ډاکټر افتخار حسین: افغانستان کې د ځان وژنې څلورو پېښو کې درې یې ښځې ترسره کوي

د ویډیو تشریح، ډاکټر افتخار حسین: افغانستان کې د ځان وژنې څلورو پېښو کې درې یې ښځې ترسره کوي
ډاکټر افتخار حسین: افغانستان کې د ځان وژنې څلورو پېښو کې درې یې ښځې ترسره کوي
د خپرېدو وخت

یو شمېر ډاکټران په دې باور دي، چې افغانستان کې پر ښځو بندیزونه او په ځانګړي ډول له کار او زده کړو منع کول د دې لامل شوي، چې د دوی ترمنځ رواني ناروغۍ زیاتې شي.

روان پوهان وايي، یاد هېواد کې د ښځو ځان وژنې پېښې زیاتې شوي دي.

ډاکټر افتخار حسین وايي، معمولا سړي ځان وژنې ته زیاته مخه کوي خو د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې برعکس ښځې د نارینو پرتله زیاتې ځان وژنې کوي.