دره ادم خېل کې د ځمکو پر سر ډزو کې ۱۴ تنه وژل شوي

د خپرېدو وخت

رپوټونه وايي، د خیبر پښتونخوا کوهاټ ولسوالۍ دره ادم خېل د سني خېل او زرغون خېل قومونو ترمنځ د ډبرو سکرو د یوه کان د سرحد ټاکلو پر سر شخړه کې ډزې شوې چې لږ تر لږه ۱۴ تنه پکې وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د پاکستان جیو تلوېزیون پخپل رپوټ کې ویلي، پولیسو او امنیتي ځواکونو وضعیت کابو کړی دی.‌

په سیمه کې د تحصیلدار په وینا، په وژل شویو کې د دواړو قومونو کسان دي.

دې پېښې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین غبرګون ښودلی دی.

ښاغلي پښتین ددغې پې‍ښې پړه پر پاکستاني حکومت اچولې ده او پر ټویټر یې لیکلي چې د دولتي انتظامیې د بې غورۍ له کبله دره ادم خېلو د ځمکې پر سر د لانجې له کبله وینې بهېدلې دي.

نوموړی وايي، "که سیاسي انجنیرۍ وزګار یاست، پر عمومي مسلو تمرکز وکړئ. پخوانیو قبایلي سیمو کې د ځمکو ثبت د ادارې له لوري ترسره کېده،‌ خو ډېر کله اداره مقررات نه مراعاتوي او شخړې زیږوي".

ښاغلي پښتین په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې "سلګونه پښتانه ماشومان د دولتي بنسټونو له لوري په خښو کړل شویو مایونو کې معلول یا شهیدان شوي، له پنځو کلونو راهیسې پښتون ژغورنې غورځنګ د ځمکنیو ماینونو د پاکولو غوښتنه کوي، خو برعکس، له موږ سره دوښمني پیل شوه. د د پښتون ژغورنې غورځنګ سوېلي وزیرستان کارمنان روزل شوي او د ماینونو شنډولو کار مخته وړي، موږ ټول په بدن کې له هغوی سره یوځای کېږو".