر پرته له ایډیالوژیک نظره مدیریت کړي، نو بې له شکه دا د ایران لپاره یو فرصت ګڼل کېږي، خو که داسې مدیریتي اړخ نه وي، ښايي پر ګواښ بدل شي چې بیا به یې ښايي د هغه هېواد او سیاستونو په اړه د نیوکې نظر رامنځته شي چې دوی هلته زدکړې پکې کړې دي".
په ایران کې د افغان زده کوونکو د نوم لیکنې ننګونه
په وروستیو کلونو کې په تېره په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره ایراني وګړو په ایران کې د افغانانو د زدکړو او دغه راز د افغان کډوالو پر وړاندې پراخ منفي غبرګونونه ښودلي دي.
په وروستیو کلونو کې د افغان کډوالو برعکس چې په ایران کې د کډوالۍ ضد فضا حاکمه ده، په ۲۰۱۷ کال کې ډېر شمېر ایرانیانو د افغان کډوالو ملاتړ کاوه. د هماغه کال په مېزان میاشت کې ایراني وګړو په ښوونځیو کې د افغان زده کوونکو د نوم لیکنې او د همدې کار لپاره پر دولت د فشار راوړلو لپاره "له زدکړو پاتې نشي" (از مهر جانمانند) هشټګ پیل کړ، خو په ۲۰۲۱ کال کې د مخکینې نظام له پرځېدو سره ایران ته د افغان کډوالو له بلې څپې سره اوس پاڼه پر بل مخ اوښتې او ایراني وګړو په وار وار له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو غوښتنه کړې ده.
که څه هم د ایران مشر ایت الله خامنهای په ۲۰۱۵ کال کې امر کړی و چې هیڅ افغان زده کوونکی دې له زدکړو نه بې برخې کېږي، خو هر کال په ایران کې د ښوونیز کال له پېلېدو سره په دغه هېواد کې کډوالو کورنیو ته په ښوونځیو کې د خپلو ماشومانو نوم لیکنه په وېروونکي خوب بدلېږي.
په ایران کې د ښوونیز کال په پیل کې ګڼ شمېر کډوالو بي بي سي ته په استول شویو پیغامونو کې ویلي وو، چې که څه هم د باور وړ اسنادو په درلودلو په ښوونځیو کې په شاملېدو نه دي بریالي شوي او همدا سږ کال یې ستونزې د تېرو کلونو پرتله لا ډېرې شوې دي. ځینو ویلي وو، د پیسو په بدل کې توانېدلي، چې خپل ماشومان په ښوونځيو کې شامل کړي.
کډوال هغه وخت د دې ډول چلندونو شاهدان وو، چې د ایران لوی څارنوال د روان کال وږي یا سنبلې میاشت کې د ټول هېواد محکمو ته په یوه لیک کې ولیکل چې، په ښوونځیو کې د نوم نه لیکل، "په هېواد کې مېشت ماشومان او ځوانان، پرته له دې چې ملیت یې په پام کې ونیول شي" د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د ملاتړ قانون خلاف کار دی.
تر اوسه په ایران کې د هغو کډوالو کره شمېر نشته چې له زدکړو پاتې دي، خو د ایران د ښوونې او روزنې وزیر ویلي، په نوي ښوونیز کال کې یې په دولتي ښوونځیو کې د ۶۵۰ زره بهرنیو زده کوونکو نوم لیکنه کړې ده او "د دوی له ډلې ځینې بېلابېل ستونزې لري، لکه د پېژنګلوۍ اسنادو نه لرل".
تر اوسه دا نه ده مالومه چې دغو ۶۵۰ زره ماشومانو کې ټول هغه افغان کډوال چې په ایران کې اوسېږي او ښوونځي ته د تګ مستحق دي شامل دي که نه. د هغو افغان زده کوونکو شمېرې نشته چې په ایراني ښوونځیو کې پر نوم لیکنې نه دي بریالي شوي، خو په ایران کې پر افغان کډوالو لګول شویو محدویتونو ته په کتو د دې امکان شته چې یو شمېر افغان زده کوونکي له زدکړو پاتې وي.
افغان محصلان د ایران د لوړو زدکړو لپاره فرصت دي، که ننګونه؟
د رسمي شمېرو له مخې، په ایران کې د افغان محصلانو شمېر ۴۰ زره ته رسېږي. هغه محصلان چې بورس لري او یا هغه چې باید د پوهنتون فیسونه ورکړي. د ټولنیزو علومو د څانګو د لیسانس دورې د یوه سمیستر فیس ۱۱ میلونه تومان دی چې ۲۶۰ ډالره کېږي. د ماسټري دورې یوه سمیستر فیس ۱۵ میلیونه تومان دی چې ۳۶۰ ډالره کېږي، او د دوکتورا دورې یوه سمستر فیس ۲۳ میلویونه تومان دی چې ۵۵۰ ډالره کېږي.
په مسلکي برخو کې بیا د لېسانس دورې یوه سمیستر فیس ۱۳ میلیونه تومان دی چې ۳۱۰ ډالره کېږي. د ماسټري دورې یوه سمستر فیس ۱۷ ملیونه تومان دی چې څه باندې څلور سوه ډالره کېږي او د دوکتورا دورې هم له ۲۶ میلویونه تومان پورته دی چې ۶۲۰ ډالره کېږي.
د ایران د لوړو زدکړو د پلان له مخې، دغه هېواد په خپل اووم پرمختیايي پلان کې د خپلو لوړو زدکړو د ودې په موخه د ۳۲۰ زره بهرنیو محصلانو جذب په نظر کې نیولی دی.
د ایران اووم پرمختیايي پلان د اقتصادي، ټولنیز او کلتوري پرمختګ یوه پنځه کلنه ستراتېژي ده چې له ۱۴۰۳م کاله پېلېږي او د ۱۴۰۷م کال تر پایه به بشپړ شي.
د ایران د لوړو زدکړو ادارې د نړیوالو محصلانو د چارو مدیر کیانوش سوزنچي، د ایران د پوهنتونونو اوسنی ظرفیت شاوخوا ۳ میلیونه او ۲۰۰ زره محصلان اعلان کړی دی او زیاته کړې یې ده، په اووم پرمختیايي پلان کې وړاندوینه شوې چې د دې ظرفیت ۱۰ سلنه برخه به بهرنیو محصلانو ته ځانګړې شي.
د بهرنیو محصلانو جذب او منل، هغه که بورس لري او که خپله فیسونه ورکوي، د یوه هېواد د پوهنتونو د بریالیتوب یو مهم عامل ګڼل کېږي. د ایران د علومو وزارت د لوړو زدکړو د څېړنې او پلان جوړونې ادارې په وینا "د ځینو پوهنتونونو په درجه بندیو کې هم دا د یوه مهم عامل په توګه په پام کې نیول کېږي".
د بهرنیو محصلانو جذب د ایراني پوهنتونو د ارزښت د کمېدو له امله په "د نړیوالو پوهنتونو په علمي درجه بندۍ" کې چې د "شانګهای درجه بندي" هم بلل کېږي، د دې لامل کېدای شي چې د نورو هېوادونو محصلان په ایران کې د زدکړو په برخه کې لږ لېوالتیا وښيي.
د امیر کبیر صنعتي پوهنتون مشر عليرضا رهايي د ایراني پوهنتونونو په درجه بندۍ کې د ټیټېدو لاملونه د کورونا وېروس خپرېدل او د ښوونیزو مرکزونو بندېدل، د ۱۴۰۱ کال اعتراضونه او د ښوونکو معیشتي ستونزې بللې دي.
رسنیو رپوټ ورکړی چې د ایران ښوونیزو مرکزونو وضعیت ته په کتو، دا هېواد د افغانستان او عراق ۳۲۰ زره محصلانو جذبولو ته چمتوالی نیسي. هغه دوه هېوادونه چې د ایراني چارواکو په وینا په دغه هېواد کې د بهرنیو محصلانو ۹۰ سلنه جوړوي.
د ایران د علومو وزارت په دغه هېواد کې د عراقي محصلانو شمېر ۱۰۰ زره تنه ښودلی. د افغان محصلانو شمېر بیا ۴۰ زره اعلان شوی. نو په دې اساس په ایران کې د بهرنیو محصلانو له ډلې ۲۵ سلنه یې افغانان کېږي او ۶۴ سلنه یې عراقي محصلان دي.
که څه هم په ایران کې ځینې دا ګومان کوي چې دغو محصلانو د کوربه ټولنې له وګړو ښوونیز فرصتونه اخیستي دي، خو ایراني مسؤلان د دغه هېواد په پوهنتونو کې د بهرنیو محصلانو شتون د پوهنتونو د نړیوال باور زیاتولو لپاره مهم بولي.
د تهران د طب پوهنتون د نړیوالو اړیکو مرستیال محمد حسین آیتي په وینا دغو محصلانو ایران ته پانګه هم راوړې ده. هغه د ۱۴۰۳ کال په تلې یا میزان میاشت کې وویل، په تېرو دریو کلونو کې د بهرنیو محصلانو د جذب له لارې د پوهنتونو عایدات ډېر شوي دي.
په ایران کې ۱۸ زره افغانان دیني زدکړې کوي
په ایران کې د دیني علومو او روحانیونو تر ټولو مهم ښوونیز مزکر اوس حوزوي مرکز " جامعة المصطفی العالمیة" دی چې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنهای په امر جوړ شوی. د حوزه تاریخ وېبپاڼې د لیکنې پر بنسټ، د دې مرکز موخه "په نورو هېوادونو کې د شعیه اسلام پراخیتا" ښودل شوې ده.
دا ښوونیز مرکز په ۱۳۸۷ کال کې د "له هېواده بهر د مدرسو او حوزو علمیه سازمان" او "د نړیوالو اسلامي علومو مرکز" په ادغام جوړ شوی دی.
جامعة المصطفی له ۱۳۶ هېوادونو نژدې ۱۰۰زره بهرني محصلان لري او د حوزه رسمي خبري اژانس د رپوټ له مخې، شاوخوا ۱۸ زره افغانان چې د دیني زدکړو د ټولو زده کوونکو ۱۸ سلنه جوړي په دغه دیني مرکز کې زدکړې کوي چې ۳ زره یې فارغ شوي دي.
په دغه دیني مرکز کې د شاملېدو یو شرط د ډیپلوم لرل دي. په دې مانا چې په دغه ښوونیز مرکز کې د لیسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه زدکړې ورکول کېږي.
د دې مرکز په وېبپانه کې هم راغلي چې د المصطفی ښوونیز سیستم په دوو لارو، حوزوي – د سطحو سیستم له یوه تر پنځو (اجتهاد) او علمي – د کار زده کولو برخې، لیسانس، ماسټري او دوکتورا په اسلامي او ټولنیزو څانګو کې وړاندې کېږي چې د نړیوالو معتبرو علمي مرکزونو لخوا منل شوي دي.
دغه مرکز خپل فارغ شوي محصلان د خپلو هېوادونو په علمي او کلتوري مرکزونو کې د "علم او هنر، سولې او دوستۍ او د انساني – اسلامي کلتور او تمدن پیغام رسوونکي بللي دي".
ډېر خلک په دې باور دي چې ایران په دغه هېواد کې د دیني او عصري زدکړو د محصلانو له لارې په حقیقت کې په نورو هېوادونو کې د "نرم ځواک" د پراختیا په لټه کې دی. د کابل پوهنتون پخوانی ښوونکی ښاغلی مطهري هم باور لري چې "په ټولو ټولنو کې، له بهرنیو هېوادونو فارغ شوي محصلان، سره له دې چې د سیاسي اېډیالوژیو او سیاسي جوړښتونو په اړه نیوکیز لیدلوری لري، خو بیا هم د هغه هېواد چې زدکړې یې پکې کړي دي، په خپله ټولنه کې د کلتور او ارزښتونو لېږدونکي او خپرونکي دي".
ښاغلي ظریف هم د غیري ایراني محصلانو په اړه ویلي دي "له ۱۹۶۰مې لسیزې راهیسې، شوروي اتحاد او امریکا د خپل نفوذ د پراختیا لپاره له علمي دېپلوماسۍ ګټه اخیستله او غوښتل یې داسې کسان وروزي چې د دوی د کلتور پر وړاندې د نژدېوالي احساس ولري".
په افغانستان کې ایراني پوهنتونونه
تر اوسه په افغانستان کې ازاد اسلامي پوهنتون، پیام نور او د المصطفی نړیوال پوهنتون چې د "جامعة المصطفی العالمیة" تر چتر لاندې دي، فعالیت کوي.
د المصطفی نړیوال پوهنتون په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا د خزانې وزارت لخوا تحریم شو، خو هغه وخت د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت وویل چې "په کابل کې د جامعة المصطفی پوهنتون څانګه د افغانستان د قانون پر اساس جوړه شوې ده او د لوړو دکړو وزارت د قانون، مقررې، طرزالعمل او لوایحو پر اساس فعالیت کوي او دا وزارت به د امریکا پرېکړه وارزوي او وروسته به له رسنیو سره خپل پرېکړه شریکه کړي". خو دا پرېکړه اعلان نه شوه او دا پوهنتون لا هم په کابل کې فعال دی چې ۲۵۰ ښوونکي او کارکوونکي لري او شاوخوا ۵۰۰۰ محصلان لري.
په کابل کې د "ازاد اسلامي" پوهنتون عمومي حقوق، د جزا حقوق او جرم پېژندنه، سیاسي علوم لکه نړیوالې اړیکې او د تجارت مدیریت څانګې لري، خو د ښوونکو او محصلانو د شمېر په اړه یې کره مالومات نشته.
پیام نور پوهنتون کې بیا ۱۵ څانګې دي چې ۳ یې د ماسټرۍ او ۱۲ نورې یې بیا د لسانس څانګې دي.
د سیاسي علومو، انګرېزۍ ژبې، دینونو او الهیات، ادبیات او عربي ژبه، حقوق، اقتصاد، محاسبه، دولتي مدیریت، کرنیز اقتصاد، تطبیقي ریاضیات، انجینري، ادبیات او فارسي ادب او د ښوونې مدیریت په کچه د لیسانس په دوره کې زدکړې ورکول کېږي. همدارنګه د ماسټرۍ په دوره کې د نړیوالو حقوقو، سیاسي علومو او دولتي مدیریت زده کړې ورکول کېږي.